تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۱۲ اَلْقَلَم
فَطَافَ عَلَيْهَا طَائِفٌ مِنْ رَبِّكَ وَهُمْ نَائِمُونَ ﴿۱۹﴾ فَأَصْبَحَتْ كَالصَّرِيمِ ﴿۲۰﴾ فَتَنَادَوْا مُصْبِحِينَ ﴿۲۱﴾ أَنِ اغْدُوا عَلَى حَرْثِكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَارِمِينَ ﴿۲۲﴾ فَانْطَلَقُوا وَهُمْ يَتَخَافَتُونَ ﴿۲۳﴾ أَنْ لَا يَدْخُلَنَّهَا الْيَوْمَ عَلَيْكُمْ مِسْكِينٌ ﴿۲۴﴾ وَغَدَوْا عَلَى حَرْدٍ قَادِرِينَ ﴿۲۵﴾ فَلَمَّا رَأَوْهَا قَالُوا إِنَّا لَضَالُّونَ ﴿۲۶﴾ بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ ﴿۲۷﴾ قَالَ أَوْسَطُهُمْ أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُونَ ﴿۲۸﴾ قَالُوا سُبْحَانَ رَبِّنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۲۹﴾
نو راغی دشپی په هغی باندی د شپی راتلونکی عذاب دطرف درب د ستانه او دوی اوده وؤ ﴿۱۹﴾
نو شو هغه په شان د پری کړی شوی ﴿۲۰﴾
نو آوازونه ئی اوکړل یو بل ته دصبا په وخت کښی ﴿۲۱﴾
چه سبا وختی لاړ شئ پټی خپل ته که چیری تاسو پری کوؤنکی یئ ﴿۲۲﴾
نو روان شول او دوی پټی (غلی غلی) خبری کولی ﴿۲۳﴾
(هسی نه) چه نشی داخل دی باغ ته نن ورځ په تاسو باندی څوک مسکین ﴿۲۴﴾
او صبا وختی لاړل دوی په غصی سره ځان ئی قادر گنړلو ﴿۲۵﴾
نو هرکله چه دوی اولیدو هغه باغ اوئیل دوی یقیناً مونږ هیروؤنکی د لاری یو ﴿۲۶﴾
بلکه مونږه بی نصیبه یو ﴿۲۷﴾
اوئیل هوښیار ددوی آیا ما نه وؤ وئیلی تاسوته چه ولی پاک نه گنړئ اللّه تعالٰی (دشریک نه) ﴿۲۸﴾
دوی اوئیل پاکی ده رب ځمونږ لره یقیناً مونږ یو ظلم کوؤنکی ﴿۲۹﴾
[۲۰،۱۹] دا تفصیل دعذاب دی چه هغی ته اشاره ده په بلونا کښی په یو معنیٰ سره (طَائِفٌ) فراء او ابن جریر وئیلی دی چه دا مختص دی په هغه مصیبت او عذاب پوری چه صرف دشپی راځی (نَائِمُونَ، فَأَصْبَحَتْ) دا دواړه دلیلونه دی په دی چه عذاب د شپی راغلی وؤ (كَالصَّرِيمِ) په دی کښی دری قولونه مشهوردی اول هغه ونه چه میوی ترینه پری کړی شی یا فصل لوکړی شی دوهم شپه توره دریم ایری توری یعنی هغه باغ اوسوځیدو نو تک تور ښکاره کیدو په شان د ایرو -
[۲۲،۲۱] دا تفصیل د سبب دعذاب دی یعنی داسی طریقه اختیارول چه مسکینان خبرنه شی نو اوله خبره یوبل را جمع کول دی په آواز کولو (تنادی) سره یو بل ته او صبا وختی ئی ددی وجی نه مقرر کړو چه مسکینان به اوده وی یا په عبادت د اللّه تعالٰی کښی به مشغول وی -
[۲۴،۲۳] (يَتَخَافَتُونَ) دا د خفت نه ماخوذ دی په پټولو کښی مبالغه کولو ته وئیلی کیږی اودا طریقه داسی وه لکه چه د غلا دپاره ځی (أَنْ لَا يَدْخُلَنَّهَا) دا تفسیر دی د تخافت کولو یعنی دوی دا خبره پټه کوله یا لام اجلیه مقدر دی علت د تخافت کولو دی او دا مبالغه ده په منع د مسکین کښی یعنی مراد دادی چه مسکین له د داخلیدلو قدرت ورنه کړئ اگرچه هغه به داخلیدل غواړی -
[۲۵] (حَرْدٍ قَادِرِينَ) دا لفظ قصد کول، حاجت، منع کول، غصه کول، یوځای والی ددی ټولو معانیو احتمال لری (قَادِرِينَ) یعنی دوی ځان قادر گنړلو په منع کولو دمسکینانو د وجی د تکبرکولو نه -
[۲۷،۲۶] (قَالُوا إِنَّا لَضَالُّونَ) دا د ډیری حیرانتیا د وجی نه دوی بعید گنړله چه زمونږ باغ دی په داسی حال وی! او اووئیل ئی چه مونږ لار خطا کړی ده (بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ) یعنی روستو دسوچ او د فکرکولو نه دخپل حرمان اقرار ئی اوکړو - اوددی په مناسبت سره قرطبی حدیث د ابن مسعود رضی اللّه عنه مرفوع ذکرکړی دی چه د گناهونونه ځان ساتئ ځکه چه بنده یو گناه اوکړی نو دهغی وجی تیار رزق نه محرومه شی -
[۲۸] (أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ) دلیل دی چه دغه شخص دوی ته تبلیغ او دعوت کړیوؤ د تسبیح وئیلو اود شرک نه د ځان بچ کولو لیکن دوی دعوت اونه منلو او هغه هم ددوی نه برائت اونکړو دهغه په حصه باندی هم عذاب راغی - نو عذاب په دوی باندی په سبب د شرک کولو سره راغلو -
[۲۹] دا اعتراف ددوی دی په ظلم خپل باندی او توبه ده په داسی حال کښی چه اوس خو ورته فائده نه ورکوی - هان لیکن آئنده دپاره فائده منه ده -