تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۵۳ اَلْمُدَّثِّر
وَمَهَّدْتُ لَهُ تَمْهِيدًا ﴿۱۴﴾ ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَ ﴿۱۵﴾ كَلَّا إِنَّهُ كَانَ لِآيَاتِنَا عَنِيدًا ﴿۱۶﴾ سَأُرْهِقُهُ صَعُودًا ﴿۱۷﴾ إِنَّهُ فَكَّرَ وَقَدَّرَ ﴿۱۸﴾ فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ ﴿۱۹﴾ ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ ﴿۲۰﴾ ثُمَّ نَظَرَ ﴿۲۱﴾ ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ ﴿۲۲﴾
او تیار کړی دی ما هغه لره سامانونه تیار ﴿۱۴﴾
بیا دی طمع کوی چه زیاتی ورکړم ﴿۱۵﴾
هیچ چیری نشی کیدی یقیناً دی ځمونږ د آیاتونو سره عناد کوؤنکی دی ﴿۱۶﴾
نو ضرور به اوخیژوم ده لره په لویه چرهائی باندی ﴿۱۷﴾
یقیناً ده سوچ اوکړو او اندازه ئی اولگوله ﴿۱۸﴾
نو پس تباه دی شی څه رنگه اندازه ئی اولگوله ﴿۱۹﴾
بیا دی تباه شی چه څه رنگه اندازه ئی اولگوله ﴿۲۰﴾
بیا ئی اوکتل ﴿۲۱﴾
بیا ئی تندی تریو کړو رنگ ئی بدل شو ﴿۲۲﴾
[۱۶] (عَنِيدًا) یعنی عناد کول دهغه کسب او عادت گرځیدلی دی او عناد کوی د توحید سره او درسالت سره او دقرآن سره او دخبردبعث سره، د هریو حقی خبری سره عناد کوؤنکی دی، او سرهٔ دعلم نه انکار کوؤنکی دی -
[۱۷] دا تخویف دی دغه عنادی ته (صَعُودًا) مشقت دداسی عذاب چه هیڅ راحت به ورسره نه وی اوپه حدیث د احمد او ترمذی کښی راغلی دی چه دا نوم د یو غردی چه اویا کاله به هغه ته ورخیژی او بیابه ئی دغه شان خکته را غورځوی لیکن دا حدیث منکر او غریب دی (ابن کثیردغسی فرمائیلی دی) -
[۲۰،۱۹،۱۸] دا تفسیر دعناد دی چه په عنیداً ذکر شو او لس احوال دی دتکذیب کوؤنکی د رسول او قرآن دپاره په زجر ورکولو سره (فَكَّرَ) مراد داچه هرکله دده نه د قرآن او نبی په باره کښی تپوس اوکړی شو نو ده په هغی باندی د طعن دپاره سوچونه اوکړل (وَقَدَّرَ) یعنی د طعن کولو دپاره ئی په زړه کښی څه منصوبه جوړه کړله (فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ) دا په طریقه د دعا شرده اود اللّه تعالٰی دطرف نه په واقع کښی موجود ده اومراد ددی نه اهلاک او لعنت کول دی (ثُمَّ قُتِلَ) په دی کښی تکراراو کثرت د لعنت ته اشاره ده یا اول اشاره ده لعنت او اهلاک ددنیا ته او دوهم اشاره ده اهلاک دبرزخ ته او قدرئی دوه کرته ذکرکړو ځکه چه دطعن کولو دپاره ئی دوه قسمه کلمات جوړ کړی دی یو سحراو قول البشر چه ورپسی ئی ذکرکړی دی -
[۲۳،۲۲،۲۱] په ثُمَّ نَظَرَ کښی اشاره ده چه په وخت دفکر کولو کښی ئی سترگی پټی کړی وی یا ئی لاندی نظر کوؤ نو روستود فکرنه ئی سترگی اوغړولی او خلقو ته ئی اوکتل (عَبَسَ) هرکله چه انسان په یوڅیز کښی فکرکوی اوپوره نتیجی ته اونه رسیږی نوزړه ئی تنگ او تندی ئی تریوشی د سترگو په مينځ کښی ئی په تندی باندی چونړونه پیدا شی دیته عبس وئیلی شی او عبس په اصل کښی هغه پچی او غوشیان وی چه په لکئ د څاروی پوری وچ شوی وی (وَبَسَرَ) د تندی د چونړ کولو نه روستو په مخ باندی د خفگان اثر راشی او مخ ئی خړشی او بدل شی دی ته بسور وئیلی کیږی (ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ) په دی ثم کښی اشاره ده چه دطعن کولو دپاره ورته هیڅ ثبوت ملاؤ نه شو او تنگ شو نوپه کار دا وه چه تصدیق ئی کړی وی لیکن دعناد وجی نه شا ئی اوگرځوله یعنی تکذیب ئی اوکړو اوداد جهل دوجی نه وؤ بلکه وَاسْتَكْبَرَ، د تکبر د وجی نه وؤ او استکبار سپک گنړل دحق دخبری او دحق پرست او دحق نه په ضد سره انکار کولوته وئیلی شی لکه چه په حدیث کښی راغلی دی -