تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۵۴ اَلْمُدَّثِّر

ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ ﴿۲۳﴾ فَقَالَ إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ يُؤْثَرُ ﴿۲۴﴾ إِنْ هَذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ ﴿۲۵﴾ سَأُصْلِيهِ سَقَرَ ﴿۲۶﴾ وَمَا أَدْرَاكَ مَا سَقَرُ ﴿۲۷﴾ لَا تُبْقِي وَلَا تَذَرُ ﴿۲۸﴾ لَوَّاحَةٌ لِلْبَشَرِ ﴿۲۹﴾ عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ ﴿۳۰﴾

بیائی شا اوگرځوله او لوئی اوکړه ﴿۲۳﴾
نو اوئیل ئی نه دی دا مگر جادو دی نقل کړی شوی ﴿۲۴﴾
نه دی دا مگر ویناه ده د بنده ﴿۲۵﴾
زر دی چه داخل به کړم دی اورته ﴿۲۶﴾
او څه پته ده تاته چه څه دی سقر (اور) ﴿۲۷﴾
نه پريږدی باقی ددوی نه هیڅ څوک اونه پریږدی د بدن نه څه څیز ﴿۲۸﴾
سوځوؤنکی دی د څرمنی ﴿۲۹﴾
په هغی باندی مقرر دی نورلس ﴿۳۰﴾

[۲۵،۲۴] په دی کښی تفصیل دقدّر دی چه دوه کرته ذکر وؤ (إِنْ هَذَا) په طریقه د حصر سره اوئیل یعنی چا وئیل چه دی مجنون دی چا وئیل چه دی شاعر دی اوقرآن شعردی چا وئیل چه دی کاهن دی نودی مکذب دهغی تردید اوکړو چه دا حکمتونه غلط‌ دی بلکه صرف سحردی چه په هغی سره اولاد د مور او پلارنه او رونړه د یوبل نه جدا کوی یعنی یو شخص ایمان راوړی نودهغه بل سره ئی دشمنی پیداشی - (يُؤْثَرُ) په دی کښی اشاره ده چه دا زوړ سحردی د مخکښی ساحرانو نه نقل کړی شوی دی یعنی مجرب دی - (إِنْ هَذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ) (سوال)‌ په دواړو جملو کښی حصردی او حال دادی چه حصرپه یو کښی صحیح وی یابه سحروی یابه قول البشروی؟ (جواب: ۱) دا کلام د منکردی نو هغه منکرپه هغی کښی مضطرب دی لکه یو طعن کوی نو کله بل طعن کوی (جواب: ۲) اول حصرپه نسبت د کهانت او شعروؤ اودا حصر په نسبت د قول د اللّه تعالٰی سره دی یعنی دا د اللّه تعالٰی قول نه دی -
[۲۷،۲۶] دا تخویف اخروی دی په سقر سر ه او دهغی هیبت شان په پنځه حالاتو سره ذکرکوی - (سَقَرَ) سقر په لغت کښی وِیلی کولو او بدشکله کولو ته وئیلی کیږی اود ابن عباس رضی اللّه عنهما روایت دی چه دا نوم دشپږمی طبقی د جهنم دی -
[۲۸] فرق ددواړو په څو وجوهوسره دی اوله وجه داچه باقی نه پریږدی هیڅ څیز (چه په کښی داخل شی) مگرهلاک به ئی کړی اوپه حالت دهلاکت به ئی هم نه پریږدی تردی چه دوباره چه جوړشی او داسی کاربه همیشه وی - دوهمه وجه دا چه نه پریږدی غوښه او نه پریږدی هډوکی ددوی - دریمه وجه داچه نه به پریږدی بغیر دعذاب نه اونه به ئی پریږدی په حالت دعذاب کښی -
[۲۹] (لِلْبَشَرِ) مراد ددی نه ظاهری څرمن ده یعنی ټول څرمن د بدن د جهمنی به داسی اوسوځوی چه تور سټکوری به شی اوبل قول دادی چه دبشرنه مراد انسانان دی -
[۳۰] دا عددی دی د څوکیدارانو دجهنم چه په دوی کښی مالک (سردار) ددوی داخل دی - اوقرطبی وئیلی دی چه صحیح داده چه دا ټول به سرداران او نقیبان وی او ددوی دلاندی بی شماره نور ملائک دی لکه چه روستو راځی - وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>