تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۷۶ اَلْمُرْسَلات

وَجَعَلْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ شَامِخَاتٍ وَأَسْقَيْنَاكُمْ مَاءً فُرَاتًا ﴿۲۷﴾ وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ﴿۲۸﴾ انْطَلِقُوا إِلَى مَا كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ ﴿۲۹﴾ انْطَلِقُوا إِلَى ظِلٍّ ذِي ثَلَاثِ شُعَبٍ ﴿۳۰﴾ لَا ظَلِيلٍ وَلَا يُغْنِي مِنَ اللَّهَبِ ﴿۳۱﴾ إِنَّهَا تَرْمِي بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِ ﴿۳۲﴾ كَأَنَّهُ جِمَالَتٌ صُفْرٌ ﴿۳۳﴾ وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ﴿۳۴﴾

او جوړ کړی دی مونږ په دی (ځمکه) کښی غرونه دنگ او څښولی دی مونږپه تاسو باندی اوبه خوږی ﴿۲۷﴾
تباهی ده په دغه ورځ تکذیب کوؤنکو لره ﴿۲۸﴾
لاړ شئ هغه څیزته چه تاسو دهغی تکذیب کوؤ ﴿۲۹﴾
لاړ شی سوری ته چه دری څانگو والا دی ﴿۳۰﴾
نه دی سوری ورکوؤنکی او نه فائده ورکوی د شغلو نه ﴿۳۱﴾
یقیناً دا اور ویشتل کوی په بسرو چه په شان دبنگلو دی ﴿۳۲﴾
گویا چه هغه اوښان بی مهارا دی ﴿۳۳﴾
تباهی ده په دغه ورځ تکذیب کوؤنکو لره ﴿۳۴﴾

[۲۷] دا بل دلیل عقلی افاقی وسطی دی -
فائده: په دی دری دلیلونو (خلق دانسان او خلق دځمکی او خلق دغرونو) کښی مناسبت دی، هغه دادی چه د نطفی نه د انسان پیدائش دی او د ځمکی نه د بوټو پیدائش دی او غرونونه د اونو بوټو، معدنیاتو او اوبو پیدائش دی نوهغه اللّه تعالٰی چه په دی دری قسمونو پيدائش باندی قدرت لری نو ضروری خبره ده چه هغه په بعث بعدالموت باندی قدرت لری -
[۲۸] مراد ددی نه هغه خلق دی چه د ځمکی دپیدائش او دفائدی نه او دغرونو او اوبود پیدائش نه انکار کوی چه اللّه تعالٰی نه دی پیداکړی یا د اللّه تعالٰی سره ددی په پیدائش کښی شریک شته نو داسی مکذب لره وَیل دی -s
[۲۹] دا تخویف اخروی دی (مَا كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ) مراد ددی نه عذاب د اورد جهنم دی -
[۳۱،۳۰] دا تفصیل د مخکښی اجمال دی (ظِلٍّ ذِي ثَلَاثِ شُعَبٍ) مرا د ظل نه سوری د لوگی (لوخړی) د جهنم دی لکه سورة واقعه (۴۳) کښی ذکردی اوهرکله چه لوگی په زور سره راوځی نو هغه تقسیم شی دری حصوته اشاره ده چه دا لوگی به ډیر په زور سره راوځی (وَلَا يُغْنِي مِنَ اللَّهَبِ) اغنا په معنیٰ دد فع کولو سره دی - اشاره ده چه دا ظل خلاف دی د ظل د مؤمنانونه ځکه هغه خو ظل ظلیل دی -
[۳۳،۳۲] (كَالْقَصْرِ) په شان لوی بنگلی یا لرگی پری کړی شوی یا ویخونه د غټو اونو او غرونه دا لفظ په دی ټولو معانو سره راځی دا تشبیه په غټ والی کښی ده او بله تشبیه په رنگ کښی ذکرکوی په دی قول سره (كَأَنَّهُ جِمَالَتٌ صُفْرٌ) جمالة په یو قرائت کښی په وزن د فعالات سره دی او دا جمع الجمع ده - اوښانو او غټی رسئ د کشتئ ته وئیلی کیږی - صُفْرٌ: زیړی یا توری ځکه عرب کله صفرة‌ په معنیٰ د سواد (توره) سره استعمالوی یا خالی دمهارو نه -
[۳۴] مراد په دی سره هغه خلق دی چه د اور دجهنم او دظل ددغه مذکوره حالاتو نه انکار او تکذیب کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>