تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۰۴ اَلْمُلْك
وَلَقَدْ كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿۱۸﴾ أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ فَوْقَهُمْ صَافَّاتٍ وَيَقْبِضْنَ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا الرَّحْمَنُ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ بَصِيرٌ ﴿۱۹﴾ أَمَّنْ هَذَا الَّذِي هُوَ جُنْدٌ لَكُمْ يَنْصُرُكُمْ مِنْ دُونِ الرَّحْمَنِ إِنِ الْكَافِرُونَ إِلَّا فِي غُرُورٍ ﴿۲۰﴾
اویقیناً دروغژن گنړلی دی هغه کسانو چه ددوی نه مخکښی وؤ (حق لره) نو څه رنگ وؤ عذاب ځما دوی لره ﴿۱۸﴾
آیا دوی نه گوری مارغانو ته دپاسه ددوی چه خوروؤنکی دی وزری خپلی او بندوی هغه، نه دی حصار کړی دوی مگر رحمٰن ذات، یقیناً هغه هرڅیز لره لیدونکی دی ﴿۱۹﴾
بلکه هغه څوک دی چه لښکر (فوځ) شی ستاسو مدد اوکړی ستاسو سیوا درحمٰن ذات نه، نه دی کافران مگرپه دهوکه کښی دی ﴿۲۰﴾
[۱۸] د تاکید د تخویف دنیوی دپاره د تیرشوی قومونو عذابونو ته اشاره کوی او مشترک علت ذکر کوی چه هغه تکذیب دی (نَكِيرِ) په انکار سره دی او انکار نه معنیٰ نا آشنا عذاب ورکول دی -
[۱۹] دا بل دلیل عقلی وسطی دی په باره دمارغانو کښی یعنی برکات وسطیه ذکرکوی (الطَّيْرِ) جنس مراد دی او گنړو ته شامل دی ددی وجی نه روستو ضمیرونه د جمعی ئی دی ته راجع کړی دی (فَوْقَهُمْ) اشاره ده چه هرکله مارغان په ځمکه باندی یا په اونو باندی ناست وی نودا روستو صفت په کښی نه معلومیږی دغه صفت په هغه وخت کښی دی چه په هوا کښی اوچت وی (صَافَّاتٍ وَيَقْبِضْنَ) دا دوه حالتونه ذکردی یعنی کله وزری خوری او کله ئی بندوی (مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا الرَّحْمَنُ) لفظ رحمٰن دلالت کوی په عموم د برکاتو دنیویه باندی او په دی کښی حصرکښی ښکاره دلیل دی چه هیڅ څوک نبی، ولی، ملک، جن وغیره ددی کار وَس او اختیار نه لری داسی آیت په سورة نحل (۷۹) کښی هم ذکرشوی دی -
[۲۰] هرکله چه مشرکان د شرک فی البرکات عقیده ددوه امیدونو دوجی نه لری یو امید د نصرت او د امداد اوبل امید د روزئ، نو رد کوی په دوی باندی چه دا دواړه د اللّه تعالٰی نه سیوا دبل چا په اختیار او قدرت کښی نیشته نو د څه وجی نه دوی شرک فی البرکات کوی نو دا زجردی په مشرک باندی - (جُنْدٌ) نه مراد حفاظت کوؤنکی مدد کوؤنکی (سپاهی، فوجی، څوکیدار) دی اودا په عقیده د مشرکانو کښی داسی دی (يَنْصُرُكُمْ مِنْ دُونِ الرَّحْمَنِ) دا جمله صفت د جند دی یعنی چه اللّه تعالٰی په تاسو باندی خپل برکات بند کړی اوپه تاسو مصیبتونه راولی نو آیا دا معبودان ستاسو دغه مصیبت لری کولی شی او څه برکت درکولی شی لکه داسی سوال جواب په سورة زمر (۳۸) او سورة مؤمنون (۸۸) کښی هم ذکردی (إِنِ الْكَافِرُونَ إِلَّا فِي غُرُورٍ) دهوکه داده چه دوی عقیده لری چه دا الٰهه ددوی دپاره مالک د نفع او ضرر دی او دهغوی بندگی سبب دقربت الٰهیه دی -