تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۳۱ نُوْح

قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي لَكُمْ نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿۲﴾ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ وَأَطِيعُونِ ﴿۳﴾ يَغْفِرْ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرْكُمْ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ أَجَلَ اللَّهِ إِذَا جَاءَ لَا يُؤَخَّرُ لَوْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۴﴾ قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا ﴿۵﴾

هغه اوئیل ای قومه ځما یقیناً زه تاسو لره ویره درکوؤنکی یم ښکاره ﴿۲﴾
چه بندگی کوئ‌ خاص د اللّه تعالٰی او ویره کوئ دهغه نه او طاعت کوئ‌ ځما ﴿۳﴾
نو اوبه بخی تاسو ته گناهونه ستاسو او (روستو) اوږده به کړی تاسو تر نیټی مقرری پوری یقیناً‌ نیټه د اللّه تعالٰی چه کله راشی نو نه روستو کیږی که چیری تاسو پوهه لرئ ﴿۴﴾
هغه اوئیل ای ربه ځما یقیناً ما بللی دی (توحیدته) قوم خپل شپه او ورځ ﴿۵﴾

[۳،۲] په دی کښی اعلان د رسالت خپل دی (مُبِينٌ) ښکاره انذار ځکه دی چه دهغوی په ژبه دی اوپه اخلاص سره دی اوبیائی دری مقصدونه د انذار ذکرکړی دی اول دعوت کول بندگئ د اللّه تعالٰی ته - دوهم بچ کیدل د وهم، شرک او کفر او مخالفت کولو نه دریم اطاعت د رسول نومعلومه شوه چه لوی مقاصد د انبیاء علیهم السلام دوه دی - یو توحید دوهم اتباع سنت -
[۴] په دی کښی د توحید او سنت دوه لوی فائدی ذکرکوی یو اخروی دوهمه دنیوی (مِنْ ذُنُوبِكُمْ) (سوال) په حدیث سره ثابت دی چه اسلام سره ټول گناهونه مخکنی ختم شی او دلته خو حرف د مِن دلالت کوی چه بعضی گناهونه معاف کیږی - (جواب) دادی چه یغفر په معنیٰ د یخرج دی لکه چه قرطبی یو توجیه دا ذکرکړی ده یامن بعضیه دی ځکه چه گناهونه دوه قسمونه دی یو قبل الاسلام بل بعد الاسلام نوپه اسلام راوړلو سره قبل الاسلام گناهونه معاف شول او هغه بعضی دی د کل نه - (وَيُؤَخِّرْكُمْ) مراد داچه د عذابونو نه به په امن سره ژوند درکړی ترمرگه پوری او دنیوی منافع به هم درکړی لکه چه سورة هود (۵۲،۳) کښی تیرشوی دی (إِنَّ أَجَلَ اللَّهِ) په دی کښی دفع دیو وهم ده هغه داچه یؤخرکم نه معلومیږی چه نیټه بدلیدلی شی؟ حاصل د جواب دادی چه یؤخرکم په هره معنیٰ سره اراده کیدی شی لیکن اجل قطعی کښی روستووالی نشی راتللی (لَوْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ) په دی کښی زورنه ده چه تاسو دنیا پرستئ داسی مغرور کړی ئی چه دمرگ او اجل نه غافل شوی يئ -
[۵] هرکله چه دنوح علیه السلام ډیر عمر تیرشو لیکن دغه قوم (بغیردلږوکسانو) ایمان راؤ نړولو نو نوح علیه السلام ددوی په باره کښی اللّه تعالٰی ته شکایت او دعا گانی شروع کړی او د هغه دعاگانو په ضمن کښی هغوی ټولو حالاتو ته اشاره ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>