تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۷۷ اَلْمُرْسَلات

هَذَا يَوْمُ لَا يَنْطِقُونَ ﴿۳۵﴾ وَلَا يُؤْذَنُ لَهُمْ فَيَعْتَذِرُونَ ﴿۳۶﴾ وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ﴿۳۷﴾ هَذَا يَوْمُ الْفَصْلِ جَمَعْنَاكُمْ وَالْأَوَّلِينَ ﴿۳۸﴾ فَإِنْ كَانَ لَكُمْ كَيْدٌ فَكِيدُونِ ﴿۳۹﴾ وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ﴿۴۰﴾ إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي ظِلَالٍ وَعُيُونٍ ﴿۴۱﴾ وَفَوَاكِهَ مِمَّا يَشْتَهُونَ ﴿۴۲﴾

دا ورځ ده چه نه به شی کولی دوی خبری ﴿۳۵﴾
ا ونه به اذن (حکم) کیږی دوی ته چه بهانی اوکړی ﴿۳۶﴾
تباهی ده په دغه ورځ تکذیب کوؤنکو لره ﴿۳۷﴾
دا ورځ دفیصلی ده را جمع به کړو مونږ تاسو او مخکنی خلق ﴿۳۸﴾
نو که وی ستاسو څه چل ول نو اوکړئ چل ماسره ﴿۳۹﴾
تباهی ده په دغه ورځ تکذیب کوؤنکو لره ﴿۴۰﴾
یقیناً‌ متقیان به په سورو اوپه چینو کښی وی ﴿۴۱﴾
او میوی به وی دهغه قسم نه چه دوی ئی غواړی ﴿۴۲﴾

[۳۶،۳۵] دا هم تخویف اخروی دی په ذکرد مختلف قسم هیبتونو د قیامت سره (لَا يَنْطِقُونَ) طاقت د نطق کولو به نه لری (سوال) په نورو ایاتونو کښی یختصمون، یتکلمون، یتساء لون، تجادل عن نفسها، دا تعبیرات دلالت کوی چه دوی به خبری کولی شی؟ (جواب ۱) دادی چه ورځ دقیامت اوږده ورځ ده مشتمل ده په مختلفو حالاتو باندی په بعضی حالاتو کښی به خبری کولی شی دروغ بهانی او انکار د شرک او کفرنه او اتباع او متبوعین به دیوبل سره جگړی کوی خوبل حالت ورباندی د داسی هیبت راځی چه هیڅ خبره به نشی کولی (جواب ۲) دادی چه دلته مراد نفی د نطق مقَیَّد ده یعنی خبری به نشی کولی په حجت او دلیل فائده مند سره -
[۳۷] څوک چه دا حالات نه منی انکار او تکذیب ئی کوی نو دلته هغه مکذبین مراد دی -
[۳۹.۳۸] دا بل قسم تخویف دی مخکښی ئی اوفرمائیل چه په عذرونو سره نشی بچ کیدلی او نه اذن شته دلته فرمائی چه په هیلو او کیدونو سره هم نشی بچ کیدلی - او دلته یُقَال (اوبه وئیلی شی) په اول کښی پټ دی - هٰذا کښی اشاره ده موصوف ته په دغه صفتونو مخکنوسره (وَالْأَوَّلِينَ) (سوال) والاخرین ئی ولی ذکرنه کړو؟ جواب اول داچه دلته مکذبین د مخکنو انبیاؤ او د آخری نبی مراد دی او روستو خو نور انبیاء نه راځی نو مکذبین آخرین نیشته - جواب دوهم، دادی چه په لکم سره خطاب د آخری نبی ﷺ امت ته دی او هغوی ترقیامت پوری دی -
[۴۰] څوک چه دا جمع دټولو خلقو او حساب نه منی نو هغه مکذبین مراد دی -
[۴۲،۴۱] دا بشارت اخرویه دی متقینوته چه هغوی په خلاف د مکذبینو دی نو ددوی جزا هم د هغوی خلاف ده (ظِلَالٍ) دا سوری د اونو او دبنگلو دی او حقیقی دی او دا په مقابل د ظل د جهنم کښی دی (عُيُونٍ) ئی جمع ذکرکړه ځکه چه د هغی انواع ډیردی په شان د انهارو د جنت (وَفَوَاكِهَ) یعنی میوی به ددوی نه چاپیره هرطرف ته موجود وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>