تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۶۳ اَلْقِیامَة
وَتَذَرُونَ الْآخِرَةَ ﴿۲۱﴾ وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَاضِرَةٌ ﴿۲۲﴾ إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ ﴿۲۳﴾ وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ بَاسِرَةٌ ﴿۲۴﴾
او پریږدئ آخرت لره ﴿۲۱﴾
بعضی مخونه به په دغه ورځ تازه وی ﴿۲۲﴾
خپل رب ته به کتونکی وی ﴿۲۳﴾
او بعضی مخونه به په دغه ورځ بدرنگه وی ﴿۲۴﴾
[۲۳،۲۲] دا بشارت د اهل آخرت دی (وُجُوهٌ) ئی ذکرکړو ځکه د نضارت اثر اول په مخ باندی ښکاره کیږی نو دا ذکر دجزءِ اشرف او مراد ترینه کل بدن دی (نَاضِرَةٌ) تازه او سپین او رنړا والا به وی په دلیل دسورة العمران (۱۰۶) او سورة عبس (۳۸) سره (إِلَى رَبِّهَا) دا تقدیم ددی دپاره دی چه ددوی لوی مقصد صرف دیدار د اللّه تعالٰی دی (نَاظِرَةٌ) د نظر نه دی اوهرکله چه د نظر په صله کښی إِلَى وی نو صرف په معنیٰ د کتلوسره وی د انتظار په معنیٰ نه دی او دا په ډیرو آیاتونو کښی دی لکه سورة توبه (۱۲۷) سورة یونس (۴۳) سورة عبس (۲۴) سورة احزاب (۱۹) دلته صله إِلَى دلیل دی چه دناظرة معنیٰ، دیدن کوؤنکی ده - نو دا صریح دلیل دی چه په جنت کښی به مؤمنان د اللّه تعالٰی دیدار کوی او دارنگ محدثینو د سورة تطفیف (۱۵) نه استدلال کړی دی - او ابن کثیر لیکلی دی چه دا مسئله په صحیح احادیثو کښی په متواتر طریقو سره ثابت ده چه د هغی جواب او انکار ممکن نه دی اوپه آخر دبحث کښی وئیلی دی چه په دی باندی اجماع د صحابه کرامو او تابعینو او سلف صالحینو او ائمو د اسلام ده - او ددی مسئلی نه معتزله او باضیو انکار کړی دی -
[۲۵،۲۴] دا تخویف اخروی دی (تَظُنُّ) ظن په معنیٰ دیقین سره دی لیکن هرکله چه په مخونو باندی اثراوشو ددی نه ورته دا معلومه شوه چه (أَنْ يُفْعَلَ بِهَا) اوپه علاماتو سره چه کوم څیز معلومیږی نوپه هغی کښی ظن هم استعمالیږی (فَاقِرَةٌ) په اصل کښی دادی چه داغ اولگوی په پوزه د اوښ باندی په گرم سیخ سره تردی پوری چه هډوکی ته اورسی او دا ډیر ذلت لره مستلزم دی دارنگ فاقِرة د فقارالظهر نه ماخوذ دی یعنی د ملاهډوکی نو فاقرة هغه مصیبت دی چه دملا هډوکی مات کړی مرات ترینه لوی عذاب او هلاکت دی په سبب ددخول داور د جهنم سره د همیشوالی دپاره -