عَمَّ ۱۴۸۰ اَلنَّبَا

وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا ﴿۹﴾ وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ لِبَاسًا ﴿۱۰﴾ وَجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا ﴿۱۱﴾ وَبَنَيْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا ﴿۱۲﴾ وَجَعَلْنَا سِرَاجًا وَهَّاجًا ﴿۱۳﴾ وَأَنْزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرَاتِ مَاءً ثَجَّاجًا ﴿۱۴﴾ لِنُخْرِجَ بِهِ حَبًّا وَنَبَاتًا ﴿۱۵﴾ وَجَنَّاتٍ أَلْفَافًا ﴿۱۶﴾

او گرځولی دی مونږ خوب ستاسو آرام ﴿۹﴾
او گرځولی ده مونږ شپه جامه ﴿۱۰﴾
او گرځولی ده مونږ ورځ وخت د گټولو د روزئ ﴿۱۱﴾
او جوړ کړی دی مونږ دپاسه ستاسو اووه آسمانونه کلک ﴿۱۲﴾
او جوړ کړی دی مونږ چراغ پړقیدونکی ﴿۱۳﴾
او راورولی دی مونږ د درنو وریځو نه اوبه بهیدونکی ﴿۱۴﴾
ددی دپاره چه را اوباسو په هغی سره دانی او بوټی ﴿۱۵﴾
او باغونه گنړ (گور) ﴿۱۶﴾

[۱۱،۱۰،۹] څلورم انعام (وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا) سُبت په اصل کښی قطع ته وئیلی شی خوب ته ئی سباتا ددی وجی نه وئیلی دی چه د کارونواو شغل نه قطع کول کوی - پنځم انعام (وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ لِبَاسًا) هرکه چه انسان په ډیرو کارونو کښی یوځای کیدلو او خلقو نه پرده کولو ته محتاج دی او هغه په شپه کښی کیږی ددی وجی نه هغی ته ئی لباس اوفرمائیل او لِبَاس سُکنا (آرام) ته هم وئیلی شی - شپږم انعام (وَجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا) معاش هرهغه څیزته وئیلی شی چه په هغی سره ژوند تیریږی خوراک څښاک وغیره نو مضاف محذوف دی یعنی وقت معاشٍ، یا معاش صیغه دظرف زمان ده اوپه دی دواړو کښی اصل وصف پټ دی یعنی شپه تیری والا او ورځ رنړا والا په هغی باندی دا نوری فائدی مرتب کیږی -
[۱۲] اووم انعام (وَبَنَيْنَا فَوْقَكُمْ) شداداً‌ محکم او مضبوط په اعتبار دجوړخ سره لکه چه په سورة ملک (۳) کښی دی او په اعتبار دحفاظت سره د راغورځیدلونه او شیطانانو نه لکه په سورة انبیاء (۳۳) او سورة حجر (۱۷) او سورة حج (۶۵) کښی دی اودا ایت صریح دلیل دی چه آسمان مضبوط اجسام والا دی هسی هواگانی نه دی -
[۱۳] د اتم انعام دی (وَهَّاجًا) ډیر پړقیدونکی چه نظر ورته نشی کیدی هرکله چه د نمررنړا هم ډیره ده او فائدی په کښی هم ډیری دی نو د سپوږمئ ذکرته حاجت رانغی -
[۱۴] دا نهم انعام دی (الْمُعْصِرَاتِ) هواگانی چه وریځی نچوړوی او باران ترینه را اوباسی یا وریځی چه قریب وی باران وریدلوته لیکن باران لار ترینه وریدلی نه وی -
[۱۶،۱۵] دا لسم انعام دی او دا متعلق دی په انزلنا پوری فائدی د باران ذکر کوی (نَبَاتًا) مراد ددی نه گیاگانی او واخه ساگونه وغیره دی دپاره د څاروؤ او انسانانوهم (أَلْفَافًا) اونی چه یوبل سره نزدی وی او څانگی هم ډیری وی نو یو بل کښی ننوتی وی دی ته الفافا وئیلی شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>