تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۱۳ اَلْقَلَم

فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ يَتَلَاوَمُونَ ﴿۳۰﴾ قَالُوا يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا طَاغِينَ ﴿۳۱﴾ عَسَى رَبُّنَا أَنْ يُبْدِلَنَا خَيْرًا مِنْهَا إِنَّا إِلَى رَبِّنَا رَاغِبُونَ ﴿۳۲﴾ كَذَلِكَ الْعَذَابُ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۳۳﴾ إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۳۴﴾ أَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِينَ كَالْمُجْرِمِينَ ﴿۳۵﴾

نومخامخ شول بعضی ددوی په بعضی باندی ملامته کول ئی یوبل لره ﴿۳۰﴾
دوی اوئیل تباهی ده مونږ لره یقیناً مونږ د حد نه تیر وتونکی یو ﴿۳۱﴾
امید دی چه رب ځمونږه په بدله کښی راکړی غوره ددی نه یقیناً مونږ رب ته رغبت کوؤنکی یو ﴿۳۲﴾
داسی عذاب وی او خامخا عذاب د آخرت ډیر لوی دی که چیری دوی پوهیدل ﴿۳۳﴾
یقیناً متقیانو لره په نیز د رب ددوی جنتونه د نعمتونو دی ﴿۳۴﴾
آیا گرځوؤ به مونږ مسلمانان په شان د مجرمانو ﴿۳۵﴾

[۳۰] (يَتَلَاوَمُونَ) یعنی یوتن بل ته وئیل چه تا دا مشوره راکړی وه چه مسکینان به منع کوؤ نوبل به اوئیل چه تا امرکړی وؤ د بخل کولو نوبل به وئیل چه تا وئیلی وؤ چه د اللّه تعالٰی سره د نورو اولیاؤ بزرگانو په نوم باندی نذرانی ورکول سبب د برکاتو دی یعنی یوبل ئی ملامته کولو -
[۳۲،۳۱] فرق په مینځ د ظلم او طغیان کښی دلته دادی چه شرک کولو ته ظلم اووئیلو ځکه چه اللّه تعالٰی فرمائیلی دی (إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ) او مسکینانو منع کولو ته ئی طغیان اوویلو ځکه چه په دی کښی د حد نه تجاوز کول او ناشکری د نعمتونو د اللّه تعالٰی ده - فرق په مینځ د تبدیل او ابدال کښی دادی تبدیل تغییر د حال او د صفت د یو څیز دی سرهٔ دبقا د اصل نه او ابدال لری کول دیو څیزوی او راوړل دبل څیز وی په هغه ځای باندی (إِنَّا إِلَى رَبِّنَا رَاغِبُونَ) حسن بصری رحمه اللّه نه روایت دی چه زه نه پوهیږم چه دا کلمه ددوی ایمان راوړل او توبه کول دی اوکه نه د مشرکانو په طریقه باندی صرف په سختئ کښی اللّه تعالٰی ته رجوع کول دی دارنگ د قتاده نه هم ددوی په باره کښی توقف ثابت دی - او نور ډیر اهل علمو وئیلی دی چه دوی توبه اوکړه او ایمان ئی راوړی دی او اللّه تعالٰی ورله نور باغونه ورکړل -
[۳۳] دا متعلق دی د انابلوناهم سره یعنی عذاب د اهل مکه صرف په دنیا کښی نه دی بلکه چه توبه اونه باسی نوپه آخرت کښی هم عذاب دی - یاعام دی لکه چه اصحاب الجنة (باغ والو) لره عذاب ددنیا ورکړی شو په سبب دشرک او د منع دصدقی په نوم د اللّه تعالٰی اوبخل کول په مسکینانوباندی نو څوک چه دا عمل کوی نو دهغوی دپاره په دنیا کښی هم عذاب دی اوپه آخرت کښی هم دی په دی شرط سره چه توبه اونه باسی - قاسمی په آخر ددی قصه کښی ذکرکړی دی چه په دی سره هغه کسانو باندی هم رد دی چه زکوٰة اداکولو نه ځان په حیلو سره بچ کوی لکه چه بعضی علماؤ حیلی د اسقاط زکوٰة یا اسقاط شفعه دپاره لیکلی دی او نسبت جواز ئی احنافو علماؤ ته کوی -
[۳۴] ددی آیت نه دوهم باب دی او خلاصه ئی په ابتداء کښی ذکرکړی شوی ده روستو دتخویف نه بشارت ذکرکوی او فرق د فریقینو ذکروی -
[۳۵] په دی کښی رد دهغه چا دی چه د ایمان والو او کفر والو په عاقبت کښی فرق نه کوی - (كَالْمُجْرِمِينَ) مجرم هغه دی چه ښکاره خپل گناهونه کوی او توبه نه اوباسی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>