تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۴۳ اَلْجِنّ
عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا ﴿۲۶﴾ إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِنْ رَسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا ﴿۲۷﴾ لِيَعْلَمَ أَنْ قَدْ أَبْلَغُوا رِسَالَاتِ رَبِّهِمْ وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيْهِمْ وَأَحْصَى كُلَّ شَيْءٍ عَدَدًا ﴿۲۸﴾
هغه عالم دی په ټولو پټو خبرونو پس نه ورکوی خبرد خپلو غیبو هیچ چاته ﴿۲۶﴾
لیکن هغه چه غوره ئی کړی دی د رسالت دپاره نویقیناً روان کړی مخی د هغه ته او روستو دهغه نه څوکیداران ﴿۲۷﴾
ددی دپاره چه پوهه شئ چه یقیناً رَسَوَلی دی دوی پیغامونه د رب خپل او راگیر کړی دی هغه چه ددوی سره دی او شمارلی دی هرڅیز په پوره شمارلو سره ﴿۲۸﴾
[۲۶] (عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى) په دی کښی نفی د علم غیب ده د ماسِویٰ اللّه نه او أَحَدًا نکره په سیاق د نفی کښی ده عام ده پیغمبرانو، اولیاؤ، کاهنانو، نجومیانو ټولو ته (غَيْبِهِ) اضافت دپاره د تخصیص دی او غیب د اللّه تعالٰی غیب حقیقی دی یعنی چه د هغی د حصول دپاره هیڅ سبب نیشته - حواس، عقل او وحی اوبی اسبابو علم صرف د اللّه تعالٰی دی اود مخلوق دعلم دپاره به یو ددی دری اسبابونه ضرور موجود وی -
[۲۷] دا په شان د سورة العمران (۱۷۹) دی او دا استثناء منقطع ده ځکه چه رسولانو ته کوم علم ورکړی شوی دی نو هغه په سبب دوحی سره دی او هغی ته غیب حقیقی نشی وئیلی کیدی - نو د انبیاء علیهم السلام هغی ته علم غیب نشی وئیل کیدی دا رنگ کشف دولی چه په پوهه او الهام سره ده نو هغه هم په سبب سره ده هغی ته هم علم غیب نه وئیلی کیږی ځکه چه علم یقین ته وئیلی شی او کشف او الهام سره یقین نه حاصلیږی او غیب ورته هم نه وئیلی کیږی دا رنگ د کاهنانواو نجومیانو دخبرونو دپاره شیطانی اسباب دی او اوصاف او حرکات دستورودی نوداهم علم نه دی ځکه چه علم یقین ته وئیلی کیږی او دا امور ظنیه دی اودی ته غیب هم نشی وئیلی کیدلی ځکه هغه د اسبابو په وجه سره وی - نوڅوک چه په علم د انبیاء علیهم السلام باندی یاپه خبرونو د اولیاء یا د کاهنانو نجومیانو باندی دعلم اطلاق کوی نو دی د شریعت د اصطلاحاتو نه جاهل دی او که د هغوی علم د علم د اللّه تعالٰی سره بالکل مشابه گنړی او صرف په ذاتی او عطائی سره ئی فرق کوی نودا صریح شرک دی (فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِنْ بَيْنِ) په دی کښی جواب د سوال دی سوال دادی چه هرکله نبی علم غیب نه لری نوبیا دهغه څه کمال دی؟ او دارنگ دهغه د وحی حفاظت څه رنگ کیدی شی؟ نوپه دی جمله کښی جواب اوکړی شو چه کمال ئی دادی چه اللّه تعالٰی هرنبی لره او دهغی وحی لره حفاظت کوی -
[۲۸] په دی کښی فائده د حفاظت ذکرکوی (لِيَعْلَمَ أَنْ قَدْ أَبْلَغُوا) په دی کښی ډیر توجیهات دی اول داچه لیعلم ضمیر نبی ﷺ ته راجع دی او ابلغوا ضمیر رسولانو ته راجع دی او ددی نه مخکښی عبارت کښی تقدیر دادی (اخبرناه بحفظ الوحی) خبرورکړو مونږ دی نبی ﷺ ته په حفاظت د وحی سره دپاره ددی چه یقین اوکړی - دوهمه توجیه داده چه لیعلم ضمیر نبی ﷺ او قد ابلغو ضمیر ملائکوته راجع دی - دریمه توجیه داده چه ضمیر د لیعلم اللّه تعالٰی ته راجع دی او مراد ترینه علم اظهار او تمیز دی او ابلغوا ضمیر راجع دی ټولو رسولانو ته (وَأَحْصَى كُلَّ شَيْءٍ عَدَدًا) په دی کښی زیات تعمیم دی په نسبت د اولی جملی سره ځکه چه کل شی ءٍ شامل دی ذراتو د اوچی او دریابونو ته او څاڅکو دبارانونو ته او دا صریح دی چه علم د اللّه تعالٰی په جمیع ماکان ما یکون باندی ازلاً دی او داصفت هیڅ نبی او برزگ او کاهن وغیره لره نیشته -