تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۵۸ اَلْمُدَّثِّر
وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ ﴿۴۴﴾ وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ ﴿۴۵﴾ وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ ﴿۴۶﴾ حَتَّى أَتَانَا الْيَقِينُ ﴿۴۷﴾ فَمَا تَنْفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشَّافِعِينَ ﴿۴۸﴾ فَمَا لَهُمْ عَنِ التَّذْكِرَةِ مُعْرِضِينَ ﴿۴۹﴾ كَأَنَّهُمْ حُمُرٌ مُسْتَنْفِرَةٌ ﴿۵۰﴾ فَرَّتْ مِنْ قَسْوَرَةٍ ﴿۵۱﴾ بَلْ يُرِيدُ كُلُّ امْرِئٍ مِنْهُمْ أَنْ يُؤْتَى صُحُفًا مُنَشَّرَةً ﴿۵۲﴾
او نه مونږ ورکوؤ خوراک مسکین ته ﴿۴۴﴾
او وؤ مونږه چه مشغولیدلو په عبثو کښی سره د مشغولتیا کوؤنکونه ﴿۴۵﴾
او وؤ مونږ چه تکذیب مو کوؤ د ورځی دجزاء ﴿۴۶﴾
تردی پوری چه راغی مونږته مرگ ﴿۴۷﴾
نو نفع نه ورکوی دوی ته سفارش د سفارش کوؤنکو ﴿۴۸﴾
نوه څه وجه ده ددوی لره چه د نصیحت دقرآن نه مخ اړوی ﴿۴۹﴾
گویا کښی چه دوی خره دی تیخته کوؤنکی ﴿۵۰﴾
چه تیخته کوی د ازمری نه ﴿۵۱﴾
بلکه غواړی هرسړی ددوی نه چه ورکړی شی هغه ته پانړی خوری وری ﴿۵۲﴾
[۴۴] مراد ترینه ترک دعبادات مالیو دی چه مصرف دهغی په شرع کښی مسکینان دی لکه زکوٰة او نظر ِللّه تعالٰی -
[۴۵] (نَخُوضُ) خوض، باطل بحث کول او عمل کول دی یعنی هرباطل مجلس او باطل جماعت او گمراه خلقو سره مونږ ښه ملگرتیا کوله - دشرک او کفر مجلسونو کښی کیناستل او د فسق او فجور کارونو کښی شرکت کول لکه عرسونه میلادونه (دبدعاتوپه رنگ) سینما گانی وغیره دی ټولو ته دا لفظ شامل دی مفس الوسی ذکرکړی دی چه کومو جلسو اجتماعاتو مجلسونو کښی د صحابه کرامو عیبونه وئیلی کیږی هغه هم په دی کښی داخل دی -
[۴۶] ددی ټولو جرمونو منشاء داده چه په قیامت باندی عقیده نه لری بلکه ښکاره انکار کوی -
[۴۷] ( الْيَقِينُ) په معنیٰ د مرگ دی لکه سورة حجر (۹۹) کښی ځکه چه عقل والا بلکه مطلق شعور والا مرگ باندی یقین کوی په مرگ کښی اختلاف نیشته اگرچه د هغی په اسبابو کښی یا د هغی په مابعد حالاتو کښی اختلاف دی -
[۴۸] حرف د فا دلالت کوی چه ماقبل جرمونه سبب دحرمان د شفاعت دی (فَمَا تَنْفَعُهُمْ) تخصیص په ضمیر د هُمْ سره دلالت کوی چه ددی قسم مجرمانو نه علاوه نورو مؤمنانو گنهگارو دپاره هم شفاعت کیدی شی دا عقیده د اهل سنت والجماعت ده اونفی د نفع نه مراد نفی دنفس شفاعت ده یعنی دی مجرمانو دپاره شفاعت نیشته نو نفع به څرنگ وی -
[۵۱،۵۰،۴۹] دا زجردی او سبب ذکرکوی دتیرشوی ذکرشوی وؤ جرمونو چه هغه اعراض دی د قرآن کریم نه (فَمَا لَهُمْ) استفهام د فائدی او د دلیل دی یعنی د اعراض دقرآن دپاره ددوی څه دلیل دی او څه فائده ده (قَسْوَرَةٍ) ددی دوه معنی مشهوری دی یو اسد (زمری) چه حماروحشی دهغه نه ډیر وریریږی، دوهم ویشتونکی (ښکارکوؤنکی) انسان - او قسورة مفرد او جمع دواړه استعمالیږی - او قَسْوَرَةٍ شور کولو ته هم وئیلی شی - اشاره ده چه قرآن بیانوؤنکی په شان د ازمری په شجاعت کښی او په شان د ښکار کوؤنکی دی په دعوت دخلقو کښی او دهغه نه اعراض کوؤنکی په شان د وحشی خرونو دی -
[۵۵،۵۴،۵۳،۵۲] دا هم زجردی ددی په قول قبیحه باندی اوپه دی کښی ډیر احتمالات دی اول دا چه هریو شخص ته دی د قرآن په شان ښکاره کتاب ورکړی شی لکه په سورة انعام (۱۲۴) کښی دی - دوهم داچه هریو شخص ته دی د اللّه تعالٰی دطرف نه پیغام وی ددی نبی په صدق باندی - دریم داچه هریو شخص ته د اورنه برائت نامه اولیږلی شی - څلورم داچه هرشخص ته دی د گناهونو او دهغی دکفاری فهرستونه ورکړی شی اودا ټولی ددوی د عناد خبری دی - (فَمَنْ شَاءَ ذَكَرَهُ) یعنی دا قرآن دی لولی او ددی درس او تدریس دی کوی اوپه دی باندی دی عمل کوی په شآء لفظ کښی اشاره ده چه دقرآن نه د وعظ حاصلولو دپاره پوره اراده او توجه کول ضروری دی - او شربینی وئیلی دی چه ددی مثال د خوږ سمندر دی څوک چه غواړی نو چونگونه او لپی ترینه ډکوی نقصان په کښی نه راځی -