تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۵۱ اَلْمُدَّثِّر

قُمْ فَأَنْذِرْ ﴿۲﴾ وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ ﴿۳﴾ وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ ﴿۴﴾ وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ ﴿۵﴾ وَلَا تَمْنُنْ تَسْتَكْثِرُ ﴿۶﴾

اودریږه نو ویره ورکړه ﴿۲﴾
او خاص د رب خپل لوی وایه ﴿۳﴾
او جامی خپلی پاکی ساته ﴿۴﴾
اود هری پلیتئ نه ډډه اوکړه ﴿۵﴾
او مه اچوه احسان چه ډیر کار گنړی ﴿۶﴾

[۲] مراد ددی نه د خوب او دآرام نه بیداریدل او تیاری کول او کارشروع کول دی صرف د خپو اودریدل مراد نه دی (فَأَنْذِرْ) دا مقصد دقیام دی یعنی قیام اوکړه دپاره دانذار او انذار تخویف دی سره د اعلان نه یعنی مسئله د توحید ورته داسی بیان کړه چه ددی په منلو سره لوی عذاب راتلونکی دی -
[۳] په دی کښی تفسیرد انذار دی چه هغه توحید دی په بیان دکبریاء د اللّه تعالٰی سره او قرطبی وئیلی دی چه مراد په دی سره پاکی د اللّه تعالٰی ده شرک او تشبیه نه او دولد او صاحبه نه دهغه نه سیوا بل ولی مه نیسه بل معبود مه جوړوه دبل چا فعل (اختیارکلی) مه منه دبل چا نعمت او احسان مه منه -
[۴] دا ادب د دعوت دی او په دی کښی ډیر اقوال دی د مفسرینو اوله معنیٰ داده چه جامی خپلی د نجاساتو نه پاکی ساته ځکه داعی خو مونځ ضرور کوی او دهغی دپاره طهارت د جامی فرض دی لیکن په عامو اوقاتو کښی هم د مؤمن دپاره پاکی جامی په کاردی - دوهم داچه عمل خپل پاک ساته دشرک او ریاء او سمعت نه - دوهمه توجیه داده چه خپله ذمه پاکه کړه او خپله غاړه خلاصه کړه په دعوت او تبلیغ سره - دریمه توجیه داده چه خپل نفس لره د قبیح اخلاقو نه پاک کړه، څلورمه داده چه خپل زړه د توجه د غیراللّه نه پاک کړه دریمه معنیٰ داده چه جامی خپلی دغیرشرعی طریقی نه پاک ساته یعنی دحرام مال نه جامی مه جوړوه دارنگ د ریښمو جامی مه استعمالوه دارنگ جامه د گیټو نه مه کوزوه که لنگ وی یا پرتوگ قمیص وغیره وی (ددی نه په احادیثو کښی صریح منع کړی شوی ده) څلورمه معنیٰ دا چه دین خپل لره پاک ساته د شرکا او بدعاتو وغیره نه حاصل دادی چه دا الفاظ ددی ټولو معانیو احمتال لری اوپه دی معانیو کښی هیڅ منافات نیشته نوټولو ته شامل دی -
[۵] دا بل ادب دی (وَالرُّجْزَ) په معنیٰ داصنامو دی نومراد ترینه عبادت دهغوی دی یا رجزپه معنیٰ دشرک دی یا په معنیٰ دگناه سره دی یا په معنیٰ دعذاب دی په حذف دمضاف سره یعنی الرجز نو معنیٰ داچه د اسبابو د عذاب نه ځان بچ ساته یامراد ددی نه اهل الرجز دی لکه چه سورة مزمل (۱۰) کښی دهغوی په هجران باندی امرشوی دی اودی ته براء‌ وئیلی شی نوپه ایمان کښی ولاء او براء په شرعی طریقی سره ضروری ده او شاره ده چه داعی له په کار ده چه هرقسم ناکاره ملگرو او ناکاره مجلسونو او اسباب د معصیت نه ځان بچ اوساتی -
[۶] دا بل ادب دی ددی جملی به تفسیر کښی قرطبی یوولس اقوال ذکرکړی دی - بعضی معانی داسی دی (۱) احسان مه کوه په اللّه تعالٰی باندی په دعوت کولو سره په داسی حال کښی چه ته ئی ډیر گنړی، یعنی داعی د حق دی په اللّه تعالٰی باندی زبادنی نه کوی اوداسی دی هم نه وائي چه ما ډیر کار کړی دی نور بس دی - (۲) احسان مه کوه په مخلوق باندی ددعوت کولو ددی دپاره چه ډیر مال او عزت طلب کوی (۳) هیڅ چا لره په دی اراده مه ورکوه چه دهغه نه په عوض کښی ډیر غواړی (۴) کمزوری مه کوه د کار ددعوت نه په دی وجی سره چه ډیرئی گنړی (۵) مه بس کوه کار ددعوت لره په دی وجی سره چه ډیر ئی گنړی - او سین په تستکثر کښی دپاره دطلب دی یاد پاره دشمارلو او وجدان دی لکه چه ددغه معانو نه ثابته شوه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>