تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۵۵ اَلْمُدَّثِّر

وَمَا جَعَلْنَا أَصْحَابَ النَّارِ إِلَّا مَلَائِكَةً وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةً لِلَّذِينَ كَفَرُوا لِيَسْتَيْقِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آمَنُوا إِيمَانًا وَلَا يَرْتَابَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْمُؤْمِنُونَ وَلِيَقُولَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْكَافِرُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَذَا مَثَلًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْبَشَرِ ﴿۳۱﴾ كَلَّا وَالْقَمَرِ ﴿۳۲﴾

او نه دی مقرر کړی مونږ ساتونکی د اور مگر ملائک اونه ده گرځولی مونږ شماره ددوی مگر امتحان دپاره د کافرانو ددی دپاره چه پوخ یقین اوکړی هغه کسان چه ورکړی شوی دی کتاب او زیاتی شی مؤمنان په ایمان کښی او شک اونه کړی هغه کسان چه ورکړی شوی دی کتاب او مؤمنان اوچه اووائی هغه کسان چه په زړونو دهغوی کښی مرض (نفاق) دی او نور کافران چه څه غوښتی دی اللّه تعالٰی په دی بیان سره دغسی گمراه کوی اللّه تعالٰی هغه څوک چه اوغواړی او هدایت کوی هغه چاته چه اوغواړی او نه پیژنی لښکری د رب ستا مگر هغه اونه دی دا مگر یاداشت دی انسانانو لره ﴿۳۱﴾
یقیناً داسی ده او قسم دی په سپوږمئ باندی ﴿۳۲﴾

[۳۱] په دی آیت کښی ذکر دمصداق دتیرشوی اسم عدد دی یعنی چه هغه ملائک دی او ذکر دحکمتونو د دغه عدد دی (وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةً) دا عدد خاص دی (تسعة عشر) اوله فائده ده فِتْنَةً په معنیٰ دامتحان یاپه معنیٰ دگمراهئ یاپه معنیٰ دعذاب سره دی او سبب (مضاف) محذوف دی او سبب د امتحان او دگمراهئ دډیرو وجوهونه دی اوله داچه نورلس دی نو شل ولی نه دی او حال داچه دا اعتراض خوپه هریو عددباندی کیدی شی - دوهم وجه داچه اللّه تعالٰی کمزوری دی چه صرف نورلس نوکران ئی دی لیکن ورپسی فرمائیلی دی (وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ) دریمه وجه داچه کافرانو استهزاء کوله چه بی شمیره کافران دی نو نورلس ملائک به هغوی لره څه رنگ جهنم کښی واچوی اوپه هغی کښی به ئی راگیرکړی لیکن حال داچه یو ملک لکه (جبرئیل) یویو غر او کلی هم پورته کولی شی نودا اعتراضونه سبب دگمراهئ دی - او دسبب دعذاب دا معنیٰ ده چه په آخرت کښی به ملائک ددوی په عذاب ورکولو باندی مقرر وی او هغوی ته زبانیه ملائک وئیلی شی (لِيَسْتَيْقِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ) دا متعلق دی د جعلنا سره او دوهمه فائده د عدد ذکرکوی یعنی کافران اهل کتاب به ددی عدد په اوریدلو سره پوره یقین اوکړی په صدق درسول او قرآن باندی ځکه چه په تورات او انجیل کښی هم دا عدد ذکردی (وَيَزْدَادَ) دا دریمه فائده ده یعنی مؤمنان د اهل کتابونه، چه دمخکښی نه دهغوی یقین او اقراروؤ په صدق دقرآن او رسول باندی او دا ایمان دی او ددی عدد په اوریدلوسره (په موافقت دتورات او انجیل سره) ددوی ایمان نورزیات شو او دا دلیل دی چه په ایمان کښی زیاتی راتلی شی لکه چه دا ډیرو محدثینو مسلک دی - اودی ته ئی زیادت په دی وجی سره اوئیلو چه اظهار دیقین په ژبه او عمل سره بار بار کیږی نو نورو خلقو ته هم د هغی علم حاصلیږی او صرف یقین خو پټ دی د هغی د زیادت پته نه لگی (وَلَا يَرْتَابَ الَّذِينَ) دا څلورمه فائده ده (سوال) د لیستقین نه روستو ولایرتاب څه فائده لری او المؤمنون ئی دورباره ولی ذکرکړو؟ (جواب) کله کله یقین دیو انسان حاصل شی لیکن بیا د وسوسو او شبهاتو په سبب سره په هغی کښی شک پیدا شی نو یقین زائله شی ددی وجی نه ئی دلته ئی نفی د ارتیاب اوکړه چه دا داسی خبره ده چه په دی کښی شک او شبهه هم نشی راتللی او دلته د (أُوتُوا الْكِتَابَ) نه عالمان د تورات او انجیل مراد دی او مخکښی عوام مراد وؤ - او الْمُؤْمِنُونَ نه مراد مؤمنان ددی امت دی او مخکښی مؤمنان د کتابیانو مراد وؤ (وَلِيَقُولَ الَّذِينَ) دا پنځمه فائده ده (مَثَلًا) په معنیٰ دحدیث (خبری) دی یا په معنیٰ دمثال سره دی په گمان ددوی کښی یعنی ددوی خیال وؤ چه په دی سره معنیٰ ظاهری مراد نه ده بلکه اللّه تعالٰی په طریقه د مثال سره ذکرکړی ده لیکن په مثال سره مقصد څه دی؟ (كَذَلِكَ) دا جواب ددی قول دی چه مّاذا و كَذَلِكَ خبرد مبتداء محذوف دی یعنی اَلْاَمْر كَذَلِكَ، یعنی ددی مقصد معنیٰ ظاهری ده او فائدی په کښی اضلال دبعضو او هدایت د بعضو دی لکه چه سورة بقره (۲۶) کښی ذکردی - اودا آیت صریح دلیل دی چه اضلال او هدایت په لاس د اللّه تعالٰی کښی دی (وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ) دا جواب تحقیقی دی د اعتراض د مشرکانو چه هغوی وئیل چه نورلس کسان به څه کار اوکړی؟ د جواب حاصل دادی چه نورلس خو مشران دی او نورملائک د انسان دشماری نه بهردی او دارنگ دا رد دی په فلاسفؤ دیونان وغیره باندی چه هغوی وئیلی وؤ په نورلس کښی لس عقول عشره دی او نهه نفوس دی او دا قول ددوی انکار دی د ملائکونه - (وَمَا هِيَ) په دی ضمیرکښی دری توجیهات دی اول دا راجع دی آیات قرآنیه او دلیلونو ته نو ترغیب الی القرآن دی - دوهم، ضمیرراجع دی نارته یعنی ذکر د سقر کښی مقصد تخویف اخروی دی دریم دا راجع دی جنود ته یعنی په ذکرددی لښکرو کښی دقدرت او د علم د اللّه تعالٰی تذکیر اویاداشت دی بشرته او دا مرجع نزدی ده -
[۲۴،۳۳،۳۲] (وَالصُّبْحِ إِذَا أَسْفَرَ) هرکله چه ادبار دلالت کوی په تیریدلو باندی نو حرف د اِذ (چه دلالت کوی په ماضی باندی) ئی راوړو - أَسْفَرَ: ددی معنیٰ دکشف او د خروج ده یعنی د تیری دشپی نه را اوځی او رنړا اوکړی - په قمرکښی اختلاط د رنړا د سپوږمئ او تیری دشپی وی او دشپی خو صرف تیری دی او دصبا خو صرف رنړا ده او داټول تصرفات د اللّه تعالٰی او دهغه عظیم قدرت دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>