تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۱۴ اَلْقَلَم

مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ ﴿۳۶﴾ أَمْ لَكُمْ كِتَابٌ فِيهِ تَدْرُسُونَ ﴿۳۷﴾ إِنَّ لَكُمْ فِيهِ لَمَا تَخَيَّرُونَ ﴿۳۸﴾ أَمْ لَكُمْ أَيْمَانٌ عَلَيْنَا بَالِغَةٌ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ إِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُونَ ﴿۳۹﴾ سَلْهُمْ أَيُّهُمْ بِذَلِكَ زَعِيمٌ ﴿۴۰﴾ أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ فَلْيَأْتُوا بِشُرَكَائِهِمْ إِنْ كَانُوا صَادِقِينَ ﴿۴۱﴾ يَوْمَ يُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ ﴿۴۲﴾

څه دلیل دی ستاسو څه رنگه فیصلی کوئ ﴿۳۶﴾
آیا تاسو لره کتاب دی چه په هغی کښی لوستل کوئ ﴿۳۷﴾
یقیناً تاسو لره په هغی کښی هغه څیز دی چه تاسو ئی خوخوئ ﴿۳۸﴾
آیا تاسو لره قسمونه دی په مونږ باندی رسیدونکی ترورځ دقیامت پوری چه یقیناً ستاسو دپاره هغه ده چه تاسو کومه فیصله کوئ ﴿۳۹﴾
تپوس اوکړه ددوی نه چه کوم یو ددوی نه په دی باندی ذمه وار دی ﴿۴۰﴾
آیا دوی لره شریکان شته (د اللّه سره) پس نو دوی دی راولی دغه شریکان ددوی که چیری دوی رشتینی وی ﴿۴۱﴾
په کومه ورځ چه لری به کړی شی پرده د پنډی نه او اوبه بللی شی دوی سجدی کولو ته نو دوی به نه لری طاقت ﴿۴۲﴾

[۳۶] په دی کښی نفی د دلیل عقلی ته اشاره ده (مَا لَكُمْ) یعنی کوم دلیل عقلی دی ستاسو چه نجات باندی (كَيْفَ) زجردی په حکم بی دلیله باندی -
[۳۸،۳۷] په دی کښی نفی د دلیل نقلی ده یعنی داسی کتاب چه د اللّه تعالٰی دطرف نه وی اوپه هغی کښی دلیل وی ستاسو په شرک باندی نو داسی کتاب تاسو سره نیشته (لَمَا تَخَيَّرُونَ) نه مراد شرک کول یا عقیده د شفاعتِ شرکیه ده -
[۴۰،۳۹] دا نفی د دلیل (وعداللّه ) ده (أَيْمَانٌ عَلَيْنَا) قسمونه او عهدونه د اللّه تعالٰی دطرف نه چه په پوره کول ئی په هغه باندی واجب دی ځکه چه حرف د علٰی په وجوب باندی دلالت کوی (بَالِغَةٌ) پاخه او کلک قسمونه، په دی کښی احترازدی د لغو قسم نه - مخکښی تخیرون او دلته تحکمون ذکردی فرق دادی چه اول کښی مسلک او مذهب مراد دی یعنی شرک او کفربدعات کول اوپه دوهم کښی دهغه مسلک حکم د جواز او عدم جواز او حلال او حرم مراد دی (سَلْهُمْ أَيُّهُمْ بِذَلِكَ) په دی کښی زجردی اونفی د دلیل دکفالت ده او ذالک اشاره ده مضمون د فنجعل المسلمین کالمجرمین ته یا اشاره ده اثبات د قسمونو ته -
[۴۱] دا نفی د دلیل د تقلید ده (شُرَكَاءُ) یعنی داسی علماء او پیران وغیره چه هغوی شرک او کفر جائز کوی او دلیلونه ورسره نیشته او تاسو دهغوی تقلید کوئ بغیر ددلیل شرعی نه -
[۴۳،۴۲] دا تخویف اخروی دی روستو دبیان د عدم دلیل نه ددوی سره (عَنْ سَاقٍ) مراد د ساق د اللّه تعالٰی دی په دلیل دحدیث بخاری سره چه کتاب التوحید کښی راوړی دی چه یَکشِفُ رَبَّنَا عَن سَاقِهِ، اوپه دی کښی مذهب د سلف صالحینو ښکاره او صحیح دی چه ساق په معنیٰ حقیقی سره دی اوکیفیت د ساق مجهول دی او تاویل او تمثیل ئی باطل مسلک دی (يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ) دا دعوت د توبیخ او د ملامته کولو دپاره دی تعبُّداً نه دی او حدیث صحیح کښی راغلی دی چه دا هغه خلق به وی چه په دنیا کښی اللّه تعالٰی ته ئی سجدی او مونځونه کول په ریاکارئ او دنوم دپاره نو هغوی به قیامت کښی د سجدی اراده اوکړی لیکن شا (ملا) به ئی یو تخته شی (وَقَدْ كَانُوا يُدْعَوْنَ) سجود نه مراد سجده د اخلاص ده اللّه تعالٰی ته یا مونځ کول دی او ددعوت نه مراد اذان او اقامت دی لیکن دوی دهغی اجابت نه کوؤ یا مراد سجود نه انقیاد دی احکامو د اللّه تعالٰی او قرآن اوریدلو ته او مراد د دعوت نه عام دعوت او تبلیغ دی او دوی هغه نه دی قبول کړی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>