تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۴۱ اَلْجِنّ

وَأَنَّهُ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللَّهِ يَدْعُوهُ كَادُوا يَكُونُونَ عَلَيْهِ لِبَدًا ﴿۱۹﴾ قُلْ إِنَّمَا أَدْعُو رَبِّي وَلَا أُشْرِكُ بِهِ أَحَدًا ﴿۲۰﴾ قُلْ إِنِّي لَا أَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا رَشَدًا ﴿۲۱﴾ قُلْ إِنِّي لَنْ يُجِيرَنِي مِنَ اللَّهِ أَحَدٌ وَلَنْ أَجِدَ مِنْ دُونِهِ مُلْتَحَدًا ﴿۲۲﴾

(اودا وحی ده) چه هرکله اودریدلو بنده د اللّه تعالٰی چه بلنه ئی کوله د هغه نو نزدی وی خلق چه شی په هغه باندی را پنډ ﴿۱۹﴾
ته اوایه یقیناً زه بلنه کوم د رب ځما او نه شریکوؤم دهغه سره هیڅ څوک ﴿۲۰﴾
ته اوایه یقیناً‌ زه نه لرم اختیار تاسو لره د هیڅ ضرر او نه د فائدی ﴿۲۱﴾
ته اوایه یقیناً‌ زه هیچ چیری پناهی نشی راکولی مالره د اللّه تعالٰی نه هیڅ څوک او هیچ چیری اوبه نه مومم سیوا د هغه نه ځای دپناهئ ﴿۲۲﴾

[۱۹] ددی آیت په تفسیر کښی د مفسرینو مختلف اقوال دی - اول قول دا څلورمه وحی ده معطوف دی په اول د سورة باندی او عبد اللّه نه مراد محمد ﷺ دی (يَدْعُوهُ) په معنیٰ دعبادت دی یعنی مونځ کول او قرآن لوستل مراد دی (كَادُوا) مراد ددی نه حالت دپیریانو دی چه په نبی ﷺ باندی دقرآن لوستلو یا دمونځ کولو په وخت په گنړه سره را پنډ کیدل دپاره د آوریدلو د مینی محبت د وجی نه - دوهم قول دادی چه عَبْدُ اللَّهِ نه مراد نبی ﷺ اوهر مؤحد دعوت کوؤنکی دی توحید ته په هره زمانه کښی او (يَدْعُوهُ) نه مراد دعوت الی اللّه دی او (كَادُوا) نه مراد هغه انسانان مخالفت کوؤنکی دی چه دهغه مقابله کولو او بی عزته کولو او دمنع کولو دپاره په هغه باندی را پنډیږی -
[۲۱،۲۰] دا هم امور وحییه دی په امرد اللّه تعالٰی سره نبی ﷺ ته - یعنی که چیری داخلق مخالفت کوی نو ته ورته حقیقت حال بیان کړه - په دی کښی رد دشرک فی الدعاء دی او رد د شرک فی الدعاء مستلزم دی رد د شرک په ټولو عباداتو کښی ځکه چه الدعا هوالعبادة (الحدیث) (وَلَا أُشْرِكُ) دا لفظ صریح دلالت کوی چه دعا د غیراللّه نه غوښتل شرک دی (قُلْ إِنِّي لَا أَمْلِكُ) دا هم وحی ده اوپه دی کښی علت دی د ماقبل دپاره چه شریک فی الدعا ځکه نیشته چه شریک فی التصرف نیشته اوپه دی کښی رد د شرک فی التصرف دی د نبی ﷺ نه (ضَرًّا وَلَا رَشَدًا) دا الفاظ عام دی شامل دی هر خیر اوشرته که بدنی وی اوکه مالی وی دنیوی او که دینی وی او داسی په سورة اعراف (۱۸۸) او سورة یونس (۴۹) کښی هم تیرشوی دی لیکن هلته نفی د مِلک وه د خپل ځان دپاره او دلته نفی د مِلک ده دبل چا دپاره -
[۲۳،۲۲] دا هم وحی ده اوپه دی کښی رد د شرک فی الاستعاذه (پناهی ورکول) دی یعنی که بالفرض زه توحید او قرآن بیانول پریږدم نو د اللّه تعالٰی د عذاب نه مالره هیڅ څوک بچاؤ نشی راکولی (لَنْ يُجِيرَنِي مِنَ اللَّهِ أَحَدٌ) ددی جملی او روستو په مینځ کښی ډیر فرق دی اول داچه بغیر دطلب نه پناهی څوک نشی ورکولی او سره د طلب او کوشش نه هم څوک پناهی نشی ورکولی دوهم دا چه مصیبت د اللّه تعالٰی دطرف نه مقرر وی نو هیڅ څوک ئی نشی واپس کولی او چه کوم مصیبت راغلی وی نو دهغی نه دبچ کیدلو هیڅ ځای نیشته (أَبَدًا) دلیل دی چه مراد د عصیان نه کفر او شرک دی ځکه چه دعصیان مطلق صرف کامل ته کیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>