تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۳۸ اَلْجِنّ

وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِنَ الْإِنْسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا ﴿۶﴾ وَأَنَّهُمْ ظَنُّوا كَمَا ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ يَبْعَثَ اللَّهُ أَحَدًا ﴿۷﴾ وَأَنَّا لَمَسْنَا السَّمَاءَ فَوَجَدْنَاهَا مُلِئَتْ حَرَسًا شَدِيدًا وَشُهُبًا ﴿۸﴾ وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ فَمَنْ يَسْتَمِعِ الْآنَ يَجِدْ لَهُ شِهَابًا رَصَدًا ﴿۹﴾

او یقیناً‌ وؤ سړی د انسانانو نه چه پناهی ئی غوښتله په سړو د پیریانونه نو زیاتی کړه دوی هغوی لره سرکشی ﴿۶﴾
اویقیناً دوی گمان کوؤ لکه چه گمان کوئ تاسو چه هیچ چیری به دوباره ژوندی نه کړی اللّه تعالٰی هیچ چا لره ﴿۷﴾
اویقیناً‌ اولټول مونږ خبرونه د آسمان نو اموندلو مونږ هغه چه ډک کړی شوی وؤ د څوکیدارانو سختو نه او شغلونه ﴿۸﴾
اویقیناً‌ مونږه وؤ چه کیناستلو به دهغی نه د ناستی په ځایونو کښی دپاره د غوږ سارنی نوچاچه غوږ سارنه اوکړه اوس اوبه مومی ځان لره شغله تیاره ﴿۹﴾

[۶] په دی کښی رد دی په شرک فی الاستعاذه باندی چه د اسبب د (رهق) دی - یعنی په جاهلیت کښی به بعضو انسانانو په صحراء‌ کښی سفر کوؤ نو پیریانو به په دوی باندی لوبی کولی او ویره ول به ئی (ځکه چه ددوی سره ذکر د اللّه تعالٰی او صحیح دین او کتاب اللّه نه وؤ اودا دفع کوؤنکی د جنَّاتو دی) نو ددوی عقیده وه چه د هر صحرا یو ذمه دار (پیری) دی او هغه مسافرو ته پناهی او امن ورکولی شی نودوی به وئیل (اعُوُذُ بِسَیِّدِ هٰذَا اَلوَادِیْ مِنْ سُفَهَآءِ قَوْمِهِ) نو هغه مشربه کشرانو لره دهغه انسان د ضرر ورکولو نه منع کړلو نوده په امن سره شپه تیره کړله اوکله به دغه پیری دوی ته صحیح لار خودله او ورک شوی څیزونه به ئی ورته واپس کول نودانسانانو عقیده پخه شوه چه دغه جن متصرف او اختیارمند دی نودهغه په نوم باندی به ئی نذرانی هم ورکولی -
[۷] دا هم قول دجناتو دی (أَنْ لَنْ يَبْعَثَ اللَّهُ أَحَدًا) مراد ددی نه بعث بعدالموت دی یا مراد ددی نه بعثت د رسول دی یعنی د بعث بعدالموت او د بعث درسول نه دواړه ډلی په خپل گمان سره منکر دی لیکن په قرآن آوریدلو سره معلومه شوه چه دا ظن ددواړو باطل دی -
[۹،۸] دا هم اقوال دپیریانو دی دری جملی دی په اوله کښی ذکر دحال دی په وخت د نزول دقرآن کښی او په دوهمه کښی حال ددوی دی مخکښی دنزول دقرآن نه او دریمه جمله متعلق ده د اولی جملی سره - (مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ) یعنی مخکښی د نزول دقرآن نه سرکش پیریان به د ملائکو دخبرو د آوریدلو دپاره په اسمان کښی یا د آسمان دلاندی په ډیرو ځایونو کښی کیناستل او د ملائکو به ئی د راتلونکی وخت څه خبری آوریدلی (دباران طوفان زلزلی وغیره په باره کښی) او نور به ئی ورسره د ځان نه دروغ جوړ کړل او هغه به ئی به په ځمکه کښی د کاهنانو غوږونو ته رارسول نوخلقو به گمان کوؤ چه دا کاهنان په غیبو باندی پوهیږی - لیکن دقرآن د نزول په وخت کښی په ذریعه د ملائکو (څوکیدارانو) سره د قرآن حفاظت اوکړی شو دپاره ددی چه دقرآن کریم په صدق کښی التباس رانشی -
فائده: اهل علمو اختلاف دی چه مخکښی د نزول دقرآن نه څوکیداران د شیاطینو ویشتلو دپاره وؤ اوکه نه وؤ یوقول دادی چه بالکل نه وؤ لیکن غوره قول دادی چه مخکښی هم داسی حال وؤ لیکن لږ وؤ په وخت دنزول د قرآن کښی ډیر شول لکه چه لفظ‌ د مُلِئَتْ په دی باندی دلالت کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>