تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۰۶ اَلْمُلْك

وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۵﴾ قُلْ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿۲۶﴾ فَلَمَّا رَأَوْهُ زُلْفَةً سِيئَتْ وُجُوهُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَقِيلَ هَذَا الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تَدَّعُونَ ﴿۲۷﴾ قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَهْلَكَنِيَ اللَّهُ وَمَنْ مَعِيَ أَوْ رَحِمَنَا فَمَنْ يُجِيرُ الْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۲۸﴾

اودوی وائي‌ کله به وی دا وعده که چیری تاسو رشتینی ئی ﴿۲۵﴾
ته اوایه یقیناً علم ددی خاص اللّه تعالٰی سره دی او یقیناً‌ زه ویره درکوؤنکی یم ښکاره ﴿۲۶﴾
دا جواب د هغه سوال دی په تفویض دعلم د اللّه تعالٰی سره لکه چه په سورة اعراف (۱۸۷) کښی تیرشوی دی (نَذِيرٌ مُبِينٌ) یعنی ځما کار یقینی خبرورکول او دهغی اثبات کول دی په حجت سره، علم دوخت د انذار سره لازم نه دی ﴿۲۷﴾
ته اوایه فکراوکړئ که چیری هلاک کړی مالره اللّه تعالٰی او هغه څوک چه ماسره دی (ملگری) یا رحم اوکړی په مونږباندی نو څوک پناهی ورکړی کافرانو ته د عذاب درد ناک نه ﴿۲۸﴾

[۲۵] دا زجردی په انکار دحشرباندی متعلق دی د إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ سره -
[۲۶] دا جواب د هغه سوال دی په تفویض دعلم د اللّه تعالٰی سره لکه چه په سورة اعراف (۱۸۷) کښی تیرشوی دی (نَذِيرٌ مُبِينٌ) یعنی ځما کار یقینی خبرورکول او دهغی اثبات کول دی په حجت سره، علم دوخت د انذار سره لازم نه دی -
[۲۷] داهم جواب دی په طریقه د تخویف سره (فَلَمَّا رَأَوْهُ) مراد ددی نه زمانه مستقبل ده او صیغه د ماضی ئی یقین دپاره راوړی ده (تَدَّعُونَ) باب افتعال دی د دعا نه په معنیٰ د ډیر طلب کولو یا تمناگانی کول یا په تلوارئ سره غوښتل ادّعاء په طلب او دعویٰ کاذبه کښی استعمالیږی یعنی نه منی او غواړی -
[۲۹،۲۸] په دی کښی بل دلیل عقلی دی اعترافی سکوتی سره د ذکردطریقی د تعلیم نه په جواب د قول ددی منکرینو کښی چه دوی اوئیل چه دا نبی او مؤمنان به مړه شی مونږ به ترینه خلاص شو لکه په سورة طور (۳۰) کښی دی او کله به ئی وئیل چه دا نبی او دده ملگری ځمونږ د معبودانو مخالفت کوی په دوی باندی به عذاب راځی جواب اوشو حاصل دادی چه ځمونږ غم مه کوئ خپل غم اوکړئ چه په تاسو باندی عذاب راشی تاسوبه څوک بچ کوی، مونږ خو رحمٰن ذات صرف یو اللّه تعالٰی منو هغه به مونږ بچ کوی (إِنْ أَهْلَكَنِيَ اللَّهُ) اهلاک په معنیٰ دمرگ عاجلاً او رحم په معنیٰ د مهلت او د روستوالی د مرگ دی یا اهلاک په معنیٰ د عذاب دی او رحم په معنیٰ د نصرت او غلبی د اسلام دی (فَمَنْ يُجِيرُ الْكَافِرِينَ) ددی شرط په اصل کښی پټ دی یعنی هرکله چه اللّه تعالٰی په تاسو باندی د ستاسو ښکاره کفرد وجی نه عذاب ددنیا یا د آخرت راولی نو تاسو به ای کافرانو څوک بچ کوی (قُلْ هُوَ الرَّحْمَنُ) دا دلیل د جزا مقدر دی چه مخکښی مونږ ذکرکړه حاصل دادی چه مونږ خو د اللّه تعالٰی په رحمانیت (چه صرف هغه برکات ورکوؤنکی دی شریک ئی نیشته) باندی ایمان لرو او که چیری تکلیف راځی نوپه هغه باندی توکل کوؤ نو ځمونږ امید دی چه اللّه تعالٰی به مونږ له عذاب نه راکوی او مونږبه د تکلیفونو نه بچ کوی (وَعَلَيْهِ تَوَكَّلْنَا) په دی کښی رد شرک فی التصرف او فی العلم ته اشاره ده ځکه چه دتوکل شرعی مطلب دادی چه هر نفع او ضرر د اللّه تعالٰی دطرف نه گنړی او هغه خاوند دعلم او د حکمت گنړی بغیردشرکت نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>