تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۲۱ اَلحَاقَّة

ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ ﴿۳۱﴾ ثُمَّ فِي سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُونَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوهُ ﴿۳۲﴾ إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ ﴿۳۳﴾ وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ ﴿۳۴﴾ فَلَيْسَ لَهُ الْيَوْمَ هَاهُنَا حَمِيمٌ ﴿۳۵﴾ وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنْ غِسْلِينٍ ﴿۳۶﴾ لَا يَأْكُلُهُ إِلَّا الْخَاطِئُونَ ﴿۳۷﴾ فَلَا أُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُونَ ﴿۳۸﴾

بیا په جهنم کښی ورننه باسئ دی ﴿۳۱﴾
بیا په هغه زنځیر کښی چه اوږدوالی دهغه اویا گزه دی اویزان کړئ دهٔ لره ﴿۳۲﴾
یقیناً‌ ده نه لرلو ایمان په اللّه تعالٰی لوی شان والا باندی ﴿۳۳﴾
اونه ئی ورکوله تیزی په خوراک دمسکین باندی ﴿۳۴﴾
نو نیشته ده لره نن دلته کښی مخلص دوست ﴿۳۵﴾
او نه خوراک مگر د زخمونو د وینو زوؤ نه ﴿۳۶﴾
نه به خوری هغه مگر ډیر گنهگاران ﴿۳۷﴾
نو داسی نه ده، قسم کوؤم په هغه څه تاسو ئی وینئ ﴿۳۸﴾

[۳۴،۳۳] په دی کښی دوه علتونه دعذاب ذکرکوی اول علت حق د اللّه تعالٰی ضائع کول دی په کفر او شرک سره که هرقسم شرک وی اوپه لفظ العظیم (په صفت د اللّه تعالٰی کښی) سره اشاره ده چه جرم د کافر ډیر غټ دی ځکه چه د العظیم ذات په حق کښی نقصان کوی او دوهم حق دبندگانو (مسکینانو) بربادول دی او دا وصف د کافرانو دی چه هغوی په مسکینانو پوری مسخری کوی لکه سورة یٰس (۴۷) کښی دارنگ حق د مسکین هغه مال دی چه په نوم د اللّه تعالٰی ورکړی شی او نوم دغیراللّه په کښی شریک نه وی او مشرک په داسی طعام باندی تیزی نه ورکوی بلکه هغه په نذر د غیراللّه اوپه طعام د رسمونو او بدعاتو باندی تیزی ورکوی -
[۳۷،۳۶،۳۵] دا تفریع ده په علتونو سابقوباندی یعنی ضائع کول د حقوقو د اللّه تعالٰی او د عبادو سبب دی د یواځی والی چه هیڅ دوست به ئی پاتی نشی او سبب دی د انقطاع د روزئ (حَمِيمٌ) هغه دوست قریب چه په وخت د تکلیف د دوست کښی په هغه باندی گرمی د غم راځی - (سوال) په سورة غاشیه (۶) کښی حصرد طعام ددوی په ضریع کښی ذکرکړی دی او دلته ئی حصر په غسلین کښی کړی دی؟ (جواب) اول دادی چه ضریع افرادو د غسلین نه دی لکه چه قرطبی یو احتمال ذکرکړی دی دوهم دا چه دا‌ په اعتبار د اقسامو د مجرمانو سره جدا جدا حصر کړی دی - دریم دا چه دا په اعتبار د مختلف اوقاتو سره دی (الْخَاطِئُونَ) دا د خطیة ماخوذ دی گناه ته وئیلی شی دخطا نه ماخوذ نه دی -
[۳۹،۳۸] ما تبصرون او مالاتبصرون ټولو مشاهداتو او مغیباتو ته شامل دی که امور دنیوی دی او که اخروی اوکه محسوسات دی اوکه معقولات دی او که اجسام دی او که ارواح بشردی او که جن وغیره دی - او مناسبت ددی قسم د جواب قسم سره په څو وجوهو سره دی - اوله وجه داچه دا ټول کائنات ظاهری او معنوی دقرآن په صدق باندی دلالت کوی چه دا کلام د اللّه تعالٰی دی دوهمه وجه دا چه قرآن کښی ذکردی د دواړه قسمه څیزونو، محسوسات او مغیبات او دهغی احکام ئی بیان کړی دی چه دا کار شاعراو کاهن نشی کولی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>