تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۴۷ اَلْمُزَّمِّل
وَذَرْنِي وَالْمُكَذِّبِينَ أُولِي النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِيلًا ﴿۱۱﴾ إِنَّ لَدَيْنَا أَنْكَالًا وَجَحِيمًا ﴿۱۲﴾ وَطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَعَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۳﴾ يَوْمَ تَرْجُفُ الْأَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِيبًا مَهِيلًا ﴿۱۴﴾
او پریږده ما سره د تکذیب والو نه چه ددنیا مزوالا دی مهلت ورکړه دوی لره لږ وخت ﴿۱۱﴾
یقیناً ځمونږ سره شته بیړئ د خپو او اور گرم ﴿۱۲﴾
او خوراک چه مرئ کښی انخلی او عذاب دردناک ﴿۱۳﴾
په کومه ورځ چه اوبه لړزیږی ځمکه او غرونه او شی به غرونه ډیرئ د شگی بهیدونکی ﴿۱۴﴾
[۱۱] په دی کښی بل ادب دی دداعی دپاره او تسلی ده هغه ته سره د تخویف د منکرینو نه (ذَرْنِي) په دی کښی اشاره ده چه په خپله د بدلی اخستلو اراده مه کوه د اللّه تعالٰی انتقام ته ئی پریږده (أُولِي النَّعْمَةِ) په زور د نون سره مالدارئ او فراخئ د ژوند ته وئیلی شی اوپه زیردنون انعام ته وئیلی شی اوپه پیښ د نون خوشحالئ ته وئیلی شی (وَمَهِّلْهُمْ قَلِيلًا) مراد د قلیل نه وخت د نیټی ددوی دی اوژوند دنیا لږ دی او مهلت نه مراد دادی چه عذاب ددوی په تادئ سره مه غواړه د دنیا د نعمتونو او مالونو نه به استدراجاً فائدی واخلی تروخت دعذاب پوری -
[۱۳،۱۲] دا تخویف اخروی او ذکردهغه عذاب دی چه هغی ته اشاره ده په ذرنی او مهلهم کښی - دا څلور قسمونه د عذاب دی په مقابله د تنعّم ددنیا کښی - په دنیا کښی ددوی آزادی وه اوپه آخرت کښی انکال دی یعنی په خپو کښی درنی بیړئ پرتی دی چه دهغی د وجی به حرکت نشی کولی او انکال قسمونو د عذاب ته هم وئیلی شی - اوپه دنیا کښی اسباب دیخ والی وؤ اوپه آخرت کښی به جحیم (ډیرگرم اور) وی اوپه دنیا کښی پاکیزه او نرم او ښائسته خواږه خوراکونه، اوپه آخرت کښی داسی خوراکونه چه په مرئ کښی به انخلی، سپور، گرم، تریخ، سخت او گنده چه هغه غسلین رقوم، ضریع وغیره دی - اوپه دنیا کښی فراخه او دخوشحالئ او دنعمتونو ژوند وؤ اوپه آخرت کښی په عذابونه تکلیفونه وی چه زړونو ته دردونه ورکوی -
[۱۴] دا متعلق دی په لَدَيْنَا پوری او اشاره ده رد کولوته په عقیده باطله د مکذبینو باندی دوی عقیده لرله چه ځمکه ډیره غټه ده او غرونه ډیر سخت دی نو معلومه شوه چه په دی کښی تبدیلی نه کیږی نو اللّه تعالٰی ددوی دواړو حال ذکرکوی (تَرْجُفُ) داسی خوځیدل چه ټول اجزاء خوځیږی او بیا نه اودریږی لکه چه سورة النازعات (۶) کښی دی (كَثِيبًا مَهِيلًا) کثیب د شگو ډیرئ ته وئیلی کیږی - (مَهِيلًا) داسی نرئ نرئ شگی چه دخپو لاندی نه تختی نو انسان په کښی مزل نشی کولی -