تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۴۲ اَلْجِنّ

إِلَّا بَلَاغًا مِنَ اللَّهِ وَرِسَالَاتِهِ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ﴿۲۳﴾ حَتَّى إِذَا رَأَوْا مَا يُوعَدُونَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ أَضْعَفُ نَاصِرًا وَأَقَلُّ عَدَدًا ﴿۲۴﴾ قُلْ إِنْ أَدْرِي أَقَرِيبٌ مَا تُوعَدُونَ أَمْ يَجْعَلُ لَهُ رَبِّي أَمَدًا ﴿۲۵﴾

مگر (رَسَوَل کوم) رَسَوَل د طرف د اللّه تعالٰی نه او پیغامونه دهغه او چا چه نافرمانی اوکړه د اللّه تعالٰی او درسول دهغه نو یقیناً هغه لره اور د جهنم دی همیشه به وی په هغی کښی همیشه ﴿۲۳﴾
ترهغی پوری چه کله اووینی هغه (عذاب) چه دوی سره ئی وعده کیدی شی نو زرده چه پوهه به شی چه څوک دی کمزوری امدادی او کم (لږ) شماری والا ﴿۲۴﴾
ته اوایه نه پوهیږم زه آیا نزدی دی هغه چه تاسو سره وعده کیدی شی یابه ورکوی هغی له رب ځما لری والی ﴿۲۵﴾

[۲۴] (مَنْ أَضْعَفُ) یعنی په دنیا کښی کافران په خپل دنیوی قوتونو اوپه الٰهو باطلو او په کثرت د افرادو باندی فخر کوی لیکن په وخت د عذاب کښی به ددوی کمزوری اوکموالی ښکاره شی، او هرچه حق پرست خلق وی نوهغوی ځان کمزوری گنړی اوپه ډیروالی باندی فخرنه کوی او د نصرت د اللّه تعالٰی امیدونه ساتی -
[۲۵] دا جواب د سوال مقدر دی د مشرکینو چه د ذکر د مایوعدون نه روستو دوی وائي متیٰ هذا الوعد ان کنتم صادقین، حاصل دجواب دی په نفی د علم غیب سره د نبی ﷺ نه یعنی راتلل د عذاب یقینی دی اگرچه په نزدیکت او لری والی باندی مونږ ته علم نیشته نو دهغی نه ویره ضرورپه کار ده - (سوال) په حدیث صحیح سره ثابت دی چه نبی ﷺ فرمائیلی دی (بعثت انا و الساعة کهاتین) یعنی نبی ﷺ سبّحه (مسواکه) او مینځنی گوتی دواړه یو ځای کړی اوفرمائیل ئی چه قیامت ځما بعثت پسی داسی قریب دی لکه چه سبحه گوته په دنگ والی کښی مینځنی گوتی ته نزدی ده نو نزدیکت خوورته معلوم وؤ؟ (جواب) مراد په آیت کښی مقدار معیّنه دقرب دی یعنی مثلاً سل کاله یا زرکاله نو دا خو ورته معلوم نه وؤ خوصرف قرب ورته معلوم وؤ لکه په سورة احزاب (۶۳) او سورة شوریٰ (۱۷) کښی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>