تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۷۰ اَلدَّهْر

وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَنْثُورًا ﴿۱۹﴾ وَإِذَا رَأَيْتَ ثَمَّ رَأَيْتَ نَعِيمًا وَمُلْكًا كَبِيرًا ﴿۲۰﴾ عَالِيَهُمْ ثِيَابُ سُنْدُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ وَحُلُّوا أَسَاوِرَ مِنْ فِضَّةٍ وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا ﴿۲۱﴾ إِنَّ هَذَا كَانَ لَكُمْ جَزَاءً وَكَانَ سَعْيُكُمْ مَشْكُورًا ﴿۲۲﴾

او ډیربه ځی راځی ددوی خدمت لره هلکان همیشه به وی کله چه ته اوینی هغوی گمان به اوکړی په هغوی باندی ملغلری خوری وری ﴿۱۹﴾
اوکله چه ته اووینی هغه ځآی نو اوبه وینی نعمتونه او بادشاهی لویه ﴿۲۰﴾
بره طرف ددوی به جامی د نرو ریښمو شنو وی او غټ ریښم (به لاندی وی) او اچولی کیږی به دوی ته بنگړی د سپینو زرو او څښوی به دوی ته رب ددوی د څښلو څیز پاکوؤنکی ﴿۲۱﴾
یقینا ً داده تاسو لره بدله او دی عمل (کوشش) ستاسو قبول کړی شوی ﴿۲۲﴾

[۱۹] د مطعوماتو او مشروباتو د نعمتونو دذکر نه روستو د خدمتگارانو ذکرکوی (يَطُوفُ) یعنی خادمان په عمر د عدم بلوغ کښی تعبیر ئی په ولدان سره ددی وجی نه دی چه جنتیانو ته به داسی محبوب وی لکه اولاد د هغوی صرف خدمت کول به مقصد نه وی (مُخَلَّدُونَ) تیدیل او مرضونه، بوډاوالی او فنا ورباندی نه راځی (لُؤْلُؤًا مَنْثُورًا) تشبیه ده په حسن او صفائی او ډیروالی او خواره واره کیدلو دخدمت دپاره په جنت کښی -
[۲۱،۲۰] د خاص تفصیلی نعمتونو نه روستو اجمالی او عام نعمتونو ته اشاره کوی چه دهغی شمار مخلوق ته معلوم نه دی ددی وجی نه نعیماً ئي نکره ذکرکړی ده (مِنْ فِضَّةٍ) او سورة فاطر(۳۳) او سورة حج (۲۳) کښی ئی ذهب ذکرکړی دی په اعتبار دتقسیم د جنتیانو سره دوه قسمونو ته ذهب دپاره د مقربون او فضه دپاره د ابرارو یادا چه ددوی لاسونوته به دواړه قسمونه اساور اغوستلی شوی وی ذهب او فضه دواړه یا ذهب به دپاره د زنانو وی او فضه دپاره د نارینووی یا به ذهب دپاره د جنتیانو وی اوفضة به د ولدانو دپاره وی (طَهُورًا) نجس به نه وی په شان دشرابو ددنیا - او خیری نه به هم پاک وی اوددی نه به لوی بول او واړه بول نه جوړیږی -
[۲۲] (مَشْكُورًا) شکر د اعمالو د طرف د اللّه تعالٰی نه قبولیت دهغی دی اوپه هغی باندی ستائینه کول دی (وَكَانَ) واؤ دپاره د علت د ماقبل دی (کان لکم جزاءَ) یادا اشاره ده زیادت د جزاء ته وخت په وخت -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>