تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۱۹ اَلحَاقَّة

إِنَّا لَمَّا طَغَى الْمَاءُ حَمَلْنَاكُمْ فِي الْجَارِيَةِ ﴿۱۱﴾ لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ ﴿۱۲﴾ فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ نَفْخَةٌ وَاحِدَةٌ ﴿۱۳﴾ وَحُمِلَتِ الْأَرْضُ وَالْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَاحِدَةً ﴿۱۴﴾ فَيَوْمَئِذٍ وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ﴿۱۵﴾ وَانْشَقَّتِ السَّمَاءُ فَهِيَ يَوْمَئِذٍ وَاهِيَةٌ ﴿۱۶﴾ وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ ﴿۱۷﴾ يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَى مِنْكُمْ خَافِيَةٌ ﴿۱۸﴾

یقیناً مونږ کله چه د حد نه تیرشوی اوبه سواره کړئ مونږ تاسو په روانه کشتئ کښی ﴿۱۱﴾
ددی دپاره چه اوگرځوؤ دا ستاسو دپاره نصیحت او یاد اوساتئ دی لره غوږونه یادوؤنکی ﴿۱۲﴾
نوکله چه پوکی اوکړی شی په شپیلئ کښی پوکی یو ﴿۱۳﴾
او پورته کړی شی ځمکه او غرونه نو اوبه ټکولی شی په ټکولو‌په یوځل ﴿۱۴﴾
نوپه دغه ورځ به واقع شی واقع کیدونکی آفت ﴿۱۵﴾
او اوبه چوی آسمان نو هغه به په دغه ورځ کمزوری وی ﴿۱۶﴾
او ملائک به په غاړو دهغی باندی وی او اچتوی به عرش درب ستا پورته ددوی نه په دغه ورځ اته ﴿۱۷﴾
په دغه ورځ به پیش کړی شئ تاسو نه پټیږی ستاسو نه هیڅ پټیدونکی ﴿۱۸﴾

[۱۲،۱۱] دا پنځمه نمونه دعذاب دنیوی ده او اشاره ده عذاب د قوم نوح علیه السلام ته (طَغَى الْمَاءُ) د حد د عامو اوبو نه ورتیری شوی د قابو کولو د ملائکونه تردی پوری چه غرونه په کښی پټ شول - (تَذْكِرَةً) په روستنو کشتو سره کشتئ د نوح علیه السلام یادیږی یاپه دغه واقعی سره مسئله د توحید یادیږی او دارنگ په دی سره عذاب د منکرینو او نجات دمؤمنانو یادیږی (وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ) دا دلیل دی چه ضمیر د ها په مخکښی جمله کښی هم واقعی او قصی ته راجع دی ځکه چه وعی صفت د کشتئ نشی کیدی -
[۱۳] تراوسه هیبت او عظمت دقیامت ذکرشو اوس کیفیات او احوال ذکرکوی چه دری قسمه دی - اول قسم حالات دفنا دی او هغه اووه ذکرکوی تر (۱۷) نیم آیت پوری -
[۱۴] په دی کښی دوه حالتونه د دوؤ څیزونو (ځمکه اوغرونه) ذکرکوی (دَكَّةً) ماتلولو او ټکولو ته وئیلی کیږی او دارنگ هموارولو ته هم وئیلی کیږی یعنی اول به اوټکولی شی بیابه د یوبل سره هموار کړی شی نو ټول به یو میدان ښکاری -
[۱۵] په دی آیت کښی څلورم حال دی او نوم دقیامت ئی په الواقعه سره ایخی دی لکه چه سورة الواقعة کښی تیرشوی دی -
[۱۶] په دی کښی پنځم او شپږم حال ذکردی - انشقاق د آسمان، او وَهْیَ د هغی، انشقاق نه مراد دهغی ټکړی کیدل او شلیدل دی -
[۱۷] په دی کښی اووم حال ذکردی چه ملائک به په غاړو د آسمان باندی وی هغه غاړی چه روغی وی - او مَلَکُ اسم جنس مراد ترینه ټول ملائک سماویه دی (وَيَحْمِلُ عَرْشَ) ددی ځای نه دوهم قسم حالات شروع شو او هغه دری دی اول دادی (فَوْقَهُمْ) دا صریح نص دی چه عرش د اللّه تعالٰی پورته دی (يَوْمَئِذٍ) د احادیثو د ظاهری الفاظو نه معلومیږی چه اوس هم دملائکو (حملة القرش) دا عدد دی اوپه دغه ورځ به هم وی (ثَمَانِيَةٌ) اته اشخاص دی او داد احادیث مرفوعه صحیحه نه معلومیږی او حدیث د ابوداؤد کښی راغلی دی چه د حملة العرش د ملائکونه دیو ملک صفت دادی چه د نرمی دغوږ نه تر اوگی پوری د اوو سوؤ کلونو مسافت دی -
[۱۸] په دی کی دوه حالتونه ذکرکوی یوعرض اوبل عدم خفاء (تُعْرَضُونَ) دا عرض دپاره د حساب دی یعنی هیڅ نفس او هیڅ عمل د انسانانو به نشی پټیدلی بلکه دحساب دپاره به په ډاگه شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>