تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۲۹ المعارج
أَيَطْمَعُ كُلُّ امْرِئٍ مِنْهُمْ أَنْ يُدْخَلَ جَنَّةَ نَعِيمٍ ﴿۳۸﴾ كَلَّا إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ مِمَّا يَعْلَمُونَ ﴿۳۹﴾ فَلَا أُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشَارِقِ وَالْمَغَارِبِ إِنَّا لَقَادِرُونَ ﴿۴۰﴾ عَلَى أَنْ نُبَدِّلَ خَيْرًا مِنْهُمْ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ ﴿۴۱﴾ فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا وَيَلْعَبُوا حَتَّى يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي يُوعَدُونَ ﴿۴۲﴾ يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَى نُصُبٍ يُوفِضُونَ ﴿۴۳﴾ خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ذَلِكَ الْيَوْمُ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ ﴿۴۴﴾
آیا طمع کوی هرسړی ددوی نه دا چه داخل به کړی شی جنت د نعمتونو ته ﴿۳۸﴾
هیچ چیری داسی نشی کیدی یقیناً مونږ پیدا کړی دی دوی دهغه څیزنه چه دوی ئی پیژنی ﴿۳۹﴾
نوداسی نه ده قسم کوؤم په رب د مشرقونو او مغربونو باندی یقیناً مونږ خامخا قدرت والا یو ﴿۴۰﴾
په دی خبره چه بدل کښی راولو غوره ددوی نه او نه یو مونږ کمزوری ﴿۴۱﴾
نو پریږده دوی چه عبثی خبری کوی او لوبی کوی تردی پوری چه مخامخ به شی دهغه ورځ سره چه دوی سره ئی وعده کیدی شی ﴿۴۲﴾
په هغه ورځ چه دوی به را اوځی د قبرونو نه په تادئ سره گویا که دوی خپلو معبودانو ته ورزغلی ﴿۴۳﴾
کوزی به وی سترگی ددوی پټوی به دوی لره (رسوائی) دا ورځ ده هغه چه دوی سره ئی وعده کیدی شوه ﴿۴۴﴾
[۳۹،۳۸] طمع دیته وائي چه یو څیز غواړی او هیڅ اسباب ورسره نه وی یا اسباب سره وی لیکن هغی ته اعتبار نه ورکوی اوله طریقه د جنت په باره کښی د مشرکانو ده او دوهمه طریقه د ایمان والو ده لکه چه په سورة مائده (۸۴) کښی ذکر ده (إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ) یعنی دا قول ددوی دلالت کوی چه دوی د ډیر زور دعویٰ کوی لیکن ددوی هیڅ زور نیشته ددوی ماده د خلقت چه نطفه ده هغه کمزوری ده اوپه دی خلقت کښی دوی د نورو انسانانو سره برابر دی نوولی لوئي کوی -
[۴۱،۴۰] (الْمَشَارِقِ وَالْمَغَارِبِ) د نمراو سپوږمئ او د هرستوری دپاره جدا جدا مشرق او مغرب دی یا دنمر او دسپوږمئ دپاره په خپلو منزلونو کښی مشرق او مغرب دی ددی وجی نه جمع ئی ذکرکړی ده (خَيْرًا مِنْهُمْ) غوره په بدنونو کښی، نواشاره ده بعث بعدالموت ته یعنی اللّه تعالٰی قادر دی ددوینه غیر چه نوی او غټ بدنونه جوړ کړی نو ددوی په دوباره ژوند باندی هم قدرت لری - یا تبدیلی په اعتبار د غوره وصف سره ده یعنی ددی کافرانو په ځای به طاعت کوؤنکی پیدا کړی لکه چه سورة محمد (۳۸) کښی ذکردی نو دهغه منکرینو په ځای ئی صحابه او تابعین پیدا کړل اوهرکله چه بدنونه د انسانانو ډیر دی اوهریولره فنا کولی شی (لکه دغروب په شان) او هریو لره پیدا کولی شی (لکه دطلوع په شان) نوددی وجی نه دلته ئی مشارق او مغارب جمع ذکرکړل -
[۴۲] په دی کښی تسلی ده نبی ﷺ ته او د تخویف دپاره پنځه احوال دقیامت ذکرکوی (يَخُوضُوا) په دین اسلام (توحید، رسالت او صحابه کرامو) باندی اعتراضونه کول او اهل حق باندی طعنونه کول خوض دی (وَيَلْعَبُوا) ددنیا په محبت کښی مشغول کیدل لعب دی -
[۴۳] (نُصُبٍ) هغه معبودان دی چه سیوا د اللّه تعالٰی نه چه دوی به صبا وختی هغوی طرف ته منډی وهلی چه کوم یو به ورباندی اول لاس کیدی او سجده به ورته اولگوی، په دی کار کښی به دوی یوبل نه مخکښی کیدل او دابه ئی برکت گنړلو اونصب په زور د نون سره اودرولی شوی نښی ته وئیلی شی -
[۴۴] دائی قبیح حال ددوی ذکرکړی دی (تَرْهَقُهُمْ) په ارهاق کښی معنیٰ د احاطی کولو ده د سره د تنگسیا نه - او دا حالت د ذلت ددوی دی په مقابله د حالت د دنیا کښی چه دوی به ځان عزمتند گنړلو او دهغی وجی نه ئی د قرآن کریم نه مخ اړولو -