تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۴۶ اَلْمُزَّمِّل

إِنَّ لَكَ فِي النَّهَارِ سَبْحًا طَوِيلًا ﴿۷﴾ وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ إِلَيْهِ تَبْتِيلًا ﴿۸﴾ رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِيلًا ﴿۹﴾ وَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِيلًا ﴿۱۰﴾

یقیناً‌ ستا دپاره په ورځ کښی شغل اوږد دی ﴿۷﴾
او یادوه نوم درب ستا او ځان جدا کړه هغه طرف ته د هرڅه نه ځان جدا کول ﴿۸﴾
رب د مشرق دی او مغرب دی نیشته حق دار د بندگئ سیوا دهغه نه نو اونیسه هغه لره کار جوړؤنکی ﴿۹﴾
او صبر کوه په هغه خبرو چه دوی ئی وائي او پریږده دوی په پریخودلو ښائسته سره ﴿۱۰﴾

[۷] دا علت د پاره د إِلَّا قَلِيلًا یعنی ټوله شپه قیام ددی وجی نه نشی کولی چه ستا دپاره دورځی هم څه ذمه وارئ دی چه د هغی ادا کول ضروری دی (سَبْحًا) گرځیدولو ته وئیلی شی دپاره د حاجت دینیه (لکه چه دعوت دی) او حاجات دنیویه چه تجارت وغیره دی یا سبحاً په معنیٰ دفراغ سره دی یعنی که دشپی څه کار دقیام او قرائت پورنه نه کړی شی نودورځی په څه وخت کښی هغه پوره کړه (طَوِيلًا) دصبا د مونځ نه ترماسپخین بیا د ماسپخین د مونځ نه تر مازیگرپوری بیا د مازیگرمونځ نه ترماښام پوری اوږد وخت دی -
[۸] په دی کښی دوه اداب دعوت الی القرآن ذکرکوی اول (وَاذْكُرِ) یعنی مدد د خپل رب نه غواړه او دارنگ په بسم اللّه سره شروع کوه اوهروخت په زړه کښی د اللّه تعالٰی ذکرکوه داد داعی دپاره اول ضروری دی - دوهم ادب (تَبَتَّلْ إِلَيْهِ) دبتل نه ماخوذ دی قطع او پری کولو ته وئیلی شی مراد دلته انقطاع ده دشرک اوریا او سمعت نه او اخلاص دهرعمل دی د اللّه تعالٰی دپاره (سوال) په حدیث کښی د تبتل نه منع کړی شوی ده؟ (جواب) دغه تبتل د نصاریٰ دی یعنی چه دمخلوق نه داسی جدا شی چه هغوی ته دعوت هم نه کوی او دهغوی جماعتونو کښی هم نه حاضریږی او نکاح نه کوی او تلذذات مباحه (جائزخوندونه) په ځان باندی حرام گنړی اودی ته رهبانیت هم وئیلی کیږی نودا تبتل غیردی او قرآن تبتل جدا دی -
[۹] په دی کښی دریم ادب ذکرکوی اودارنگ مقصد د ترتیل دقران ذکرکوی چه هغه توحید دی په رد دشرک فی الربوبیت او فی الالوهیت او فی الوکالت والتصرف سره (وَكِيلًا) هغه ذات چه دټولو اسبابو مسبباتو وغیره اختیاراو تصرف دهغه په لاس کښی دی نوپه هغه باندی په هرکار کښی توکل اوکړئ دا معنیٰ د اتخاذ وکیل ده - د اللّه تعالٰی وکالت د مخلوق د وکالت نه ډیر په فرق سره دی د انسانی وکیل اختیارد مؤکل دطرف نه وی مؤکل چه اوغواړی نو اختیارترینه اخستی شی او انسانی وکیل چه کاراوکړی نو اجرت او عوض غواړی د مؤکل مال خرچ کوی او د اللّه تعالٰی صفت د وکالت ددی حالاتو نه په عکس سره دی -
[۱۰] په دی آیت کښی نوردوه آداب د دعوت الی القرآن ذکرکوی اول صبرپه مقابله دسب وشتم او د استهزاء ددوی کښی اوپه دعوت باندی کلک پاتی کیدل او دوهم هجران د منکرینو یعنی ددوی دقرابت او د مالدارئ پرواه نه کول نودارنگ ددوی دسب وشتم دوجی نه دوی ته دعوت نه ‌پریخودل لیکن ددوی دشرک اوبدعاتو او فسق وفجور اجتماعاتو او مجالسونه ځان بچ کول (جَمِيلًا) جمیل (ښائسته) هجران هغه دی چه د اللّه تعالٰی دپاره وی د خواهش نفس د او ددنیوی اغراضو دوجی نه نه وی اودی ته بعض فی اللّه وئیلی شی دارنگ په سورة حجر (۸۵) او سورة مدثر (۵) کښی هم شته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>