تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۴۹ اَلْمُزَّمِّل

إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَى مِنْ ثُلُثَيِ اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ وَطَائِفَةٌ مِنَ الَّذِينَ مَعَكَ وَاللَّهُ يُقَدِّرُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ عَلِمَ أَنْ لَنْ تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ عَلِمَ أَنْ سَيَكُونُ مِنْكُمْ مَرْضَى وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِنْ فَضْلِ اللَّهِ وَآخَرُونَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ مِنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِنْدَ اللَّهِ هُوَ خَيْرًا وَأَعْظَمَ أَجْرًا وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۲۰﴾

یقیناً‌ رب ستا پوهیږی چه ته اودریږی کم ددوه حصو دشپی اونیمه او دریمه اویوه ډله هغه کسانونه چه تاسره دی (ملگری ستا) او اللّه تعالٰی پوره اندازه کوی شپه او ورځ پوهه دی چه تاسو هیچ چیری نه شئ پوره کولی د اندازه نو آسانتیا ئی رواستله په تاسوباندی پس لولئ هغه چه آسان دی دقرآن نه پوهه دی چه خامخا وی به ستاسو نه بعضی ناجوړه او نورکسان به سفر کوی په ځمکه کښی لټوی به فضل د اللّه تعالٰی نه او نورکسان چه جنگ به کوی په لار د اللّه تعالٰی کښی نو لولی هغه چه آسان دی ددینه او پاندی کوئ د مونځ او ورکوئی زکوٰة اوقرض ورکړئ اللّه تعالٰی ته قرض په اخلاص سره او هغه چه مخکښی لیږئ تاسو د خپلو ځانونو دپاره څه نیک عمل نوبه اومومئ تاسو (ثواب) دهغی د اللّه تعالٰی سره غوره اوډیرلوی اجردی او بخنه غواړئ د اللّه نه یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی - ﴿۲۰﴾

[۲۰] په ابتداء د سورة کښی د قیام اللیل سره نصف اوپه هغی باندی زیات او کم ذکرشوی وؤ او نبی ﷺ او صحابه کرامو په هغی باندی عمل کړی وؤ لیکن هرکله چه په دی کښی ډیر مشقت وؤ یو ددی وجی نه چه انسان اوده شی نو دشپی حقیقی نصف او ثلث وغیره باندی نه پوهیږی - بل داچه انسانانو کښی مریضان مسافران هم شته چه هغوی هم ددغه مقدار پوره رعایت نشی کولی نو اللّه تعالٰی په دی آیت کښی تخفیف را اولیږلو - یعنی پوره نصف او ثلث دشپی پوره کول ضروری نه دی بلکه هرانسان دی د خپل استطاعت مطابق قرآن لولی او قیام دی کوی (وَطَائِفَةٌ مِنَ الَّذِينَ مَعَكَ) یعنی صحابه کرامو هم قیام کوؤ ځان ځان له په خپلو کورونویا مسجد کښی او دوه یا دری شپی په رمضا ن کښی د نبی ﷺ سره ئی جماعت هم په قیام اللیل کښی کړی وؤ (وَاللَّهُ يُقَدِّرُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ) ددی دوه توجیه دی اول داچه اللّه تعالٰی حقیقی مقادیر دشپی او ورځ یقیناً‌ پیژنی چه دا نصف دی او دا ثلث دی او انسانان ئی په اجتهاد سره پیژنی نوپه هغی کښی د خطائی احتمال وی - دوهمه توجیه داده چه اللّه تعالٰی په شپه او ورځ کښی د مختلفو څیزونو تقدیر کوی چه یو دهغی نه قیام اللیل دی په تحدید معین سره اوبیا په هغی کښی تخفیف کول دی (فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ) مرا ددی نه صلوٰة دی په ذکر دجزء او مراد ترینه کل دی او صرف قرآن لوستل په مونځ کښی اوبهر د مونځ نه هم مراد اخستل صحیح دی او مَا تَيَسَّرَ، په اعتبار د اوقاتو سره دی یعنی یوه گهنټه وی او که دوه گهنټی وی او که نصف وی او که کم وی یا زیات وی څومره چه انسان ته آسانه وی په اعتبار دطاقت دهغه سره یارمراد ددی نه فاتحه ده په سبب د تخصیص د هغی په حدیث صحیح د عبادة بن صامت رضی اللّه عنه کښی چه صلوٰة لمن لم یقرء بفاتحة الکتاب (عَلِمَ أَنْ سَيَكُونُ) هرکله چه د تخفیف دپاره دوه علتونه وؤ لکه چه مونږ دآیت په اول کښی ذکرکړل یو علت ئی په ان لن تحصوه سره ذکرکړو نو اوس بل علت ذکرکوی (وَآخَرُونَ) سفر کول دپاره د تجارت هم طاعت دی لیکن دهغی سره قیام اللیل او دهغی تحدید طاقت نشی لرلی (وَآخَرُونَ يُقَاتِلُونَ) ابن کثیر وئیلی دی چه دنزول ددی آیت په وخت کښی قتال فی سبیل اللّه نه وؤ نو معلومه شوه چه ددی ذکر مخکښی دوجود ددی نه لوی نښه ده دپاره د صدق د نبی ﷺ او مقاتل فی سبیل اللّه هم د قیام اللیل او دهغی تحدید پوره طاقت نشی لرلی ددی وجی نه د تخفیف دپاره ئی اوفرمائیل (فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ) دلته مراد د تیسر نه مقدار دآیاتونو او سورتونو لوستلو دی یعنی یو سورت دوه سورتونه یا یوپاره دوه پاری دخپل طاقت مناسب سره اولولی ددی فرق نه معلومه شوه چه د فَاقْرَءُوا په دواړو جملو کښی تکرار نیشته (وَأَقْرِضُوا اللَّهَ) مراد ددی نه مال ورکول په مصارفو دخیر کښی دی د حلال مال نه په اخلاص سره بغیر دمن او اذی نه او غټ فرد ددی انفاق دی په دعوت او جهاد فی سبیل اللّه کښی (وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ) هرکله چه په ټولو اوامرو الٰهیو باندی عمل کول موافق د شان د الوهیت د اللّه تعالٰی سره گران کاردی نو ددی وجی نه په اختتام کښی اقرار دخپلی کوتاهئ په کاردی اودا مراد دی په استغفارسره دا مستلزم دگناه نه دی لکه استغفار دری کرته روستو دفراغ د مونځ نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>