تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۶۲ اَلْقِیامَة

كَلَّا لَا وَزَرَ ﴿۱۱﴾ إِلَى رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ الْمُسْتَقَرُّ ﴿۱۲﴾ يُنَبَّأُ الْإِنْسَانُ يَوْمَئِذٍ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ ﴿۱۳﴾ بَلِ الْإِنْسَانُ عَلَى نَفْسِهِ بَصِيرَةٌ ﴿۱۴﴾ وَلَوْ أَلْقَى مَعَاذِيرَهُ ﴿۱۵﴾ لَا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ ﴿۱۶﴾ إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ ﴿۱۷﴾ فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ ﴿۱۸﴾ ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا بَيَانَهُ ﴿۱۹﴾ كَلَّا بَلْ تُحِبُّونَ الْعَاجِلَةَ ﴿۲۰﴾

چیری نیشته، نیشته بچ کیدل ﴿۱۱﴾
ستا رب ته په دغه ورځ قراری دی د ټولو ﴿۱۲﴾
خبر به ورکړی شی انسان ته په دغه ورځ په هغه عمل چه مخکښی ئی لیږلی دی ا وروستو ئی پریخی دی ﴿۱۳﴾
بلکه انسان خپل ځان لره لیدونکی دی ﴿۱۴﴾
اگرچه غورځوی بهانی ﴿۱۵﴾
مه خوځوه په دی قرآن سره ژبه خپله چه تادی کوی په دی سره ﴿۱۶﴾
یقیناً‌ ځمونږ په ذمه باندی جمع کول ددی دی او لوستل ددی ﴿۱۷﴾
نو هرکله چه مونږ ئی اولولو نوروان شه په لوستلو ددی پسی ﴿۱۸﴾
بیا یقیناً ځمونږ په ذمه باندی وضاحت کول دی ددی ﴿۱۹﴾
چیری داسی نه ده بلکه مینه کوئ تاسو ددنیا سره ﴿۲۰﴾

[۱۳] داهم حال دآخرت دی په وخت دحساب یا د وزن داعمالو یا صحیفو تقسیمولو په وخت کښی (بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ) په دی کښی توجیهات دی (۱) قَدَّمَ، د مرگ نه ئی مخکښی کړی دی نیک یا بد عملونه وَأَخَّرَ، د مرگ نه روستو ښه طریقه یا بده طریقه ئی پریخودلی ده (۱) قَدَّمَ، گناه ئی کړی دی أَخَّرَ، طاعت ئی پریخودلی دی -
[۱۵،۱۴] بَل دپاره دترقئ‌ دی د يُنَبَّأُ نه یعنی اخبار ته حاجت نیشته انسان په خپله ځان باندی گواه دی - (سوال) بصیرت مؤنث دی او انسان خو مذکردی؟ (جواب) اول داچه مراد ترینه جوارح (اندامونه) دی یعنی جَوَارِ حَهٌ شَاهِدةٌ ـ دوهم داچه تا په بصیرة کښی دپاره د مبالغی ده نه ده دپاره د تانیث - دریم الانسان کښی لام جارّه پټ دی یعنی للانسان علٰی نفسهِ جوراح بصیرة (مَعَاذِيرَهُ) جمع د معذار ده په معنیٰ دپردی دی یعنی اگرچه په ځان باندی پردی اچوی او خپل عملونه پټوی د وجی دشرم نه -
[۱۹،۱۸،۱۷،۱۶] په دی آیاتونو کښی ذکر د ادب دی نبی ﷺ ته په وخت د وحی راوړلو د جبرئیل علیه السلام او لوستلو دهغی کښی نبی ﷺ ته - ځکه حدیث صحیح دبخاری کښی ثابت ده چه نبی ﷺ به په اوله رمانه د وحی کښی ډیر تکلیف برداشت کوؤ چه کله به جبرئیل علیه السلام وحی لوسته نو ده به ورسره شونډی خوځولی او لوستل به ئی کول اوپه ځان باندی به ئی مشقت تیرولو ددی دپاره چه هیرنشی نو اللّه ورته اول آیت کښی اول آدب اخودلو چه داسی عجلت مه کوه - بیائی ورته دری ذمه وارئ ذکرکړلی (۱) جمع کول دقران په سینه د نبی ﷺ کښی (۲) او لوستل دهغی اسانول چه داد ژبی سره تعلق لری او (۳) روستو دلوستلو نه دهغی تفسیر او وضاحت د مقاصدو کول - اوپه دریم آیت کښی دریم ادب ئی اوخودلو چه دجبرئیل د لوستلو په وخت کښی پوره غوږ کیده او عمل په هغی باندی شروع کړه (لَا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ) دا نهی د شفقت دپاره ده ځکه چه نبی ﷺ به شونډی او ژبه خوځوله په وخت دلوستلو د جبرئیل علیه السلام (لِتَعْجَلَ بِهِ) شربینی ذکرکړی دی چه هرکله تعجیل په قرآن لوستلو کښی منع دی نو معلومه شوه چه په نورو کارونو کښی هم مناسب نه دی (إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ) مراد د جمع نه په سینه کښی را جمع کول دی یعنی د هیریدلو نه بچ کول لکه په سورة اعلٰی (۶) کښی دی او دا دلیل دی چه اللّه تعالٰی هرکله ددی جمع کولو ذمه وار دی نودارنگ د جمع دقرآن په یو مصحف کښی هم ذمه وار دی نو معلومه شوه چه داقرآن چه اوس مجموع دی داهم په جمع کولو د اللّه تعالٰی سره دی اگرچه اللّه تعالٰی ددی دپاره ابوبکررضی اللّه عنه او بیا عثمان رضی اللّه عنه سبب اوگرځول (وَقُرْآنَهُ) دلته معنیٰ مصدری مراد ده یعنی لوستل دقرآن او چلول ددی ستاپه ژبه باندی لکه په سورة مریم (۹۷) او سورة دخان (۵۸) کښی ذکردی (فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ) مراد د قُرْآنَهُ، نه لوستل د جبرئیل علیه السلام دی ځکه چه دا کلام د اللّه تعالٰی دی اوپه اذن د اللّه تعالٰی سره جبرئیل علیه السلام لوستلو(فَاتَّبِعْ) مراد داچه غوږ ورته کیده بیائی اولوله په هغه طریقه چه په تا باندی لوستلی شوی دی او اتباع د احکامو او شرائعودقرآن کوه (ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا بَيَانَهُ) بیان د الفاظو اود معانو دقرآن نبی ﷺ ته دطرف د اللّه تعالٰی نه دی او د نبی ﷺ طرف نه صحابه کرامو ته اوبیا دهغوی په واسطه سره رفته رفته ټولو خلقو ته قرآن رسول د اللّه تعالٰی ذمه داری ده -
تنبیه: ربط ددی آیت د ماقبل او مابعد سره په څو وجوهو سره دی یووجه هغه چه مونږ په خلاصه کښی ذکرکړی ده - دوهمه وجه داده چه دهډوکو په ورځ دقیامت او جمع د نمراوسپوږمئ باندی اللّه تعالٰی قدرت لری ځکه چه جمع د قرآن باندی قادر دی نوپه انسان کښی هیڅ هډوکی او ذره نشی پاتی کیدلی لکه چه په قرآن کریم کښی هیڅ حرف نشی ضائع کیدلی - دریمه وجه داده چه ورځ د حساب دپاره لوی عمل صالح شغل دقرآن کریم دی دشرعی ادابو سره برابر اوهرکله چه دقرآن غافل کؤونکی څیز ددنیا محبت دی ددی وجی نه روستو آیاتونو کښی په هغی باندی زجر کوی -
[۲۱،۲۰] په دی کښی زجردی په محبت ددنیا چه انسان لره د قرآن نه غافل کوی (الْعَاجِلَةَ) په دی تعبیرکښی اشاره ده چه دقرآن او ددین دکارونو سره عجلت مناسب نه دی ځکه چه عجلت ددنیا د محبت نښه ده - او دنیا ته عاجله ددی وجی نه وئیلی شی چه زرفنا کیږی یا عاجل ده په نسبت د آخرت سره چه هغه روستو دی (وَتَذَرُونَ) اشاره ده چه محبت ددنیا سبب دی دپاره د پریخودلو د آخرت ځکه چه شربینی لیکلی دی چه ددنیا او دآخرت مثال د دوه بنو (ښځو) دی د دواړو رضا گرانه ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>