تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۰۵ اَلْمُلْك

أَمَّنْ هَذَا الَّذِي يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ بَلْ لَجُّوا فِي عُتُوٍّ وَنُفُورٍ ﴿۲۱﴾ أَفَمَنْ يَمْشِي مُكِبًّا عَلَى وَجْهِهِ أَهْدَى أَمَّنْ يَمْشِي سَوِيًّا عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۲۲﴾ قُلْ هُوَ الَّذِي أَنْشَأَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَا تَشْكُرُونَ ﴿۲۳﴾ قُلْ هُوَ الَّذِي ذَرَأَكُمْ فِي الْأَرْضِ وَإِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۲۴﴾

بلکه هغه څوک دی چه روزی درکړی تاسوته که چیری بنده کړی اللّه تعالٰی روزی خپله، بلکه ورننوتلی دی دوی په سرکشئ او نفرت کولو کښی ﴿۲۱﴾
آیا هغه څوک چه روان وی پړمخی ښه رسیدونکی دی اوکه هغه څوک چه روان وی برابر په لار نیغه باندی ﴿۲۲﴾
ته اوایه هغه داسی ذات دی چه پیدا کړی ئی تاسو او جوړ کړی دی تاسولره غوږونه او سترگی او زړونه ډیرلږ شکرکوئ تاسو ﴿۲۳﴾
ته اوایه هغه داسی ذات دی چه خواره کړی ئی تاسو په ځمکه کښی او خاص هغه ته به جمع کړی شئ تاسو ﴿۲۴﴾

[۲۱] دا بل زجردی په شرک باندی (إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ) امساک د رزق دادی چه ددی اسباب بند کړی، باران نه وروی، ځمکه خوره ناکه کړی، اوبه وچی کړی، اورختم کړی، خوله بنده کړی، مرئ بنده کړی وغیره نو څوک پیرفقیروغیره شته چه دروزئ اسباب پیداکړی (نیشته) اودا دلیل په سورة عنکبوت (۱۷) او سورة نحل (۸۳) کښی هم ذکردی (بَلْ لَجُّوا فِي عُتُوٍّ وَنُفُورٍ) بل دترقئ دزجر دپاره دی یعنی ثابته شوه چه د اللّه تعالٰی نه سیوا بل هیڅ څوک ناصر او رازق نیشته نو په کار وؤ چه دوی شرک نه توبه کړی وی لیکن دوی ښه په ضد او عناد کښی کلک شوی دی (لَجُّوا) لجاج په زور سره په یوڅیزکښی ننوتل سرهٔ د موانعو نه - اوپه ضد او عناد کښی اوږد والی کول اوپه هغه باندی مضبوط کیدل (عُتُوٍّ) سرکشی چه دحد نه ورتیره شی (نُفُورٍ) دحق نه تختیدل او نفرت کول د وجی د تکبر خپل نه او سپک گنړل حق او اهل حق لره -
[۲۲] دا هم زجردی چه دا مشرکان بی دلیله روان دی او دارنگ دفع دوهم د جاهلانو ده بعضی د هغوی نه مؤحد او مشرک یوشان گنړی او بعضی مشرکان هدایت والا او مؤمنان گمراهان گنړی نوپه دی آیت کښی په دی وهم باندی رد دی (يَمْشِي مُكِبًّا عَلَى وَجْهِهِ) په دی تمثیل د سالکینو او مسلکونو ذکر کوی - اول مثال د مشرک گمراه مقلد دی په ړوند تقلید سره هغه هم سرخکته کړی وی یعنی دلیل ته نه گوری اونه په دلیل والو پسی روان وی او مسلک ئی هم د حق نه خلاف دی او دوهم مثال دمؤحد (چه متبع ددلیل وی) چه هغه په تحقیق اوپه دلیل باندی عمل کوی او مسلک ئی هم په صحیح دلیلونو سره ثابت دی نو دا دواړه یوشان نشی کیدی اودا دوهم یقیناً په هدایت او اول شخص یقیناً گمراه دی -
[۲۳] دا دلیل عقلی دی د دعوی دسورة په ذکر د برکات انفسیه (انسانیه) (أَنْشَأَكُمْ) په دی لفظ‌ کښی اشاره ده پیدائش د انسان ته په اطوار مختلفه (نطفه، علقه، مضغه، عظام، نفخ د روح) ځکه چه معنیٰ د انشاء ترقی ورکول په دمه دمه سره دی (وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ) دا دری نعمتونه ئی خاص ذکرکړل ځکه چه دا دعلم او دپوهی د حاصلولو اسباب دی بیا علم د محسوساتو مقدم دی په معقولاتو باندی ددی وجی سمع او بصر ئی د افئِده نه مخکښی ذکر کړل (قَلِيلًا مَا تَشْكُرُونَ) دا رجردی په شرک کولو ځکه لویه ناشکری هغه استعمال دبدن او ددی حواسو دی په تعظیم دغیراللّه کښی -
[۲۴] دا بل دلیل انفسی دی دیو شخص ډیر نسل خورول داهم برکات د اللّه تعالٰی دطرف نه دی په مخکښی دلیل کښی ئی ایجاد دانسان ذکرکړو اوپه دی د ابقاء ذکر کوی سره د ذکر دفنا او د حشرنه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>