تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۷۸ اَلْمُرْسَلات

كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۴۳﴾ إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۴۴﴾ وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ﴿۴۵﴾ كُلُوا وَتَمَتَّعُوا قَلِيلًا إِنَّكُمْ مُجْرِمُونَ ﴿۴۶﴾ وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ﴿۴۷﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ارْكَعُوا لَا يَرْكَعُونَ ﴿۴۸﴾ وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ﴿۴۹﴾ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۰﴾

خورئ‌ او څښئ په خوشحالئ سره په سبب دهغه چه تاسول کول ﴿۴۳﴾
یقیناً‌ دغسی بدله ورکوؤ مونږ ښائسته عمل کوؤنکو ته ﴿۴۴﴾
تباهی ده په دغه ورځ تکذیب کوؤنکو لره ﴿۴۵﴾
خورئ‌ او مزی واخلئ لږه موده یقیناً‌ تاسو مجرمان ئی ﴿۴۶﴾
تباهی ده په دغه ورځ تکذیب کوؤنکو لره ﴿۴۷﴾
او کوم وخت چه اووئیلی شی دوی ته رکوع کوئ نو نه کوی دوی رکوع ﴿۴۸﴾
تباهی ده په دغه ورځ تکذیب کوؤنکو لره ﴿۴۹﴾
نو په کومه یوه خبره به روستو ددی نه دوی ایمان راوړی ﴿۵۰﴾

[۴۳] دلته یقال (اوبه وئیل شی) په اول کښی پټ دی (هَنِيئًا) هغه خوراک او څښاک چه مبارک او د فائدو نه ډک وی هیڅ مرض او عیب نه پیدا کوی (بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ) دا ظاهری سبب د رحمت د اللّه تعالٰی دی لکه چه په حدیث کښی دی چه جنت ته بغیرد رحمت د اللّه تعالٰی نه داخله نشی کیدی -
[۴۴] اشاره ده چه عمل خو سبب دی لیکن په شرط د احسان سره او احسا عبارت دی د اخلاص او اتباع سنت نه -
[۴۵] څوک چه د متقیانو دپاره د جنت د نعمتونو نه انکار کوی او دهغی تکذیب کوی نو داسی خلقو لره تباهی ده -
[۴۶] دا زجر دی متعلق د حال د مکذبینو سره او دا مقابل دی د حال دمتقینوسره یعنی متقیانو ته به په آخرت کښی وئیلی شی کلوا وشربوا، او مکذبینو ته په دنیا کښی وئیلی شی کلوا (قَلِيلًا) هرکله چه ژوند د دنیا قلیل دی په نسبت د آخرت اگرچه دنیا کښی خوراکونه اومزی ډیری دی د متقیانو په نسبت سره لیکن حقیقت کښی قلیل دی په نسبت د اخرت سره - (قَلِيلًا) کښی اشاره ده چه په آخرت کښی به دوی ددی مزونه محرومه وی -
[۴۸] دا بل زجردی (لَا يَرْكَعُونَ) رکوع عمل د توحید دی نو دا ذکر د جزء او مراد ترینه کل دی یعنی صلوٰة، یا رکوع په معنیٰ د خضوع کولو ده اللّه تعالٰی ته په توحید سره نو دا عام ده په صلوٰة کښی او خارج د صلوٰة نه ټولو ته شامل ده - اودا تفسیر د مجرمون دی یعنی یو جرم ئی دادی چه هغه مونځ نه کوی چه په هغی کی رکوع ده یعنی مونځ دصحابه کرامو، او ددی تخصیص وجه داده چه کتابیانوکافرانو په خپلو مونځونو کښی رکوع پریخودلی وه نو مونځ به ئی بغیرد رکوع نه کولو -
[۴۹] رکوع او مونځ نه کول دا علامت د مکذبینو دی ددی وجی نه دلته ئی هم اوئیل یومَئِذٍ للمکذبین -
[۵۰] هرکله چه لس کرته ئی تکذیب د مکذبینو ذکرکړو نو آخری زجردادی چه دا تکذیب په اصل کښی تکذیب قرآن دی نو چه دوی ددی تکذیب کوی نو بل به کوم کلام وی چه دوی به په هغی ایمان راوړی ابن کثیر حدیث د ابوهریرة رضی اللّه عنه ذکرکړی دی چه څوک دا آیت اولولی نو ورپسی دی اولولی (په طریقه دجواب سره) امنت باللّه وما انزل -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>