تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۵۷ اَلْمُدَّثِّر
لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَتَقَدَّمَ أَوْ يَتَأَخَّرَ ﴿۳۷﴾ كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ ﴿۳۸﴾ إِلَّا أَصْحَابَ الْيَمِينِ ﴿۳۹﴾ فِي جَنَّاتٍ يَتَسَاءَلُونَ ﴿۴۰﴾ عَنِ الْمُجْرِمِينَ ﴿۴۱﴾ مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ﴿۴۲﴾ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ ﴿۴۳﴾
هغه چا لره چه غواړی ستاسونه داچه مخکښی شی یا روستو شی ﴿۳۷﴾
هر یو نفس په خپل عمل کښی به گانړه وی ﴿۳۸﴾
مگر ښی لاس والا ﴿۳۹﴾
په جنتونو کښی به وی تپوسونه به کوی ﴿۴۰﴾
د مجرمانو نه ﴿۴۱﴾
څه څیز داخل کړئ تاسو په سقر (اور) کښی ﴿۴۲﴾
دوی به اوائي نه وؤ مونږ دمونځ گذارونه ﴿۴۳﴾
[۳۸] دا تخویف دی (یتأخر) والوته -
[۴۱،۴۰،۳۹] دا استثناء متصل ده کل نفسٍ نه یعنی اصحاب الیمین د ایمان او عمل صالح په وجی سره حق ادا کړی دی نو ځان ئی خلاص کړو لکه چه مدیون دائن ته دین (قرض) ادا کړی نو خپله گانړه آزاده کړی - (سوال) په سورة مؤمنون (۱۰۱) کښی معلومیږی چه هیڅ څوک به تساؤل نشی کولی؟ (جواب) هغه حال په میدان حشر کښی دی مخکښی دفیصلی نه دی او دا حال په جنت کښی دننه دی (الْمُجْرِمِينَ) هغه کسان دی چه هغوی پټ کفراو شرک په خپلو عملونو سره ښکاره کړی دی ددی وجی نه روستوئی هغه اعمال ذکرکړی دی چه په هغی سره ددوی کفرښکاره شوی دی اگرچه هغه مطلقاً کفرنه دی -
[۴۲] لفظ د سلک کنایه ده د ډیر تنگ والی د سقرنه لکه چه تنگ سوری کښی غټ تار یا څه څیز داخلیدی شی -
[۴۳] په دی کښی اشاره ده چه ترک د صلوٰة سبب ددخول د سقردی اودا رنگ کافرانو ته به عذاب وی په ترک دفروعو سره سره دکفرنه - لفظ د مُصَلِّينَ، په صیغه د جمع سره اشاره ده چه صلوٰة ددوی د صحابو په شان نه وؤ او دارنگ دهغوی د جماعت نه ئی نفرت وؤ - او ترک د صلوٰة اشاره ده ترک دټولو عباداتو ته -