تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۳۷ اَلْجِنّ

يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا ﴿۲﴾ وَأَنَّهُ تَعَالَى جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَلَا وَلَدًا ﴿۳﴾ وَأَنَّهُ كَانَ يَقُولُ سَفِيهُنَا عَلَى اللَّهِ شَطَطًا ﴿۴﴾ وَأَنَّا ظَنَنَّا أَنْ لَنْ تَقُولَ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا ﴿۵﴾

هدایت کوی حق ته نوایمان راوړی دی مونږ په دی (قرآن) باندی او هیچ چیری به شریک نه جوړوؤ د رب خپل سره هیڅ څوک ﴿۲﴾
او یقیناً‌ اوچت دی شان د رب ځمونږ نه ئی ده نیولی ملگری او نه بچی ﴿۳﴾
او یقیناً وؤ چه وئیل به ئی کم عقلو ځمونږ نه په اللّه تعالٰی باندی نا حقی خبری ﴿۴﴾
اویقیناً مونږ گمان کوؤ چه هیچ چیری به اونه وائي انسانان او پیریان په اللّه تعالٰی باندی دروغ ﴿۵﴾

[۲] دا تفسیر د عَجَبًا دی یعنی عجیبه والی د دروغو او گمراهئ د وجی نه نه دی لکه چه مشرکینو گمان کړی دی بلکه دهدایت او د ارشاد د وجی نه دی (وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا) اشاره ده چه دا جنات ددی نه مخکښی مشرکان وؤ په شرک فی الربوبیة (اطاعة ابلیس) او شرک فی الالوهیة سره - اودا دلیل دی چه دقرآن کریم د هدایت خلاصه رد دشرکیاتو دی او څوک چه قرآن لولی لفظاً او معنًی اوبیا هم شرک کښی مبتلاء وی نو معلومیږی چه دوی دقرآن په مقصد باندی نه پوهیږی -
[۳] (جَدُّ رَبِّنَا) جد په معنیٰ د عظمت او غِنا او قدرت او نعمتونه او بادشاهئ ټولو سره دلته صحیح دی (مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَلَا وَلَدًا) دا رجوع د جناتو ده د مخکښی باطلو عقیدو نه ځکه د بعضی جناتو عقیده وه چه اللّه تعالٰی د سردارانو دپیریانو د لونړو سره نکاح کړی دی لکه چه بعضی مفسرینو په تفسیرد سورة صافات (۱۵۸) کښی لیکلی دی او بعضو عقیده ساتله چه د اللّه تعالٰی دپاره ولد شته په ولد حقیقی او ولد حکمی سره -
[۴] (سَفِيهُنَا) مراد ددی نه هر هغه کافر او مشرک دی چه اللّه تعالٰی لره شریک او ولد او صاحبه گنړی اونور خلقو ته ددی دعوت ورکوی (شَطَطًا) په اصل کښی بُعد (لری والی) ته وئیلی کیږی نو کومه خبره چه دصدق او عدل نه لری وی هغی ته شطط وئیلی کیږی نوعدوان او دروغ او ظلم د حد نه تیریدلو ته شامل دی لکه چه سورة کهف (۱۴) کښی دی او مراد شطط نه په دی ځای کښی نسبت د شریک او ولد او صاحبه دی اللّه تعالٰی ته - اودا آیت دلالت کوی چه دقرآن کریم په علم سره د مخلوق حقیقت معلومیږی چه سفیه دی اوکه رشید دی -
[۵] داهم دلیل دی چه بغیرد علم دقرآن نه انسان ته هرڅوک حق پرست او رشتینی ښکاره کیږی او د حق او باطل تمیز نه شی کولی او دا مرتبه د تقلید جامد ده (كَذِبًا) نسبت د شریک او ولد او صاحبه وغیره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>