تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۵۶ اَلْمُدَّثِّر
وَاللَّيْلِ إِذْ أَدْبَرَ ﴿۳۳﴾ وَالصُّبْحِ إِذَا أَسْفَرَ ﴿۳۴﴾ إِنَّهَا لَإِحْدَى الْكُبَرِ ﴿۳۵﴾ نَذِيرًا لِلْبَشَرِ ﴿۳۶﴾
اوپه شپه باندی کله چه شا اوگرځوی ﴿۳۳﴾
اوپه صبا باندی کله چه رنړا کړی ﴿۳۴﴾
یقیناً دا یو دی د لویو څیزونو نه ﴿۳۵﴾
ویره ورکوؤنکی انسانانو ته ﴿۳۶﴾
[۳۷،۳۶،۳۵] دا جواب قسم دی (إِنَّهَا) ضمیر راجع دی آیاتونو او دلیلونو دقرآن ته لکه چه تیرشوی ضمیر هِیَ کښی دا توجیه وه او دروستو جملوسره ددی پوره مناسبت دی یا ضمیر راجع دی سقرته یا تکذیب د نبی ﷺ ته راجع دی په تاویل د خصلت سره یا قیامت ته راجع دی (نَذِيرًا لِلْبَشَرِ) د اصفت د قرآن او درسول دی او صفت د نارِ سقر او د قیامت هم کیدی شی (أَنْ يَتَقَدَّمَ) مراد ددی نه ایمان راوړل دی ځکه چه هغه تقدم دی په دنیا کښی خیرته اوپه آخرت کښی جنت ته (أَوْ يَتَأَخَّرَ) مراد ددی نه کفر او شرک کول دی چه په هغی سره روستو شو دخیرددنیا نه او محروم دی د جنت نه او دا دوه قسمونه په سورة الحجر (۲۴) کښی هم ذکردی - اودا مشیت په طریقی د زورنی سره ذکردی لکه سورة کهف (۲۹) -