تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۱۰ اَلْقَلَم
وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَهِينٍ ﴿۱۰﴾ هَمَّازٍ مَشَّاءٍ بِنَمِيمٍ ﴿۱۱﴾ مَنَّاعٍ لِلْخَيْرِ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ ﴿۱۲﴾ عُتُلٍّ بَعْدَ ذَلِكَ زَنِيمٍ ﴿۱۳﴾ أَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَبَنِينَ ﴿۱۴﴾
او مه منه خبره د هرډیر قسمونه کوؤنکی سپک ﴿۱۰﴾
طعن کوؤنکی ډیر گرځیدونکی په چغلئ سره ﴿۱۱﴾
ډیر منع کوؤنکی دخیر د حد نه تیریدونکی ډیر گنهگار ﴿۱۲﴾
بد ژبی روستو سره ددی نه بدنام هم دی ﴿۱۳﴾
ددی وجی نه چه دی خاوند د مال او ځامنو والا دی ﴿۱۴﴾
[۱۳،۱۲،۱۱،۱۰] په دی کښی هم تحذیردی د اطاعت د مخالفینونه اوپه دی کښی د هغی مخالفینو لس قبیح صفات ذکرکوی اول (حَلَّافٍ) بی ضرورته او په دروغه باندی قسم کوؤنکی - دوهم (مَهِينٍ) یعنی سپک ذلیل کارونه کوؤنکی او بی عزته په نیز د اللّه تعالٰی - دریم (هَمَّازٍ) عیب ویونکی د مؤحدینو مخامخ او پشی شا - نودلته کښی عام دی عیبت کوؤنکی بدنامی لگوؤنکی طعنونه کوؤنکی دی ټولو ته شامل دی (مَشَّاءٍ بِنَمِيمٍ) دا څلورم صفت دی یعنی داسی شخص چه یو خبره بل ته رسوی دپاره ددی چه دواړو په مینځ کښی فساد او ورانی راولی - پنځم صفت (مَنَّاعٍ لِلْخَيْرِ) خیرعام دی ددنیا و اخرت خیرته اودا رنگ مفعول د مناع ئی حذف کړی دی د تعمیم دپاره یعنی خیردنیوی او دینی او اخروی دهرچا نه منع کوی نو د ایمان اوقرآن نه ځان او اولاد او نورخلق منع کول په دی کښی داخل دی - شپږم صفت (مُعْتَدٍ) د شرع دحدود نه تجاوزکوی په عقیده او اعمالو کښی اوظلم کوؤنکی وی په خلقو باندی - اووم صفت (أَثِيمٍ) یعنی د هرسبب داسبابو د گناهونو ارتکاب کوی اوپه گناهونو دفسق او فجورکښی منهمک وی - منع دخیر گمراه کول دنورو خلقو دی او اعتداء بدعات کول او اثم فسق فجورکول دی - اتم صفت (عُتُلٍّ) سخت جگرمار، بدزبانه، ډیرخوراک څښاک کوؤنکی، چات خیټی دا ټولی معانی ابن کثیر قرطبی ذکرکړی دی (بَعْدَ ذَلِكَ زَنِيمٍ) دا نهم صفت دی - زَنِيمٍ د زنمة نه ما خوذ دی د کومی بیزی په غوږ پوری چه څه غوښه زوړنده وی نوهغه په ټولو بیزو کښی مشهوره وی او وران کاری وی او دهغه غوښی څه فائده هم نیشته نو دارنگ زنیم مشهوردی په شرسره، رذیل کارونه کوؤنکی، او بی نسبه چه پلارئی معلوم نه وی اوهغه څوک چه د مفعولیت په مرض کښی مبتلاوی دا ټولی معنی قرطبی او شربینی وغیره مفسرینو لیکلی دی -
[۱۵،۱۴] (أَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَبَنِينَ) یعنی جاهل خلق دداسی موصوف او د داسی صفات قبیحه سړی طاعت او تابعداری دهغه د مالدارئ د وجی نه کوی لیکن ته د هغه دطاعت نه ځان بچ کړه (قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ) مشرکانو قرآن ته دا نسبت کوؤ ددی وجی نه چه په قرآن کښی هم قصی دی او هغه خو رشتینی دی لیکن دوی ورته دروغژن وائي یاپه دی وجه چه قصی صرف د شغل او دوخت دتیرولو دپاره وی نو دوی هم قرآن هسی د گپ شپ او د مشغلی کتاب گنړلو یا په دی وجه چه دوی وئیل چه قرآن خو صرف دتیرشوی خلقو قصی او حالات ذکرکوی او دهغوی عذابونه او ناکاره اوصاف ذکرکوی ځمونږ په باره کښی په دی کښی هیڅ نیشته لکه چه اوس بعضی جاهلان قرآن والو باندی اعتراض کوی چه دا قرآن خود زړو مشرکانو او یهودیانو او نصاریٰ او بت پرستو په باره کښی دی نو تاسوئی په مونږ باندی ولی چسپان کوئ -