تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۶۰ اَلْقِیامَة
لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ ﴿۱﴾ وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ ﴿۲﴾ أَيَحْسَبُ الْإِنْسَانُ أَلَّنْ نَجْمَعَ عِظَامَهُ ﴿۳﴾
داسی نه ده قسم کوؤم په ورځ دقیامت ﴿۱﴾
او داسی نه ده قسم کوؤم په نفس ملامته کوؤنکی ﴿۲﴾
آیا گمان کوی انسان چه چیری به جمع نه کړو مونږ هډوکی دده ﴿۳﴾
ربط: دماقبل سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی زجر وؤ په معرضینو عن القرآن باندی نوپه دی سورة کښی تخویف اخروی دی هغوی لره - دوهمه وجه داده چه مخکښی تیزی ورکول وؤ په تبلیغ دقرآن باندی اوپه دی سورة کښی ادب دی د تعلُّم د قرآن - دریمه وجه داده چه په مخکښی سورة کښی رد وؤ په مکذبینو د حشرباندی نوپه دی سورة کښی اثبات د حشردی - (پوهه شئ) چه ددی سورة نه تر سورة الاعلٰی پوری په دی ټولو کښی د قیامت اثبات دی په شواهدو او دلیلونو سره او ذکردحالاتو دقیامت دی په تفصیل سره اوپه هرسورة کښی جدا جدا عنوان دی -
دعویٰ ددی سورة:
اثبات دقیامت دی په ذکر د جمع العظام سره په (۳) کښی او د اللّه تعالٰی یو نوم ئی مکرر ذکرکړی دی (ربّ) -
خلاصه د سورة :
اول ئی دوه شواهد ذکرکړی دی او دعویٰ دسورة ده تر (۴) پوری بیا رجردی په انکار دحشرباندی په (۶،۵) کښی بیا لس حالات دقیامت ذکرکوی دپاره دتخویف اخروی تر (۱۵) پوری - بیا ذکرکوی ادب دقرآن په عدم تعجیل سره اوپه اتباع دقرآن سره او دا کارونه د اللّه تعالٰی په باره کښی، دقرآن جمع کول، لوستل، بیانول، اوپه دی کښی مقصد دی اشغال په قرآن باندی دپاره د یاداشت دقیامت تر (۱۹) پوری بیا زجردی په محبت ددنیا او ترک د آخرت باندی او بشارت دی اهل آخرت ته تر (۲۳) پوری بیا تخویف دی دنیا پرستو ته په ذکرد حالت دنزع سره تر (۳۰) پوری - بیا زجردی په څلورو امورو سره انکار دقیامت او د توحید او رسالت دقرآن سرهٔ د زجرشدید په انکار دبعث بعدالموت - او اثبات دبعث دی په دلیل سره -
[۲،۱] (لَا) لَا په مقام دقسم کښی راوړل عادت دعربو دی اکثرپه مینځ د کلام کښی - اوپه اول د کلام کښی هم کله کله راځی ځکه چه دا کلام اللّه تعالٰی د مخکښی کلام سره په ربط او ترتیب سره ذکرکړی دی لکه چه مخکښی سورة کښی تکذیب دقیامت ئی ذکرکړو نو دلته فرمائی لَا، یعنی تکذیب نه دی جائز نو په دی کښی نفی د انکار سابق ده اوپه قراءة دابن کثیرقاری کښی لَا، بغیر د الف نه دی نوپه دی کښی معنیٰ دتاکید ده داسی بحث په تفسیر دسورة واقعه کښی تیرشوی دی (أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ) مراد دیوم القیامة نه دهغی احوال دی چه څه مخکښی سورتونو کښی ذکردی اوڅه به روستو سورتونو کښی ذکرکوی دغه حالات شاهد دی چه قیامت او هډوکی را جمع کول او دوباره ژوندی کول یقینی دی (وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ) تکرار د لَا أُقْسِمُ دپاره د تاکید دی او دارنگ دوهم حالت چه (نُسَوِّيَ بَنَانَهُ) دی ددی اثبات هم مقصد دی (بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ) هغه مؤمن دی چه دنیا کښی هروخت دځان سره حساب کوی که څه گناه اوکړی نو توبی اوباسی اوکه څه خوراک او څښاک اوکړی نوځان سره وائي چه دا ما د څه مقصد دپاره اوکړو او ما څه شکریه ادا کړی ده؟ - او ددی ذکر سورة العمران (۱۳۵) کښی هم دی هرکله چه ورځ دقیامت وخت دحساب دی ټولو سره او نفس لوَّامه حساب کوؤنکی دی دخپل ځان سره ددی وجی نه دواړه ئی په یوځای کښی جمع کړل -
[۴،۳] دا زجردی مشتمل دی په دعویٰ دسورة باندی (عَلَى أَنْ نُسَوِّيَ بَنَانَهُ) په دی کښی دوه قولونه دی اول دا چه لکه مونږ قدرت لرو دبندونو په فنا کولو او خاروی کولو نو دارنگ قدرت لرو ددی بندونو په دوباره جوړولو باندی اودا خو واړه هډوکی اوباریک جوړخ دی نو معلومه شوه چه د غټو هډوکو په جمع کولو خوضرور قدرت لرو دوهم قول دادی چه قدرت لرو چه گوتی د لاسونو او خپو ستاسو همواری کړو او د اوښ په شان یوه خپړه ترینه جوړه کړو اوبیابه ورباندی هیڅ کار نشئ کولی اودا په شان دسورة واقعه (۶۱) شو لیکن اول قول غوره دی -