تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۶۹ اَلدَّهْر

وَجَزَاهُمْ بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا ﴿۱۲﴾ مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا ﴿۱۳﴾ وَدَانِيَةً عَلَيْهِمْ ظِلَالُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًا ﴿۱۴﴾ وَيُطَافُ عَلَيْهِمْ بِآنِيَةٍ مِنْ فِضَّةٍ وَأَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِيرَا ﴿۱۵﴾ قَوَارِيرَ مِنْ فِضَّةٍ قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا ﴿۱۶﴾ وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِيلًا ﴿۱۷﴾ عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّى سَلْسَبِيلًا ﴿۱۸﴾

او بدله ئی ورکړه دوی ته په سبب دصبر ددوی جنت او ریښم ﴿۱۲﴾
تکیه به وهی په هغی کښی په پالنگونو باندی نه به وینی په هغی کښی گرمی او نه یخنی ﴿۱۳﴾
اورا کاږه به وی په دوی باندی سوری دهغی او راکوز شوی به وی غونچکونه د هغی په را کوځیدلو ﴿۱۴﴾
او گرځولی به شی په دوی باندی لوخی د سپینو زرو او گلاسونه چه وی به شیشه ﴿۱۵﴾
شیشه جوړه شوی د سپینوزرو نه اندازه کړی به ئی وی هغه په خاص اندازه ﴿۱۶﴾
او څښولی به شی په دوی باندی په هغی کښی ډکی پیالئ چه وی به گډون ده هغی زنجبیل (ادرک) ﴿۱۷﴾
چینه ده په هغی کښی نوم ورته وئیلی شی سلسبیل ﴿۱۸﴾

[۱۲] (بِمَا صَبَرُوا) یعنی صبرئی کړی دی په مخکښی ذکرشوی صفاتو باندی اودی صبرته ثبات علی الدین وئیلی کیږی -
[۱۳] (شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا) مراد ددی نه گرمی او ډیره یخنی ده او دا دواړه حالات په کښی نیشته یا زمهریر سپوږمئ ته وئیلی شی نومراد ددی نه ورځ او شپه راتلل دی یعنی یو رنړا به همیشه وی نه به بدلیږی په شان دشپی او ورځی ددنیا -
[۱۴] (ظِلَالُهَا) سوری په جنت کښی د نمر دوجی نه نه دی بلکه داسی سوری چه په دنیا کښی صبا ختلو نه روستو د نمرخاته پوری وی او ها ضمیر اونو ته راجع دی (وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا) یعنی په حالت د ولاړی او ناستی او ملاستی کښی به دده په اشاره پسی روان وی او ازغی او لری والی به مانع نه وی -
[۱۶،۱۵] داد خوراک څښاک حالات ذکرکوی (وَيُطَافُ) مجهول صیغی سره اشاره ده چه خادمان به ډیر قسمونه وی غِلمان او وِلدان او حوری وغیره (بِآنِيَةٍ) دا جمع د اناء ده اوددی جمع بیا اوانی راځی - (مِنْ فِضَّةٍ) دا یو قسم دجنت دی چه په هغی کښی به هرڅیز د سپینو زرو نه جوړ وی او بل قسم جنت هغه دی چه دهغی نعمتونه د سروزرو نه جوړ وی لکه زخرف (۷۱) کښی دی (وَأَكْوَابٍ) کوب داسی لوخی د څښلو ته وئیلی شی چه کړئ‌ او سنت ئی نه وی لکه په شان د گلاسونو (كَانَتْ قَوَارِيرَا) یعنی صفائی او شفافت کښی په شان دشیشی وی قارورة هغه لوخی ته وئیلی شی چه د شیشی نه جوړ وی اوپه هغی کښی اوبه او خوراک قراری نیسی او مراد ددی نه دلته شیشی دی (قَوَارِيرَ مِنْ فِضَّةٍ) په دی کښی جواب د وهم دی چه دا شیشی دی نوبیا خوبه زر ماتیږی اوبل دا چه دشیشی په اصل کښی توروالی دی؟ حاصل جواب دادی چه ددی اصل د سپینوزرو نه دی توروالی په کښی نیشته اگرچه صفائی او شفافت ئی د شیشی په شان دی یعنی دوه صفتونه متضاد په کښی په قدرت د اللّه تعالٰی سره جمع شوی دی (قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا) مراد دتقدیر نه دادی چه نه به ددوی نه زیاتی کیږی او نه به کمیږی او نه هغه لوخی ډیر درانه دی او نه ډیر سپک دی په مقدار د ارادی ددوی او د موړوالی ددوی به وی -
[۱۸،۱۷] مخکښی د طعام لوخی ذکرشول اوس د څښلو نعمت ذکرکوی (زَنْجَبِيلًا) په اصل ادرک (سونډ) ته وئیلی کیږی اودا په طبیعت کښی گرم دی لکه چه کافور طبعاً یخ دی یعنی لکه چه په دنیا کښی په مشروباتو کښی کله کله کافوراو زنجبیل استعمالیږی نو په جنت کښی به هم داسی وی اگرچه کافور او زنجبیل چینی دی په جنت کښی اوبی شماره فائدی او ډیر لذتونه په کښی دی (سَلْسَبِيلًا) هغه مشروب چه په مرئ کښی په آسانه سره تیریږی دوجی د ښائسته خوند دهغی نه او د ډیر لذت نه او دپوره صفایئی د هغی نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>