عَمَّ ۱۴۸۱ اَلنَّبَا

إِنَّ يَوْمَ الْفَصْلِ كَانَ مِيقَاتًا ﴿۱۷﴾ يَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًا ﴿۱۸﴾ وَفُتِحَتِ السَّمَاءُ فَكَانَتْ أَبْوَابًا ﴿۱۹﴾ وَسُيِّرَتِ الْجِبَالُ فَكَانَتْ سَرَابًا ﴿۲۰﴾ إِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتْ مِرْصَادًا ﴿۲۱﴾ لِلطَّاغِينَ مَآبًا ﴿۲۲﴾ لَابِثِينَ فِيهَا أَحْقَابًا ﴿۲۳﴾ لَا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرْدًا وَلَا شَرَابًا ﴿۲۴﴾ إِلَّا حَمِيمًا وَغَسَّاقًا ﴿۲۵﴾ جَزَاءً وِفَاقًا ﴿۲۶﴾

یقیناً ورځ دفیصلی دی وخت مقرر ﴿۱۷﴾
په هغه ورځ چه پوکی اوکړی شی په شپیلئ کښی نو راځئ به تاسو ډلی ډلی ﴿۱۸﴾
او پرانستلی به شی آسمان نو شی به دروازی ﴿۱۹﴾
او روان یه کړی شی غرونه نو شی به پړق د شگی ﴿۲۰﴾
یقیناً جهنم دی ځای د څوکئ (مورچه) ﴿۲۱﴾
دپاره د سرکشانو دی ځای د ورتللو ﴿۲۲﴾
اوسیږی به په هغی کښی ډیری زمانی پوری ﴿۲۳﴾
نه به څکی دوی په هغی کښی یخنی او نه د څښکلو څه څیز ﴿۲۴﴾
مگر خوټکیدلی اوبه او وینی زوی ﴿۲۵﴾
بدله ده پوره ﴿۲۶﴾

[۲۰،۱۹،۱۸،۱۷] دا تخویف اخروی دی په ذکرد هیبتونو دورځ دقیامت اوپه ذکر د احوالو د جهنم سره (فِي الصُّورِ) ددی نه دوهمه نفخ مراد ده (سَرَابًا) دا هم په تشبیه سره دی یعنی کالسَّراب لکه چه سراب په سترگو باندی ښکاریږی لیکن په حقیقت کښی هیڅ نه وی نو دا رنگ به غرونه شی -
[۲۳،۲۲،۲۱] دا تخویف اخروی دی په ذکرد لسو احوالو د جهنم سره (مِرْصَادًا) مطلب ئی دادی چه په جهنم باندی مامور ملائک انتظار کوی د کافرانو په جهنم کښی یاد جهنم دپاسه په صراط باندی یا معنیٰ دا چه جهنم تیارکړی شوی دی دپاره دعذاب (أَحْقَابًا) جمع د حقب ده یو ټکړی د زمانی ته وئیلی کیږی او لفظ د ایام یا شهور یا سنة ئی نه دی وئیلی ځکه چه په دی لفظ کښی ډیر هیبت دی بلکه وجه داده چه د احقاب ا نتهاء‌ معلومه نه ده اود یوم او شهر اوسنة انتها خو معلومه ده او ددی په مقدار کښی مختلف اقوال دی یو داچه اتیا کلونه حقب دی دوهم څلویښت کاله دریم اویا کاله څلورم هزارمیاشتی پنځم اویازره کاله صحیح داده چه ددی مقدار معلوم نه دی او جمع (احقاب) ددی انتهاء هم معلومه نه ده نو معلومه شوه چه دا کنایه ده د همیش والی نه -
فائده: بعضی اهل علمو ددی نه ثابت کړی ده چه جهنم به فنا کیږی لیکن دا قول دهغوی یو لغزش دی، ځکه اول خو د حقب په مدت کښی اختلاف دی په صحیح سند سره یو مرفوع حدیث په دی کښی ثابت نه دی دوهم داچه اقوال په کښی متعارض موجود دی یوطرف ته ترجیح بغیر د مرجح نه نشی ورکیدلی - دریم داچه جمع (احقاب) دپاره هم انتهاء‌ نه ده معلوم - څلورم داچه دا قول ددوی دصریح نصوصو نه خلاف دی لکه فلن نزیدکم الَّا عذابا ، او خالدین فیها ابدا، خلود د مکین دلالت کوی په خلود د مکان باندی -
[۲۶،۲۵،۲۴] (بَرْدًا) په دی کښی ډیر اقوال دی خوب، یخی اوبه، یخه هوا، راحت دزړه (وِفَاقًا) یو موافقت دادی چه شرک ډیر غټ گناه دی او دا عذاب هم غټ دی دوهم ددوی عملونه هم گنده وؤ نو عذاب ئی هم گنده دی او دا مشرکان هم گنده دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>