تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۱۱ اَلْقَلَم
إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِ آيَاتُنَا قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۵﴾ سَنَسِمُهُ عَلَى الْخُرْطُومِ ﴿۱۶﴾ إِنَّا بَلَوْنَاهُمْ كَمَا بَلَوْنَا أَصْحَابَ الْجَنَّةِ إِذْ أَقْسَمُوا لَيَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِينَ ﴿۱۷﴾ وَلَا يَسْتَثْنُونَ ﴿۱۸﴾
کله چه اولوستلی شی په ده باندی آیتونه ځمونږ دی وائي دا خو دروغ قصی دی د زړو خلقو ﴿۱۵﴾
زر ده داغ به اولگوؤ دده په خړتم باندی مونږه ﴿۱۶﴾
یقیناً مونږ ازمیښت کړی دی په دوی باندی لکه چه ازمیښت کړی وؤ مونږ په باغ والو باندی کله چه هغوی قسم اوکړو چه ضرور پریکوی (لوکوی) به هغه د صباپه وخت کښی ﴿۱۷﴾
او جدائي ئی نه کوله ﴿۱۸﴾
[۱۶] دا زجراو تخویف دی په دی کښی ډیراقوال دی د مفسرینو اول داچه دا په حقیقت باندی حمل دی اوپه دنیا کښی به وی اوهم داسی اوشوه چه پوزه دهغه (ولید بن مغیره) زخمی شوه په ورځ دبدر کښی اوعار او شرم ورباندی همیشه دپاره پاتی شو دوهم دا حقیقت دی په آخرت کښی به نښه وی لکه چه مخونه به ئی توروی او سترگی به ئی شنی یا خړی وی نودارنگ په پوزه به ئی داغ وی اودا علامات دی د مجرمانو په ورځ دقیامت کښی -
[۱۸،۱۷] دا مثال د تخویف دنیوی د منکرینو اوشرک کوؤنکو دپاره دی په برکات ورکولوکښی حاصل داچه لکه دغه کسانو ته اللّه تعالٰی یو نعمت ورکړی وؤ (باغ) لیکن هغوی ناشکری اوکړه نوهغه نعمت ترینه واخستلی شو او عذاب ورباندی راغی نو دارنگ دی خلقوته اللّه تعالٰی دقرآن او بعثت رسول لوی نعمت ورکړی دی او دوی ناشکری کوی نو اللّه تعالٰی به دوی باندی عذاب په دنیا کښی راولی کله او څه رنگ چه دهغه مشیت او اراده وی (إِنَّا بَلَوْنَاهُمْ) مراد دبلاء نه امتحان او ازمیښت دی چه نعمت دقرآن او بعثت د رسول دی او ددنیا نور نعمتونه امن، خوراکونه وغیره دی یا مراد دبلاء نه عذاب دی - (أَصْحَابَ الْجَنَّةِ) مشهوره داده چه دوی په یمن کښی صنعاء ښارته دوه فرسخه کښی نزدی وؤ اود عیسیٰ علیه السلام درفعی نه روستو وؤ ددوی عذاب اجمالی ذکرشو په بلونا سره کله چه په معنیٰ دعذاب سره وی او علت دعذاب ئی په ورپسی آیت (۱۸) او د (۲۱) تر (۲۵) پوری ذکرکوی (وَلَا يَسْتَثْنُونَ) مشهور قول دادی چه انشاء اللّه ئی نه وئیلو، دوهم قول دادی چه د مسکینانو حصه ئی نه جدا کوله دریم قول د ابوصالح نه نقل دی چه سبحان اللّه ئی نه وئیلو او دلیل د روستو قول په (۲۸) کښی دی (سوال) په انشاء اللّه نه وئیلوسره دداسی غټ عذاب څرنگ مستحق شول دا څه دومره غټه گناه خو نه ده؟ (جواب) بنا په قول مشهوردادی چه انشاء اللّه ئی قصداً نه وئیل دا خو د اللّه تعالٰی د صفت د مشیت او ارادی نه انکار کول دی اودا عقیده دوی لرله چه دبندگانو کارونه د اللّه تعالٰی په اراده او مشیت سره نه دی لکه چه په دی امت کښی دقدریه ډلی دا عقیده ده او دا انکار خو کفردی - دوهم جواب بناپه دوهم قول سره دادی چه حصه د مسکینانو په اصل کښی هغه مال دی چه په نوم د اللّه تعالٰی ورکیدی شی اوبله حصه د غیراللّه په نوم سره وی (چه مشرکان ئی ورکوی اوهغه ددوی په نیز منجور دبابا یانوسی دهغه بابا ته ورکیدی شی نورو مسکینانو ته نشی ورکیدی) نودی خلقو دا دوهمه حصه ورکوله او دا خو صفا شرک دی -