تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۲۰ اَلحَاقَّة
فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَءُوا كِتَابِيَهْ ﴿۱۹﴾ إِنِّي ظَنَنْتُ أَنِّي مُلَاقٍ حِسَابِيَهْ ﴿۲۰﴾ فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ ﴿۲۱﴾ فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ﴿۲۲﴾ قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ ﴿۲۳﴾ كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ ﴿۲۴﴾ وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيَهْ ﴿۲۵﴾ وَلَمْ أَدْرِ مَا حِسَابِيَهْ ﴿۲۶﴾ يَا لَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ ﴿۲۷﴾ مَا أَغْنَى عَنِّي مَالِيَهْ ﴿۲۸﴾ هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيَهْ ﴿۲۹﴾ خُذُوهُ فَغُلُّوهُ ﴿۳۰﴾
نو هغه څوک چه ورکړی شی عملنامه د هغه په ښی لاس دهغه کښی نو وائي به واخلئ او لولئ عملنامه ځما ﴿۱۹﴾
یقیناً ما عقیده لره چه زه به مخامخ کیږم د خپل حساب سره ﴿۲۰﴾
نو هغه به په ژوند خوشحاله کښی وی ﴿۲۱﴾
په جنت اوچت کښی ﴿۲۲﴾
چه غونچکونه د هغی نزدی دی ﴿۲۳﴾
خورئ او څښئ په خوشحالئ سره په سبب دعملونو چه لیږلی دی تاسو په ورځوؤ تیرو شوؤ کښی ﴿۲۴﴾
او هغه څوک چه ورکړی شی عملنامه دهغه په گس (کینړ) لاس دهغه کښی نو وائي به هائی ارمان چه نه وی راکړی شوی عملنامه ځما ﴿۲۵﴾
او نه پوهیدلی چه څه به وی حساب ځما ﴿۲۶﴾
هائی ارمان چه دا مرگ وی ختموؤنکی ما لره ﴿۲۷﴾
هیڅ فائده رانکړه ما لره مال ځما ﴿۲۸﴾
برباده شوه ځما نه زورآوری ځما ﴿۲۹﴾
اونیسئ دی نو سټ ته ئی طوق واچوئ ﴿۳۰﴾
[۱۹] ددی آیت نه دریم قسم احوال دقیامت شروع دی چه هغه تقسیم دصحفو دی او تقسیم دخلقو دی دوه قسمونو ته اول قسم اصحاب الیمین او ددوی لس حالات (دبشارت) ذکرکوی (هَاؤُمُ) مجموعه یوه کلمه ده چه عرب ئی د خوشحالئ په وخت کښی ذکرکوی -
[۲۰] دا سبب دی دنجات اود خوشحالئ - یعنی عقیده دبعث بعدالموت او ویره دحساب نه سبب د نجات دی (ظَنَنْتُ) ظن په معنیٰ دیقین دی -
[۲۱] (رَاضِيَةٍ) خوشحالی دهغه ژوند په حدیث صحیح کښی ذکرده چه دوی باندی به مرگ او مرض سختی او غم او بوډاوالی نه راځی -
[۲۳،۲۲] (دَانِيَةٌ) په هرحالت کښی به نزدی وی ملاست او ناست او اولاړ او تکیه وهونکی ټولو ته شامل به برابر وی لکه په سورة رحمٰن (۵۴) کښی دی -
[۲۴] (بِمَا أَسْلَفْتُمْ) حاصل دادی چه حقیقی سبب خو رحمت د اللّه تعالٰی دی او عمل سبب ظاهری دی -
[۲۷،۲۶،۲۵] دا تخویف دی په ذکر د احوالو د اصحاب الشمال په لس طریقو سره اوپه دی کښی دری افسوسونه ارمانونه ذکرکوی ځکه چه هغه به دده د ناکاره عملونو نه ډکه وی نو دا افسوس په حقیقت کښی په هغه ناکاره عملونو کولو باندی دی - دوهم افسوس په ښکاره کیدلو د عاقبت د عملونو دی چه هغی ته حساب وئیلی شوی دی او دریم افسوس په باره د دوباره ژوندی کیدلو کښی دی -
[۲۹،۲۸] د احال د مالدار او اقتداروالا دی چه مال او اقتدار دواړو ورله هیڅ فائده ورنکړه (سُلْطَانِيَهْ) بادشاهی او غلبه په غریبانو باندی په دنیا کښی یا مراد ددی نه حجتونه او دلیلونه دشرک او بدعاتو دی چه په هغی باندی اهل باطل په دنیا کښی دهوکه شوی دی -
[۳۲،۳۱،۳۰] په دی کښی ذکر دعذاب د باطل پرستو دی په ډیر اهانت او تذلیل سره (سَبْعُونَ ذِرَاعًا) اندازه د ذراع اللّه تعالٰی ته معلومه ده اوسبعون هم د زیاتوالی دپاره استعمالیږی صرف اویا مراد نه دی په دلیل دحدیث ترمذی او د احمد (چه حسن حدیث دی) چه یوه ټکړه د تانبی به د آسمان نه ځمکی ته را اوغورځولی شی نو دشپی نه مخکښی به ځمکی ته اورسیږی حال دادی چه دا مسافت د پنځه سوه کالو دی او دابه د دغه زنځیر دیو سرنه ور پریخودلی شی نو څلويښت کاله به مزل اوکړی او حال داچه د زنځیر بل سرته به نه وی رسیدلی -