تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۳۳ نُوْح
مَا لَكُمْ لَا تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًا ﴿۱۳﴾ وَقَدْ خَلَقَكُمْ أَطْوَارًا ﴿۱۴﴾ أَلَمْ تَرَوْا كَيْفَ خَلَقَ اللَّهُ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا ﴿۱۵﴾ وَجَعَلَ الْقَمَرَ فِيهِنَّ نُورًا وَجَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا ﴿۱۶﴾ وَاللَّهُ أَنْبَتَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ نَبَاتًا ﴿۱۷﴾ ثُمَّ يُعِيدُكُمْ فِيهَا وَيُخْرِجُكُمْ إِخْرَاجًا ﴿۱۸﴾ وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ بِسَاطًا ﴿۱۹﴾ لِتَسْلُكُوا مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًا ﴿۲۰﴾
څه وجه ده ستاسو چه نه لرلئ عقیده اللّه تعالٰی لره دلوئی ﴿۱۳﴾
اویقیناً پیدا کړی ئی تاسو په مختلف حالتونو ﴿۱۴﴾
آیا نه گورئ تاسو چه څه رنگ پیدا کړی دی اللّه تعالٰی اووه آسمانونه لاندی باندی ﴿۱۵﴾
او جوړه کړی ده سپوږمئ په هغوی کښی رنړا او جوړ کړی دی نمر چراغ بلیدونکی ﴿۱۶﴾
او اللّه تعالٰی زرغون کړی ئی تاسو د ځمکی نه زرغونول ﴿۱۷﴾
بیا په واپس کوی تاسو په هغی کښی او را اوباسی به تاسو بیا راویستل ﴿۱۸﴾
او اللّه تعالٰی جوړه کړی ده تاسو لره ځمکه غوړیدلی ﴿۱۹﴾
ددی دپاره چه گرځئ دهغی نه په لارو ارتو کښی ﴿۲۰﴾
[۱۳] (لَا تَرْجُونَ) رجاء امید او اعتقاد او خوف او علم دپاره استعمالیږی ددی په وجه قرطبی ددی جملی دولس معانی لیکلی دی او (وَقَارًا) عظمت او عزت او اثبات د توحید ته وئیلی کیږی -
[۱۴] دا اول دلیل عقلی انفسی د توحید دی (أَطْوَارًا) مرتبو او حالاتو د پیدائش ته اشاره ده اول عناصر بیا مرکبات عذائیه بیا اختلاط (بدن کښی گډیدل) بیا نطفه بیا علقه بیا مضغه بیا عظام او غوښی او پلی او وینی بیا روح اچول بیا دنیا ته راوستل - بیا وړوکوالی بیا ځوانی بیا بوډاوالی او دارنگ کله روغ کله بیمار کله مالدار کله فقیر او دارنگ اختلاف د اخلاقو او کارونو ته هم اشاره ده دا ښکاره دلیل دی د قدرت او توحید د اللّه تعالٰی -
[۱۵] دا دوهم دلیل عقلی آفاقی دی -
[۱۶] دا دریم دلیل عقلی آفاقی دی - مشتمل دی په دوه نعمتونو باندی سره د اختلاف د هغوی نه په رنړا کولو کښی (فِيهِنَّ) ذکر دجمع مراد ترینه مفرد دی یعنی اول آسمان او تعبیر ددی دپاره دی چه سپوږمئ رنړا لکه چه د ځمکی والو دپاره ده نو بره د آسمانونو دپاره هم ده - او فِی د طرف دپاره دی - (نُورًا) هغه دی چه سره دتیری نه وی او (سِرَاجًا) وجود د تیری نه غواړی نو دقمر په وخت کښی تیاره دشپی وی او شمس په وخت کښی شپه روکه شی -
[۱۸،۱۷] دا څلورم دلیل عقلی آفاقی دی اوپه دوهم آیت کښی مرگ او دوباره ژوند ئی ذکر کړی دی دپاره د اثبات د قدرت د اللّه تعالٰی (أَنْبَتَكُمْ) مراد ددی نه پیدائش او نشونما د انسان ده چه د ځمکی نه ئی پیدا کړی دی او د وړوکوالی نه پس ئی لوی کړی دی اود پست قد نه روستو ئی دنگ قدوقامت ورکړی دی -
[۲۰،۱۹] دا پنځم دلیل عقلی دی اول ئی ذکرکړه دا خبره چه ځمکه ماده د پیدائش د انسان ده نو اوس ذکرکوی چه دا ځمکه ځای د معشیت د انسان دی (بِسَاطًا) یعنی د هغی نه فائدی اخستل اوپه هغی کښی آرام کول ئی داسی آسان کړی دی لکه چه د بساط (بستره غوړیدلی) نه فائده اخستل او آرام کول آسان دی (فِجَاجًا) صفت د سبلاً دی یعنی فراخی لاری چه هغه په تلونکی باندی نه مشتبه کیږی -