تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۴۵ اَلْمُزَّمِّل
قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۲﴾ نِصْفَهُ أَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِيلًا ﴿۳﴾ أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا ﴿۴﴾ إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا ﴿۵﴾ إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْئًا وَأَقْوَمُ قِيلًا ﴿۶﴾
اودریږه د شپی مگر لږ ﴿۲﴾
نیمه د هغی یا کم کړه دهغی نه لږ ﴿۳﴾
یا زیاتی کړه په هغی باندی او صفا لوله قرآن په صفا لوستلوسره ﴿۴﴾
یقیناً را لیږو مونږ په تاباندی وینا درنه ﴿۵﴾
یقیناً پاڅیدل دشپی دا کلک برابروونکی دی د زړه او ښه سیدها کوؤنکی د وینا دی ﴿۶﴾
[۲] د قیام اللیل نه مراد مونځ دتهجد دی په عرف دشرع کښی - هسی اودریدل یا بیداری مراد نه ده د قیام اللیل په نبی ﷺ باندی دفرض کیدلو اختلاف دی لیکن قرطبی غوره کړی ده چه اول وخت کښی فرض وؤ ځکه چه په ابتداء ددعوت کښی د ډیر محنت ضرورت وی او روستو بیا تخویف راغی یعنی فرضیت ئی معاف شو سنتیت (سنت کیدل) ئی باقی پاتی شو لکه چه دسورة په آخری آیت کښی به راشی (إِلَّا قَلِيلًا) معنیٰ داده چه ټوله شپه قیام کوه مگرڅه ترینه کم کړه یاداچه هرشپه قیام کوه مگر کله کله پریږده د عذر دوجی نه او استثناء دپاره د شفقت ده ځکه چه د جسد دپاره حق د استراحت شته دی -
[۴،۳] په دی کښی اختیار ورکول دی په دری څیزونو کښی نیمه دشپی او کم دنیمی نه یعنی ثلث او زیات د نیمی نه یعنی ثلثان په قرینه د روستو آیت سره چه په هغی کښی عمل د نبی ﷺ او صحابه کرامو ذکرکړی دی (أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَى مِنْ ثُلُثَيِ اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ) (وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ) په دی کښی ذکر دمقصد دقیام اللیل دی چه هغه ترتیل دقرآن دی ترتیل عبارت دی دیو څواوصافونه یوداچه هرحرف په خپل مخرج کښی ادا کړی - دوهم داچه هرحرف په خپل صفت سره ادا کړی - دریم داچه په آرام آرام سره ئی ادا کړی په تادئ سره دی نه وی - څلورم تدبر د معنی ورسره وی - پنځم دا چه د مَد په ځای کښی مَد وی او قصرپه ځای کښی قصر وی - شپږم داچه وقف په ځای وقف وی او ددی نه استدلال کړی شوی دی په وجوب د علم تجوید او قراءت سره دارنگ دا دلیل دی چه لږ قراءة سره د تدبراو ترتیل نه افضل دی ډیر قراءة نه په تلواری سره ځکه چه مقصد دقرآن لوستلونه پوهه او فکرکول دی په معانی کښی -
[۵] دا علت دی دقُم (وجوب دقیام) دپاره یعنی دروند څیزپورته کولو دپاره قیام (اودریدل) ضروری وی په ناسته او نارستیا باندی کار نه چلیږی (ثَقِيلًا) ثقل په ډیرو وجوهو سره دی اول خوپه نزول کښی چه په سخته یخنئ کښی به په رسول اللّٰه ﷺ باندی خولی راتلی دوهم په عمل کولو کښی دریم په دعوت کولو کښی ځکه چه په دعوت دقرآن کښی قربانی دبدن او دمال او د وخت ضروری ده - څلورم دروندوالی په اعتبار د اکرام او عزت سره پنځم دروندوالی د اجر اوثواب دی په میزان کښی شپږم دروند دی په منافقانو او مشرکانو باندی اووم دروند والی ئی په اعتبار دکثرت د علومو او احکاموسره دی یو عقل ددی ادراک دپاره نه شی کافی کیدلی شربینی وئیلی دی چه لفظ ثقیل دی ټولو معانو ته شامل دی -
[۶] دا علت دی د اللَّيْلِ دپاره یعنی دقیام تخصیص په شپه پوری ددی وجی نه دی چه فکراو سوچ ښه برابروی - سیوطی د جاحظ نه نقل کړی دی چه معانی راویستل دقرآن نه دشپی په وخت کښی ښه اثرناکی او پوره موافق وی د حق سره په نسبت دهغی چه د ورځی را ویستلی کیږی -