تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۴۴ اَلْمُزَّمِّل

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ ﴿۱﴾

ای ذمه واره (دقرآن او دنبوت) ﴿۱﴾

سورة المزمل

ربط: ددی سورة دماقبل سره په ډیرو وجوهو دی اوله وجه داده چه مخکښی سورتونو کښی تفصیلاً‌ رد وؤ په اقسامو دشرک باندی نو په دی سورة کښی ترغیب دی قرآن لوستلو ته دپاره د استقامت په توحید باندی - دوهمه وجه داده چه مخکښی دوه سورتونو کښی دعوت او طریقی د دعوت ذکرشوی نو په دی سورة کښی تیاری کول دپاره ددعوت ذکر کوی -
دعویٰ ددی سورة: ترغیب دی اهل قرآن ته په قیام اللیل دپاره دقرآن په توکل علی اللّه سره، سره د عقیدی د توحید نه او د ترغیب دپاره ئی شپاړلس صیغی دامر ئی ذکرکړی دی او اته کرته تاکیدات په حرف د اِنَّ سره اوپه دی ټولو کښی مقصود تیاری کول دپاره د دعوت الی القرآن والتوحید او مأخذ ددعویٰ په (۲) او (۴) او (۸) کښی دی -
خلاصه د سورة داده : ترغیب ورکوی په قیام اللیل باندی په توقیت سره په دری قسمونو سره او ذکرکړی دی مقصد دقیام په (۴) کښی په ذکر ددری علتونوسره ددری امورو دپاره (قیام په شپه کښی او استثناء) او علتونه په ترتیب سره په (۷،۶،۵) کښی دی - بیا ذکرکړی دی ادب دقرآن په (۸) کښی او مقصد دقرآن په (۹) کښی بیا تسلی او تشجیع ده قرآن والو لره په څلورو اموروسره چه متعلق دی په مخالفینوپوری په (۱۱،۱۰) کښی - بیا تخویف اخروی دی منکرینوته په (۱۴،۱۳،۱۲) کښی او مثال دتخویف دنیوی په واقعه د فرعون سره ذکرکوی سره د ذکر دسبب دعذاب نه په (۱۶،۱۵) کښی (اوپه دی کښی تسلی او تصدیق د نبی ﷺ ته هم شته دی) بیا تخویف اخروی په (۱۸،۱۷) کښی دی او ترغیب دی قرآن ته دپاره دنجات دعذاب نه په (۱۹) کښی بیا په دوهمه رکوع کښی ذکرکوی تخفیف په قراءة دشپه کښی چه تجدید لازم نه دی او سبب دتخویف وجود معذرینو او مجاهدینو او تاجرانو دی په قرآن والوکښی (او دری واړه تخفیف ته محتاج دی) بیا پنځه امور ئی ذکرکړی دی دپاره د تثبت په ایمان او عمل بالقرآن باندی په (۲۰) کښی -

تفسیر

[۱] دا خطاب دی نبی ﷺ ته او دا لفظ ماخوذ دی د زمل نه چه معنیٰ ئی حمل ده او دوهمه معنیٰ ئی انغختل دی په جامه کښی - خطاب په دی صفت سره د دوه فائدو دپاره دی - اوله فائده تعمیم ته اشاره ده یعنی څوک چه د قرآن کریم او دسنت داعی دی نو دا خطاب هغه ته شامل دی - دوهمه فائده ئی ملاطفت دی یعنی انسان چه په کار کښی مشغول وی او دهغی سره مناسب صفت ورله کیخودلی شی او هغه صفت ئی دلیل د رضا او دخوشحالئ وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>