تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۲۸ المعارج
وَالَّذِينَ هُمْ بِشَهَادَاتِهِمْ قَائِمُونَ ﴿۳۳﴾ وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ﴿۳۴﴾ أُولَئِكَ فِي جَنَّاتٍ مُكْرَمُونَ ﴿۳۵﴾ فَمَالِ الَّذِينَ كَفَرُوا قِبَلَكَ مُهْطِعِينَ ﴿۳۶﴾ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ عِزِينَ ﴿۳۷﴾
او هغه کسان چه دوی په شهادتونو (گواهو) خپلو باندی کلک ولاړ دی ﴿۳۳﴾
او هغه کسان چه دوی په مونځونو خپلو باندی ساتنه کوؤنکی دی ﴿۳۴﴾
دغه کسان به په جنتونو کښی عزتمند وی ﴿۳۵﴾
نو څه وجه ده هغه کسانو لره چه کافران دی چه ستا طرف ته رازغلی ﴿۳۶﴾
د ښی طرف او گس (چپ) طرف نه ډلی ډلی دی ﴿۳۷﴾
[۳۳] شهادات جمع ده نو شامل دی شهادت د توحید او د رسالت ته او دارنگ گواهی په حقوقو د بندگانو کښی صحیح ادا کوی چه دخپل او پردی وغیره رعایت په کښی نه کوی او کمی زیاتی په کښی نه کوی او کتمان دهغی نه کوی -
[۳۴] د حفاظت د مونځ نه مراد دادی چه دهغی د ټولو شرطونو او ارکانو په شرعی طریقی سره ادائیږی اوکړی اودس پوره کول سنن اداب واجبات پوره ادا کول او د مفسداتو مکروهاتو نه مونځ بچ ساتل دا ټول په کښی داخل دی ددی صفتونو په اول او آخر دواړو کښی ذکر د صلوٰة اوکړی شو اشاره ده چه په ایمان پسی ډیراهم کار صلوٰة دی -
[۳۵] دا بشارت دی په سبب دغه صفتونو سره - دا کرامت حقیقیه دی چه روستو د مرگ نه ملاویږی لکه سورة یٰس (۲۷) کښی -
[۳۷،۳۶] په دی کښی زجردی منکرینو ته روستو د حال د مؤمنینو نه په ذکر د پنځه حالتونو د هغوی سره - (مُهْطِعِينَ) منډی وهونکی، نیغ نیغ نظر کوؤنکی تاته، قصد کوؤنکی، مخ اړوونکی ستانه دا ټولی معانی دلته صحیح دی (عِزِينَ) ډلی ډلی کیدونکی، یعنی په اراده د استماع اوپه توجه سره نه کینی بلکه په اراده د استهزاء او مسخری کولوسره کینی - په توجه سره کیناستل داسی وی چه په صفونو سره کینی لکه چه په حدیث مسلم کښی راغلی دی چه صحابه کرام یو کرت ډلی ډلی ناست وؤ نو نبی ﷺ ورته زورنه اوکړه اوفرمائیل ئی مَالِیَ اَرَکُم عِزِیْنَ، اوپه صفونو باندی ولی نه کینئ په شان دصفونو دملائکو او حلقه که جوړوئ نو هم معلم (استاد) ته مخامخ چاپیره به ناست وی لکه چه دا طریقه د صحابه کرامو وه په وخت ددرس د هغوی کښی - اوچه مخی ته نه کینی یو اړخ بل اړخ ته کینی نو دا استهزاء ده په داسی طریقی سره عملی فائده نه حاصلیږی -