تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۶۱ اَلْقِیامَة

بَلَى قَادِرِينَ عَلَى أَنْ نُسَوِّيَ بَنَانَهُ ﴿۴﴾ بَلْ يُرِيدُ الْإِنْسَانُ لِيَفْجُرَ أَمَامَهُ ﴿۵﴾ يَسْأَلُ أَيَّانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ ﴿۶﴾ فَإِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ ﴿۷﴾ وَخَسَفَ الْقَمَرُ ﴿۸﴾ وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ﴿۹﴾ يَقُولُ الْإِنْسَانُ يَوْمَئِذٍ أَيْنَ الْمَفَرُّ ﴿۱۰﴾

ولی نه بلکه قدرت لرو په دی چه برابر کړو بندونه د گوتو ددهٔ ﴿۴﴾
بلکه غواړی انسان چه انکار اوکړی د مخی د حالاتونه ﴿۵﴾
تپوس کوی کله به وی ورځ دقیامت ﴿۶﴾
نوکله چه کِیری بِری شی سترگی ﴿۷﴾
او توره شی سپوږمئ ﴿۸﴾
او جمع کړی شی نمر او سپوږمئ ﴿۹﴾
وائي‌ به انسان په دغه ورځ چه کوم ځای دی د تختیدلو ﴿۱۰﴾

[۶،۵] دا هم زجردی (أَمَامَهُ) ضمیرراجع دی انسان ته او مراد د راتلونکی نه عذاب دقبر اوبیا بعث او حساب میزان دی یا ضمیر راجع دی یوم القیامة ته او مفعول د یفجرپټ دی یعنی لیفجربالحق (چه انکارکوی د حق نه مخکښی د راتللو د قیامت نه) -
[۹،۸،۷] دا تخویف دی په ذکر د هیبتونو دقیامت سره اودا جواب د أَيَّانَ دی په طریقه د تخویف سره (بَرِقَ) په معنیٰ د تخیَّر او د دهشت دی یا په معنیٰ د اوچت والی اوپه ځای باندی اودریدل د سترگو دی لکه سورة ابراهیم (۴۳) کښی او دا حالت په وخت دمرگ اوپه وخت دبعث په دواړو کښی دی (وَخَسَفَ الْقَمَرُ) دا خسوف د همیشه دپاره دی او خسوف دقمرپه دنیا کښی د یو وخت دپاره وی - (وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ) مراد دجمع نه ددواړو خسوف دی یعنی دواړه به یوشان بی رنړا شی - یا مراد دادی چه دمغرب دطرف نه به دواړه یوځای خړ ښکاره شی او دا قول د ابن عباس او ابن مسعود رضی اللّه عنهما نه روایت دی یاداچه په ورځ دقیامت به دواړه را جمع کړی شی اوپه اور د جهنم کښی به ئی واچوی دپاره د ملامته کولو دهغه چاچه ددوی عبادت ئی کوؤ دعذاب دپاره نه ئی نه اچوی -
[۱۲،۱۱،۱۰] دا هم دقیامت د مصیبتونو ذکردی (الْإِنْسَانُ) هر انسان مراد دی که مؤمن وی او که کافروی دوجی د هیبت نه به داسی وائي‌ - یا مراد ددی نه صرف کافردی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>