تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۱۵ اَلْقَلَم
خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ وَقَدْ كَانُوا يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ وَهُمْ سَالِمُونَ ﴿۴۳﴾ فَذَرْنِي وَمَنْ يُكَذِّبُ بِهَذَا الْحَدِيثِ سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۴۴﴾ وَأُمْلِي لَهُمْ إِنَّ كَيْدِي مَتِينٌ ﴿۴۵﴾ أَمْ تَسْأَلُهُمْ أَجْرًا فَهُمْ مِنْ مَغْرَمٍ مُثْقَلُونَ ﴿۴۶﴾ أَمْ عِنْدَهُمُ الْغَيْبُ فَهُمْ يَكْتُبُونَ ﴿۴۷﴾ فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوتِ إِذْ نَادَى وَهُوَ مَكْظُومٌ ﴿۴۸﴾
کوزی به وی سترگی ددوی پټ کړی به وی دوی لره ذلت او یقیناً دوی به بللی کیدلی شول سجدی ته او دوی به روغ رمټ وؤ ﴿۴۳﴾
نو پریږده ما او هغه څوک چه دروغژن گنړی دا خبری خامخا نیسو مونږ دوی په دمه دمه په داسی طریقه چه نه پوهیږی دوی ﴿۴۴﴾
او مهلت ورکوم زه دوی لره یقیناً نیول ځما پاخه دی ﴿۴۵﴾
آیا ته غواړی ددوی نه څه عوض نو دوی د وجی د تاوان نه درانه دی ﴿۴۶﴾
آیا دوی سره غیب (وحی) ده نو دوی لیکل کوی (دهغی نه) ﴿۴۷﴾
نوصبرکوه فیصلی د رب خپل پوری او مه کیږه ته په شان د مهی والا کله ئی چه اواز اوکړو او وؤ هغه دغم نه ډک ﴿۴۸﴾
[۴۵،۴۴] دا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته او ورسره تخویف دنیوی دی منکرینو ته (الْحَدِيثِ) مراد قرآن دی یا هغه مضمون چه په دی سورة کښی ذکرکړی شو (سَنَسْتَدْرِجُهُمْ) استدراج په اصل کښی نقل کول دی دیوحال نه بل حال ته په تدریج (په دمه دمه) سره او استعمالیږی په تنزل کښی یعنی د اعلٰی درجی نه ښکته درجی ته په دمه دمه منتقل کیږی (وَأُمْلِي لَهُمْ) یعنی استدراج ددوی دپاره د اکرام د وجی نه نه دی بلکه دا خو یو مهلت ورکول دی چه په هغی سره به ئی گناهونه نور هم زیات شی -
[۴۷،۴۶] په دی آیاتونو کښی رد د عذرونو د منکرینو دی یعنی دوی دا عذر نشی کولی چه مونږ تکذیب دقرآن ددی وجی نه کوؤ چه دا نبی مونږ نه ډیر اجرت غواړی یا ددی وجی نه چه مونږ له وحی د اللّه تعالٰی د طرف نه راځی نو مونږ قرآن ته حاجت نه لرو دا خبری نیشته (الْغَيْبُ) نه مراد وحی ده چه دلالت کوی په تکذیب دقرآن باندی (فَهُمْ يَكْتُبُونَ) کښی اشاره ده چه که دوی سره وحی وی نو دقرآن په مقابله کښی دی اولیکی چه مخلوق ته فرق معلوم شی -
[۴۸] دا تسلی ده نبی ﷺ لره او امردی په صبرکولو (لِحُكْمِ رَبِّكَ) حکم په معنیٰ د قضا د رب دی په طریقه د مهلت ورکولو منکرینو ته یاپه معنیٰ د امر د رب دی نبی ﷺ ته په تبلیغ او صبرسره (وَلَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوتِ) دا منع ده د تشبیه د یونس علیه السلام نه په استعجال کولو کښی چه اللّه تعالٰی ورته امر نه وؤ کړی چه ته ددی قوم نه اوزه او هغه په خپل اجتهاد سره دهغوی نه لاړو -
[۴۵،۴۴] این تسلیت به رسول اللّٰه ﷺ است و همراه آن تخویف به منکرین است (الْحَدِيثِ) مراد قرآن است یا آن مضمون است که دراین سوره ذکر شد (سَنَسْتَدْرِجُهُمْ) استدراج در اصل نقل کردن است از حالت به حالت دیگر به تدریج (آهسته آهسته) ودر تنزل استعمال میشود یعنی از درجه اعلٰی به درجه پائين آهسته آهسته منتقل میشود (وَأُمْلِي لَهُمْ) یعنی این استدراج برای ایشان از سبب اکرام نیست بلکه این یک مهلت دادن است که به همراه آن گناهای ایشان دیگر نیز زیاده شود -
[۴۷،۴۶] دراین آیت رد عذر های منکرین است که آنها این عذر نمی توانند که ما تکذیب قرآن از جهتی میکردیم که این نبی ما بسیار اجرت میخواهد یا ازاین سبب که برای ما وحی از جانب اللّٰه تعالی میاید پس ما به قرآن حاجتی نداریم و این هردو سخن نیست مراد از (الْغَيْبُ) وحی است که دلالت میکند به تکذیب قرآن در (فَهُمْ يَكْتُبُونَ) اشاره است که اگر نزد ایشان وحی باشد پس درمقابله این قرآن بنویسند که به مخلوق فرق معلوم شود -
[۴۸] این تسلیت به نبی ﷺ است و امربه صبر است (لِحُكْمِ رَبِّكَ) حکم به معنی قضا رب است به طریقه مهلت دادن به منکرین یا به معنی امر رب است به نبی ﷺ به تبلیغ و صبر (وَلَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوتِ) این منع از مشابهت به یونس علیه السلام در استعجال کردن است که اللّٰه تعالی برایش امر نکرده بود که تو از این قوم بیرون رو و او به اجتهاد خود از ایشان بیرون رفت -