تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۵۹ اَلْمُدَّثِّر

كَلَّا بَلْ لَا يَخَافُونَ الْآخِرَةَ ﴿۵۳﴾ كَلَّا إِنَّهُ تَذْكِرَةٌ ﴿۵۴﴾ فَمَنْ شَاءَ ذَكَرَهُ ﴿۵۵﴾ وَمَا يَذْكُرُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ هُوَ أَهْلُ التَّقْوَى وَأَهْلُ الْمَغْفِرَةِ ﴿۵۶﴾

هیچ چیری نیشته بلکه دوی نه ویریږی د آخرت نه ﴿۵۳﴾
یقیناً دا خامخا نصیحت دی ﴿۵۴﴾
نوڅوک چه غواړی نصیحت دی واخلی ﴿۵۵﴾
او نه آخلی دوی نصیحت مگر چه اوغواړی اللّه تعالٰی هغه لائق دی ددی چه ویره تری اوکړی شی او هغه لائق دی د بخنی کولو ﴿۵۶﴾

[۵۶] په دی کښی تصریح ده چه بنده کارونه په مشیّت (ارادی) د اللّه تعالٰی سره دی دارنگ په سورة تکویر (۲۹) کښی هم دی لیکن په هغه سورة کښی کلام دی په مشیّت باندی نو دانسان مشیت ئی په مشیت د اللّه تعالٰی باندی موقوف کړو اوپه دی سورة کښی بحث دی په تذکیرباندی نو تذکیر دانسان ئی مشروط کړو په مشیت د اللّه تعالٰی باندی (هُوَ أَهْلُ التَّقْوَى) یعنی په تذکیردقرآن سره تقویٰ دشرک او کفر نه حاصلیږی او په تقویٰ سره مغفرت حاصلیږی اودا دواړه خاص دی په اللّه تعالٰی پوری ددی وجی نه ئی اهل اوئیلو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>