تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۳۹ اَلْجِنّ

وَأَنَّا لَا نَدْرِي أَشَرٌّ أُرِيدَ بِمَنْ فِي الْأَرْضِ أَمْ أَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًا ﴿۱۰﴾ وَأَنَّا مِنَّا الصَّالِحُونَ وَمِنَّا دُونَ ذَلِكَ كُنَّا طَرَائِقَ قِدَدًا ﴿۱۱﴾ وَأَنَّا ظَنَنَّا أَنْ لَنْ نُعْجِزَ اللَّهَ فِي الْأَرْضِ وَلَنْ نُعْجِزَهُ هَرَبًا ﴿۱۲﴾

اویقیناً‌ مونږنه پوهیدلو آیا د بدئ اراده کړی شوی ده چه هغه چاچه په ځمکه کښی دی یا اراده کړی ده په دوی رب ددوی په حق راوستلو (دهدایت) ﴿۱۰﴾
او یقیناً بعضی ځمونږ نه نیکان دی او بعضی ددی نه سیوا دی وؤ مونږه ډلی مختلفو لارو والا ﴿۱۱﴾
اویقیناً‌ راغی مونږ ته چه هیچ چیری نه شو عاجز کولی اللّه تعالٰی لره په ځمکه کښی او نه شو عاجز کولی هغه لره په تیخته سره ﴿۱۲﴾

[۱۰] شرنه مراد عذاب دی او رشداً نه مراد رسول رالیږل دی یعنی د آسمانونو جنات منع کولو کښی یو ددی دوه خبرونه وه یا دشر نه مراد کفرکول دی د خلقو او رشد نه مراد ایمان راوړل دی یعنی په رالیږلو د رسول کښی کفرکول دی دمنکرینو یا ایمان راوړل دی د مؤمنانو - (لَا نَدْرِي) دلیل دی چه جنات په غیبوباندی نه پوهیږی -
[۱۱] دا هم بیان د حال د پیریانو دی وړاندی دقرآن آوریدلو نه یعنی دوی ټول کافران نه وؤ بلکه د انسانانو په شان په دوی کښی هم ډیری ډلی وی څوک مسلمانان څوک یهودیان څوک نصاریٰ څوک مجوسیان، او حسن بصری نه نقل دی چه په دوی کښی قدریه، مرجئه، خوارج، روافض، شیعه گان، سنیان وغیره ټول شته (وَمِنَّا دُونَ ذَلِكَ) صالحون نه مراد مؤمنان او دُونَ نه مراد کافران مشرکان دی یا صَّالِحُونَ، نه مراد مؤمنان او دُونَ نه مراد فاسقان دی -
[۱۲] دا حال ددی روستو د استماع د قرآن نه دی یا ذکر دحال د مؤمنانو دهغوی دی مخکښی د آوریدلو د قرآن نه ځکه چه بعضو ددوی ایمان په تورات باندی راوړی وو لکه چه سورة احقاف (۳۰) کښی تیرشوی دی (ظَنَنَّا) لفظ‌ د ظن مشترک دی کله د شک په معنیٰ وی کله د گمان په معنیٰ سره وی او کله دعلم او یقین په معنیٰ سره وی دلته روستنئ معنیٰ مراد ده یعنی په دلیلونو او فکرکولو سره یا د تورات په آیاتونو باندی د ایمان د وجی سره یا دقرآن په آوریدلو سره مونږ ته یقین حاصل شوی دی چه مونږ عاجز یو ا وقادر صرف اللّه تعالٰی دی (هَرَبًا) نه مراد تیخته کول دی آسمان ته نود فِي الْأَرْضِ سره به ئی مقابله صحیح شی یاد فی الارض نه مراد په ځای باندی اوسیدل دی او د هرب نه مراد په ځمکه کښی منډی وهل دی نو مقابله صحیح ده یعنی په هیڅ حالت کښی د اللّه تعالٰی دقدرت نه نشی بهر کیدلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>