تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۵۲ اَلْمُدَّثِّر

وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ ﴿۷﴾ فَإِذَا نُقِرَ فِي النَّاقُورِ ﴿۸﴾ فَذَلِكَ يَوْمَئِذٍ يَوْمٌ عَسِيرٌ ﴿۹﴾ عَلَى الْكَافِرِينَ غَيْرُ يَسِيرٍ ﴿۱۰﴾ ذَرْنِي وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًا ﴿۱۱﴾ وَجَعَلْتُ لَهُ مَالًا مَمْدُودًا ﴿۱۲﴾ وَبَنِينَ شُهُودًا ﴿۱۳﴾

او خاص د رب خپل دپاره صبرکوه ﴿۷﴾
پس کله چه پوکی اوکړی شی په شپیلئ‌ کښی ﴿۸﴾
نو دا په دغه ورځ، ورځ سخته ده ﴿۹﴾
په کافرانو باندی نه ده آسانیدونکی ﴿۱۰﴾
پریږده ما او هغه څوک چه پیدا کړی دی ما یواځی ﴿۱۱﴾
او ورکړی دی ما هغه لره مالونه خواره واره ﴿۱۲﴾
او ځامن په ځای حاضر ﴿۱۳﴾

[۷] دا بل ادب دی او (لِرَبِّكَ) ئی مخکی ذکرکړی دی دپاره د اخلاص او صبر عام دی که په طاعاتو کولو سره وی یاپه مصیبتونو باندی وی -
[۱۰،۹،۸] دا تخویف اخروی دی مناسبت مخکښی سره دادی چه انذار دخلقو ضروری دی دپاره ددی چه دقیامت دعُسر (سختئ) نه بچ شی (عَلَى الْكَافِرِينَ) دا دلالت کوی چه په مؤمنانو باندی آسانه ده (غَيْرُ يَسِيرٍ) په دی قید لگولو کښی یوه فائده داده چه بعضی څیز په یو وجی سره سخت وی لیکن په بل وجی سره آسان وی نوپه دی قید سره ئی دا وهم دفع کړو چه هغه ورځ په هره وجی سره په کافرانو باندی سخته ده - دوهمه فائده داده چه سختی دهغه ورځی په مؤمنانو باندی شته لکه چه بعضو نصوصو نه ثابت ده لیکن دهغوی سختی به بیا بدله شی په آسانتیا سره اودکافرانو سختی نه بدلیږی په یُسر سره - دریمه فائده داده چه په دی کښی اثبات دیوڅیز او نفی دضد هغی ئی کړی ده دپاره د تاکید د سختئ دهغی ورځی -
[۱۵،۱۴،۱۳،۱۲،۱۱] دا آیاتونه اگر چه په باره د ولید بن مغیره کښی نازل شوی دی لکه چه ابن جریر او ابن کثیر ذکر کړی دی لیکن اعتبار عموم ددی صفتونو ته دی یعنی دا راتلونکی ذکر کړی شوی نعمتونه چه په یو انسان باندی شوی وی اوپه دی صفتونو سره موصوف وی لیکن د اللّه تعالٰی دکتاب سره دشمنی او عناد کوی نو دا آیاتونه هرهغه شخص ته شامل دی (مَالًا مَمْدُودًا) مال په ډیر وسعت سره چه فائده ئی جاری وی اوهغه اوښان، اسونه، نورڅاروی، مریان، وینځی او باغونه او نقد مالونه دی ټولو ته شامل دی (وَبَنِينَ شُهُودًا) حاضر وؤ دپلار سره په هرمجلس او جرگه کښی یعنی د سفر کولو د تجارتونو دپاره حاجت نه لری (وَمَهَّدْتُ لَهُ تَمْهِيدًا) تَمهیِداً په نیز د عربوتیارول د سامان دی دپاره د آرام او اسانتیا یعنی د ژوند دوسعت او آسانتیا دپاره ئی ده لره ډیر اسباب او سامان وکړی دی اودا ډیر نعمتونو او دمال قسمونو ته اشاره ده (أَنْ أَزِيدَ) په دنیا کښی نور نعمتونه ورکول یا په آخرت کښی جنت ورکول په زعم دهغه سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>