فَقُلْنَا اضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا كَذَلِكَ يُحْيِي اللَّهُ الْمَوْتَى وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۷۳﴾ ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُمْ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۷۴﴾ أَفَتَطْمَعُونَ أَنْ يُؤْمِنُوا لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُ مِنْ بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۷۵﴾ وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ قَالُوا أَتُحَدِّثُونَهُمْ بِمَا فَتَحَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَاجُّوكُمْ بِهِ عِنْدَ رَبِّكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۷۶﴾
پس اوویل مونږ اُوهئ ده لره په څه حصه ددی، دغسی ژوندی کوی اللّه تعالٰی مړی او خائی تاسوته دلیلونه خپل دی دپاره چه دعقل نه کارواخلئ ﴿۷۳﴾
بیا سخت شول زړونه ستاسو پس ددی نه پس دازړونه په شان دگتودی بلکه زیات دی په سختئ کښی ځکه چه یقیناً بعضی دگټونه خامخاهغه دی چه بهیږی دهغی نه ولې اویقیناً بعضی ددی نه خامخا هغه دی چه اوچُوی پس اوځی دهغی نه اوبه اویقیناً بعضی دهغی نه خامخا هغه دی چه ورغړی دوجی دویری د اللّه تعالٰی نه - او نه دی اللّه تعالٰی بی خبره دهغه عملونونه چه تاسو ئی کوئ ﴿۷۴﴾
آیا پس طمع کوئ تاسو چه دوی به اومنی خبری ستاسو اوحال داچه وه یوه ډله ددوی نه آوریدوئی کلام د اللّه تعالٰی بیائی بدلولی معنیٰ دهغی پس دهغی نه چه پوهه شو دهغی په مراد باندی اودوی پوهیدل چه داگناه دی ﴿۷۵﴾
اوهرکله چه دوی مخامخ شی دمؤمنانوسره دوی وائی ایمان راوړی دی مونږ، اوهرکله چه لاړشی بعضی ددوی بعضوته هغوی دوی وائی آیاخبرورکوئ تاسودوی ته په هغی چه خودلی دی اللّه تعالٰی تاسوته دی دپاره چه دوی به دلیل اونیسی په تاسوباندی په هغی سره په نزد رب ستاسو آیا پس دعقل نه کارنه آخلئ ﴿۷۶﴾
[۷۳] هغه مړی دغوا په یوه تکړه اووهلی شو - یعنی بقره ئی مخکښی ذبح کړی وه لیکن روستو داواقعه دقتل پیښه شوه نو اللّه تعالٰی امر اوکړو چه ددی بقری (چه ستاسودعقیدونه ددی تعظیم دده په ذبح کولوسره ختم شو) په یوه تکړه باندی اووهئ، دامشهورورایت دی، اوقول دحسین علی رحمه اللّٰه دادی چه دامړی په خپله تکړه اووهلی شو - اللّه تعالٰی په دواړو طریقو باندی قادر دی (كَذَلِكَ) اشاره ده چه په دی کښی لوی مقصد اثبات دبعث بعدالموت وؤ دپاره دصحیح کولو دعقیدی دبنی اسرائیلو په دی باره کښی -
[۷۴] دی آیت کښی زورنه ده او سبب دنقل دخباثتونو دی کشرانوته - اودگټو دری قسمونه ذکر شوی دی - اعلیٰ قسم چه ډیرمخلوق ته ترینه فائده رسیږی ډیری اوبه ترینه روانی دی - اوسط قسم چه لږو خلقوته تری فائده رسیږی - ادنیٰ چه نوروته فائده نه رسوی لیکن په خپله پکښی خشوع شته - نیکانو انسانانوکښی هم دادری درجی په کار دی دارنگ هغه زړونه چه ډیرژړا کوی اگرچه په سترگوسره نه وی اوچه دغی دری قسمونه علاوه وی نوهغه دگټی نه هم سخت دی (قَسْوَةً) قسوه دزړه دادی چه دانابت نه خالی وی ضد اوعناد پکښی وی اوپه آیاتونو الٰهیه اومواعظو سره په هغه کښی هیڅ اثرنه کیږی اوحدیث مه معلومیږی چه داد بدبختئ نښه ده (خَشْيَةِ) اشاره ده چه په جماداتوکښی هم اللّه تعالٰی یوقسم معرفت اوخشیت کیخودلی دی -
[۷۵] دی آیت کښی ذکر داول فریق دی تحریف معنوی کوؤنکی - تحریف دوه قسمه دی - یودمعنیٰ تحریف اوهغه تحریف بالرائی هم وائی دهغی مطلب دادی چه داسی تفسیر کول چه په هغی سره غلطه عقیده او بد عمل ثابتوی - اودنوروآیاتونو او احادیثو سره ئی مخالفت وی - بل تحریف لفظی دی مطلب دادی چه الفاظ د کلام اللّه بدل کړی اود هغی په ځای نورالفاظ اولیکی یا اولولی دواړه گناه دی اوکفر دی دلته اوله معنیٰ مراد ده (يَسْمَعُونَ كَلَامَ اللَّهِ) مراد ددی نه تورات دی چه دوی ته به چایو آیت دهغی په دلیل کښی پیش کړو نودوی به دهغی غلط تاویل اوکړو اودالفظ صریح دلیل دی چه الفاظ او حرفونه دکتاب اللّه (چه اوریدلی کیږی او لوستلی کیږی) دا کلام اللّه دی یعنی کلام لفظی د اللّه تعالٰی کلام دی (عَقَلُوهُ) دهغی په مقصد باندی پوهیدل (وَهُمْ يَعْلَمُونَ) اود تحریف په گناه کیدلو هم پوهیدل -
[۷۶] دی آیت کښی ذکر ددوهم فریق دی منافقین، مطلب دادی چه ددوی لوی ملایان چه ښکاره کافروو اوتحریف ئی کوؤ دا واړه کافر (منافق) به ئی منع کول چه مؤمنانوته دتورات نه مسئلی مه بیانوئ ځکه چه دامؤمنان په دی سره دلیل اونیسی اوپه تاسوبه غالب شی (عِنْدَ رَبِّكُمْ) مراد ترینه په قیامت کښی حجت قائم کول دی په کتاب د رب سره به حجت قائم کړی اوتاسو به پړه کړی -