عَمَّ ۱۴۷۹ اَلنَّبَا
عَمَّ يَتَسَاءَلُونَ ﴿۱﴾ عَنِ النَّبَإِ الْعَظِيمِ ﴿۲﴾ الَّذِي هُمْ فِيهِ مُخْتَلِفُونَ ﴿۳﴾ كَلَّا سَيَعْلَمُونَ ﴿۴﴾ ثُمَّ كَلَّا سَيَعْلَمُونَ ﴿۵﴾ أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهَادًا ﴿۶﴾ وَالْجِبَالَ أَوْتَادًا ﴿۷﴾ وَخَلَقْنَاكُمْ أَزْوَاجًا ﴿۸﴾
د څه په باره کښی دوی تپوسونه کوی (دیوبل نه) ﴿۱﴾
د لوئ خبر په باره کښی ﴿۲﴾
هغه چه دوی په هغی کښی اختلاف کوی ﴿۳﴾
هیچ چیری نه ده په کار زرده چه دوی ته به معلومه شی ﴿۴﴾
بیا هیچ چیری نه ده په کار زرده دوی ته به معلومه شی ﴿۵﴾
آیا نه ده گرځولی مونږ ځمکه غوړیدلی ﴿۶﴾
او غرونه میخونه ﴿۷﴾
او پیدا کړی ئی مونږ تاسو جوړئ ﴿۸﴾
ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو طریقو سره دی اوله طریقه داده چه په مخکښی سورة کښی زجروؤ په تکذیب باندی نو په دی سورة کښی زجردی په اختلاف او تساؤل باندی - دوهمه طریقه داده چه په هغه سورة کښی نوم دقیامت وؤ په یوم الفصل سره نوپه دی سورة کښی د مکذبینو او متقیانو په مینځ کښی فصل او فرق ذکرکوی په لس لس وجوهو سره -
دعویٰ ددی سورة:
زجردی منکرینو د بعث بعدالموت ته او اثبات دهغی دی په دلیلونو اوپه احوال دمنکرینو او متقیانو سره تخویفاً او بشارةً - او دوه اسماء حسنیٰ (رب، رحمان) او څوارلس صفات فعلیه ئی ذکرکړی دی -
خلاصه د سورة :
اول رجردی په انکار دبعث بعدالموت په طریقه د تساؤل او اختلاف سره تر (۵) پوری بیائی لس انعامات ذکرکړی دی په دلیل دقدرت سره په بعث بعدالموت باندی تر (۲۶) پوری بیا تخویف اخروی دی په لس وجوهوسره دپاره د منکرینو او بشارت دی په لس وجوهوسره دپاره د متقیانو -
[۳،۲،۱] دا زجردی په انکار دبعث او دقران سره (يَتَسَاءَلُونَ) مراد د تساؤل نه عبث بحثونه کول دی ځان پوهه کول ئی مقصد نه دی (عَنِ النَّبَإِ الْعَظِيمِ) مراد د نباءِ عظیم نه بعث بعدالموت دی ځکه چه خبر دقیامت ډیر لوی او دروند دی په آسمانونو اوپه ځمکه کښی یا مراد ددی نه قرآن او توحید دی لکه سورة ص (۶۷) کښی (مُخْتَلِفُونَ) څوک تصدیق کوی او څوک انکار، او څوک وائی چه ارواح به صرف بعث کیږی اوڅوک وائی چه بعث به د لږ وخت دپاره وی - اود قران په باره کښی اختلاف دادی چه وائی دا سحردی، کهانت دی، شعردی، کلام د مجنونودی، خوبونه دی، افتراءد ه -
[۵،۴] په دی کښی د زجرسره تخویف دی او كَلَّا، دواړه ردعیه دی او مرجع ئی جدا جدا ده اول كَلَّا ردع د تساؤل ده او دوهم ردع د اختلاف ده او تکرار د (سَيَعْلَمُونَ) دپاره دکثرت دعذابونو دی یا اول اشاره ده عذاب دنیوی ته او دوهم اشاره ده عذاب اخروی ته او احتمال شته چه کلَّا په معنیٰ د حقا سره وی -
[۸،۷،۶] اوپه دی ځای کښی ذکرکوی انعامات لس اومقصد په دی کښی اظهار دقدرت دی په بعث بعدالموت باندی ځکه چه دا قدرت په دی امورو غټ دی د قدرت نه په دوباره ژوندی کولو باندی - اول انعام دادی (أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهَادًا) تیاره کړی شوی ده دپاره د آرام او سکون په شان دمهد (غيږ) د بچی دپاره - دوهم انعام (وَالْجِبَالَ أَوْتَادًا) دا هم په طریقه د تشبیه سره دی یعنی په شان دمیخونو چه دی سره ئی ځمکه کلکه کړی ده دپاره ددی چه اضطرابی حرکتونه اونه کړی اولکه چه د میخ څه څصه بهرده او حصه دننه وی (خخه وی) نوداسی د غرونو څه حصه بهرده او څه حصه ئی په ځمکه کښی دننه ده - دریم انعام (وَخَلَقْنَاكُمْ أَزْوَاجًا) ازواج مختلف قسمونه او مختلف شکلونه یا جوړئ مذکراو مؤنث ته وئیلی شی -