تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۳۲ نُوْح

فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا ﴿۶﴾ وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا ﴿۷﴾ ثُمَّ إِنِّي دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا ﴿۸﴾ ثُمَّ إِنِّي أَعْلَنْتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًا ﴿۹﴾ فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا ﴿۱۰﴾ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا ﴿۱۱﴾ وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا ﴿۱۲﴾ وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا ﴿۱۲﴾

نو زیاتی نه کړو دوی لره بلنی ځما مگر تیخته کول ﴿۶﴾
او یقیناً هرکله چه مارابللی دی دوی (توحیدته) دپاره ددی چه بخنه اوکړی ته دویته نو ورکړی دی دوی گوتی خپلی په غوږونو خپلو کښی اوځانونه ئی پټ کړی دی په جامو خپلو کښی او کلک شوی دی په ضدباندی او لوئی کړی ده ډیره لوئی ﴿۷﴾
بیا یقیناً ما رابللی دی دوی په چغی (زوره) سره ﴿۸﴾
بیا یقیناً ما ښکاره وینا کړی ده دوی ته او پټ پټ می وئیلی دی دوی ته په پټ وئیلوسره ﴿۹﴾
نو ما وئیلی دی بخنه غواړئ درب خپل نه یقیناً هغه دی بخنه کوؤنکی ﴿۱۰﴾
رالیږی به بارانونه په تاسو باندی پرله پسی - (ډیر) ﴿۱۱﴾
او زیاتوی تاسول لره مالونه او ځامن او درکوی به تاسو لره باغونه او درکوی به تاسو لره نهرونه ﴿۱۲﴾

[۶] په دی کښی د هغوی د مخالفت یو طریقه ذکرکړی ده (فِرَارًا) حقیقتاً تختیدل مراد دی یا کنایه ده د نفرت کولو او اعراض کولو د آوریدلو د حق نه لکه چه سورة مدثر (۵۱،۵۰) کښی راځی -
[۷] په دی کښی د هغوی د مخالفت کولو څلور طریقی ذکرکړی دی (دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ) په دی کښی مدعو لیه مخذوف دی او فائده د هغی ذکر ده یعنی دعوتهم الی الایمان والتوحید (چه دوی له ما دعوت ورکړو ایمان او توحیدته) دپاره دفائدی د غفران (جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ) داسی په سورة بقره (۲۰) کښی ذکرشوی دی او غوره داده چه معنیٰ ظاهری مراد ده (وَاسْتَغْشَوْا) دلته هم معنیٰ ظاهری مراد ده سرونه او مخونه او غوږونه په جامو کښی پټه وی چه آوریدلو دپاره هیڅ لار پاتی نه شی یاد ددی دپاره د نوح علیه السلام ته نظر اونه کړی یاداچه نوح علیه السلام دوی لره اونه پیژنی -
[۹،۸] په دی کښی ددعوت دری طریقی ئی ذکرکړی دی (جِهَارًا) دپاره دلری کسانو دی چه نزدی نه راځی او اعلان دپاره د گنړو کسانو دی او اسراراً دهریو شخص دپاره جدا جدا دی -
[۱۲،۱۱،۱۰] په دی کښی ددعوت خلاصه ذکرکړی ده یعنی استغفار د هرقسم کفر او شرک او گناهونو نه په زړه او ژبه او عمل سره او د هغی پنځه فائدی دنیوی ئی ذکرکړی دی (مِدْرَارًا) مراد دا چه پرله پسی باران په داسی طریقی سره وی چه په مینځ کښی سوکړه نه راځی خوچه د باران ضرورت وی نو د ضرورت مطابق اووریږی اوتباهی او نقصان ورسره نه وی (وَيُمْدِدْكُمْ) یعنی استغفار سبب دی د نزول د برکاتو دپاره لکه چه په سورة اعراف (۹۶) او سورة مائده (۶۶) او سورة جن (۱۶) کښی راغلی دی - د قشیری نه روایت دی چه د چا څه حاجت وی اللّه تعالٰی ته نو استغفار دی وړاندی کوی نو حاجت به ئی پوره کیږی - په دی آیاتونو کښی پنځه حاجات ئی په طبعی ترتیب سره ذکرکړی دی اول هرانسان باران ته محتاج دی بیا مالونو ته بیا ځامنو ته بیا باغاتوته بیا نهرونو ته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>